تاند، شنبه، د جدي ۲۸مه: د طالبانو د قطر سیاسي دفتر د پوځي عملیاتو کمولو له هوکړې سره هم مهاله ویلي، چې له زلمي خلیلزاد سره یې خبرې مثبتې وې او د روانې جنورۍ میاشتې تر پایه پورې د سولې د هوکړې د لاسلیک امکانات زیات دي.
پاکستانۍ ډان ورځپاڼې له سهیل شاهین سره د مرکې په حواله ویلي، طالب مشرانو له زلمي خلیلزاد سره د تېرې ورځې راهیسې په لیدنو کې د هوکړې د لاسلیک په شپو ورځو کې د بریدونو نه کولو موافقه کړې ده.
شاهین ټینګار کړی چې د اوربند هیڅ هوکړه نه ده شوې یوازې به طالب وسله وال خپل نظامي عملیات کموي: (( دا عملیات به یوازې په بهرنیو ځواکونو نه کمېږي بلکې موږ د ټولو ځواکونو پر وړاندې چې داخلي هم په کې شامل دي خپل نظامي عملیات راکموو.))
نوموړی وايي، کله چې هوکړه لاسلیک شوه، ورسره سم به د هوکړې په نورو مادو هم عمل پیل شي او د اشرف غني په مشرۍ د حکومت له ټولو لوریو سره به کورني مذاکرات هم پیل شي: (( دغو مذاکراتو کې به درې لوري ناست وي.))
نوموړی وايي، له خلیلزاد سره یې مذاکرات د جمعې په ورځ رخصت وو، خو نن شنبه بیا دغه مذاکرات د شیرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ پیل شوي دي.
نوموړی وايي، په دې مذاکراتو کې په بل هیڅ شي بحث نه کېږي بلکې د روانې جنورۍ میاشتې تر اخرو ورځو پورې په یوه نیټه اتفاق کېږي چې کله هوکړه لاسلیک شي؟
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او امریکا تر منځ مذاکرات څو ځله د هوکړې د لاسلیک په شپو ورځو کې په ټپه درېدلي دي.
د چاسره صلحه ؟ څه ډول صلحه ؟ د چا سره جنګیژی او د چا سره صلحه امضا کوی ؟ څوک وژنی او د چا سره بیا خشونت کموی ؟ د انسانیت سره خیانت کوی ، د اسلامیت سره دشمنی کوی ، د افغان سره د ښمنی کوی ، د افغانستان سره دښمنی کوی ، د رسول الله سره دښمنی کوی او د الله تعالی سره دښمنی کوی ، لعنت دی بر تاسو وی ، باور ولری چه د افغانستان ملت او جهان نشی غولولای هیڅ افغان به مو بیا امارت او انانیت ونه منی ، هسی د پردیو په غیږ کی لوبیږی و لوبیژی د یوڅه مقدار روپیو د پاره ، په عربو کی میلی او عیش وعشرت کوی او خپل ناروا جګړیز او تریستی تجارت ته دوام ورکوی . ځان مو وشرماوه ، اسلام مو بدنامه کړ ، افغان مو بدنامه کړ ، افغانستان مو بد نامه کړ او دافغانستان او اسلام تاریخ مو وشرماوه !