تاند، شنبه، د دلوې ۱۲مه: په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين وایي، دوی د تشدد د کمولو په اړه د امريکا غوښتنه منلې، خو امريکا داسې اضافي او نوې غوښتنې رامخې ته کړي چې له امله يې د سولې د تړون لاسلیک له خنډونو سره مخ شوی دی.

ښاغلي شاهين له امریکا غږ سره په تازه مرکه کې ویلي، طالبانو منلې چې د سولې د تړون لپاره به سوله ييز چاپېريال رامنځته کوي خو امريکا نورې غوښتنې راوړاندې کړي او د سولې د خبرو روان بهير يې له خنډونو سره مخامخ کړی دی.

شاهین نه دي ویلي چې د امریکا نوې غوښتنې څه دي خو سرچينې وايي، طالبانو له امريکا سره منلې چې د سولې تړون د لاسليک لپاره سوله ییز چاپېريال رامنځته کړي او د يوې اوونۍ لپاره د جګړې شدت راکم، خو امريکا ټينګار کوي چې طالبان بايد د اوږدمهال لپاره تاوتریخوالی کم کړي.

د راپورونو له مخې د امريکا او طالبانو خبرې په داسې حال کې له ستونزو سره مخ شوي چې د افغانستان سولې لپاره خاص استازی زلمی خلیلزاد په قطر کې له طالب ډيپلوماټانو سره تر ليدو وروسته اسلام اباد او نن غرمه کابل ته راغلی دی.

One thought on “شاهین: امریکا د سولې په رابطه نوې غوښتنې مطرح کړې دي”
  1. طالب د تروریستی ګروپ د نماینده سهیل شاهین څرګندونی دادی په غیر مستقیم ډول ثابتوی چه د افغانستان داسلامی جمهوریت د رهبری ، د افغانستان دملت او اسلامی شریعت غوښتنه چه د صلحی د پاره مکمله ډزبندی او اوربند د افغانستان د امنیتی قواو او طالب تروریستانو تر منځ ضروری دی او دغه یوازینی درست دریځ دی چه د افغانستان دولت ورباندی اصرار کوی ځکه ثابته شوه چه بی له دغه مکمل اوربند نه بغیر اوپه مذاکراتو کی دافغانستان ددولت د شرکت نه بغیر د صلحی خبری نتیجه ورنکړه او نه یی هم ورکوی ، که څه هم دادی یوکال راهیسی دا خبری د طالب او امریکا د نماینده ترمنځ روانی دی .
    ولی مکمله ډزبندی د افغانستان د صلحی دپاره طالب چارواکی نه منی ؟ ځکه چه دغه دوامداره ډزبندی ددوی د جګړی د تجارت د ګټو مخه نیسی او طالب چارواکی نه غواړی دغه ګټی د لاسه ورکړی ، یا په بل عبارت طالب چارواکی تر اوسه د واقعی او با ثباته صلحی د پاره متعهد او صادق نه دی ، او دبله طرفه هغه دولت چه طالب تحریک یی جوړ کړی د طالب رهبری ، تجهیز او تمویل یی په غاړه دی او د طالب تروریستانوته یی په خپل مملکت کی ځالی ، پناه ګاوی ورکړی ، تر اوسه تر کافی منطقوی او بین المللی فشار لاندی نه دی راغلی ( چه البته راځی به ) چه د د طالبانو ددغه تروریستی جنګ د ټیکه داری او سرپرستی نه لاس واخلی . نو ځکه د ا ټول واقعیتونه مخی ته راځی چه طالبان د بل چا د حکومت د پاره په افغانستان کی جنګیژی ، دا جنګ د طالبانو جهاد نه بلکه انسان وژنه ،افغان وژنه ، مسلمان وژنه او قتل عام دی . د طالبانودا جنګ په حقیقت کی دهمغه دولت د ګټو د پاره دی د کوم دولت نه چه رهبری کیژي ، هروخت مشوری اخلی ، تجهیز او تمویل کیژي ، بنآ د طالبانو ګروپ د نورو تروریستی ګروپونو غوندی په منطقه او جهان کی یو قاتل او تروریستی ډله ده چه د خپل ژوند د ددوام اوقدرت ته در سیدو د پاره یی د جګړی کاروبار باندی تکیه کړی او بس . په صلحه یزاو سیاسی جدوجهد او سیاست باور نه لری کوم سیاست چه د اسلام د دیدګاه مطابق دی او په عملی او ژوندی بڼه دبشریت د پیشوا حضرت محمد ( ص) د ژوند او سیرت نه موږ ته راپاته دی . اسلام د رحم ، شفقت دلسوزی ، ګذشت ، احسان ( انسانانو ته د خیر او نیکی رسول نه ضرر رسول )، د انسانانو هدایت ( درسته آګاهی اوعلم ) ، د رحیم خدای خواته د انسان د نژدی کولودین دی ، د امن او صلحی دین دی ، د رفاه او پیشرفت دین دی ، د خپل ملک د جوړونی او د احتیاج نه د خلاصولو ، د ښو اخلاقو دین دی ( جهاد اکبر ) ، دا د قساوت او سخت قلبی دین نه دی ، دا لارو نیولو ، وژلو ، وینی تویولو ، او بی رحمی دین هیڅکله هم نه دی . هو دا ښکلی انځورونه د حضرت رسول ( ص) په ژوند او تاریخ کی ډیر واضح دی ، خو طالبانو ستاسوپه حال ډیر افسوس دی ، چه دا کومی خواته روان یاست ! او الله تعالی هم په ترصد ګاه کی دی ( ان ربک لبلمرصاد) دا هرڅه هم په دی دنیا او هم په آینده جهان کی حساب لری !

ځواب ورکول Ajmal Nasar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *