نجم الدین مواج

تاند- افغان شاعر او ژباړن نجم الدین مواج د ۷۲ کلونو په عمر په مسکو کې وفات شو.

نجم الدین مواج د قاضي علي احمد زوی د ۱۳۲۵ لمریز کال د وري په ۱۲ نېټه د ننګرهار په سرخرود ولسوالي کې زېږېدلی و.

ارواښاد مواج لوړې زده کړې د کابل پوهنتون په اقتصاد پوهنځي کې د لیسانس تر حده کړې وې.

ده د یو شمېر اثارو د کښلو ترڅنګ د یو شمېر لیکوالو اثار له پښتو په دري او له دري په پښتو اړولي دي.

ارواښاد مواج په یوه مرکه کې، چې په تاند کې خپره شوې، د خپلې شاعرۍ په اړه ویلي:

« زما لومړنۍ نظم چې درې بندونه یې د جناب ممنون صاحب په قلم اصلاح شوي وو په (۱۳۳۸) لمریز کال چاپ شو او(۵۰) افغانی حق الزحمه یې هم راته راکړشوه، ما له ډیرې خوښې دا پنځوس ګون د رحمان بابا په دیوان کې خوندي کړاومصرف می نکړ، آن تردې چې په کډوالۍ کې چیرته د رحمان بابا دیوان اوپنځوس ګون هم رانه ترې تم شو.»

One thought on “شاعر او ژباړن نجم الدین مواج په حق ورسېد”
  1. پلار جانه دلوی څښتن تعالی څخه تاسو ته جنت الفردوس غواړمه، سپيڅلی اروا مو ښاده او تلپاتی یاودنه پسرلنی
    برمل مواج

    خاطره

    زه لاړمه او خاطره پاتې شوه
    د ارمان سترګه تکه سره پاتې شوه
    تر سره نشوه لالهنده هیله
    اسره،اسره،اسره،اسره پاتې شوه
    ن،مواج

ځواب ورکول برمل مواج ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *