تاند، جمعه، د قوس ۲۹مه: د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین په یوه تازه مرکه کې ویلي، طالبان یو داسې حکومت جوړولو ته تیار دي چې د ولسمشر غني پلویان او متحدین هم په کې شامل وي.

ښاغلي شاهین این بي سي نیوز ته په خپله مرکه کې زیاته کړې، دوی داسې حکومت غواړي چې جامع او ټولو ته د منلو وړ وي او د هېواد استحکام ورسره تضمین شي، ګني په وینا یې چې جګړه نه شي ختمېدای.

ښاغلي شاهین روښانه کړې نه ده چې له جامع حکومت څخه یې مقصد جمهوريت دی که بل څه خو دغې ډلې په دې تړاو تل له رسنیو ځان خلاص کړی دی.

شاهین زیاته کړې، له امریکا سره تر هوکړې وروسته به سمدستي بین الافغاني مذاکرات پیلېږي، چې ټول افغانان به په کې شامل وي او افغان حکومت به یې هم یو لوری وي، خو د طالبانو لخوا به مشروعیت نه ورکول کېږي.

شاهین د افغانستان جګړه بې معنا بللې او زیاته کړې یې ده چې طالبان د ده په وینا د اسلام په چوکاټ کې د ښځو د کار او زده کړو د حق په اړه ضمانت ورکولو ته تیار دي.

7 thoughts on “شاهین: طالبان داسې حکومت جوړیدو ته راضي دي چې د غني متحدین هم په کې وي”
  1. خاينين او د امريکى تاليسټى د بخلو نه دى او دا امکان نلرى چه دا د قرآن دښمنان او مفسدين دى يو ځاى ګډوله شى له طالب جان سره ، اور او اوبه نشى يوځاى کيداى ـ

  2. دا به څنګه حکومت وي چېی تالبان يي جوړوي، ګډون پکی کوي او مشروعيت نه ورکوي؟
    بل دا چی د ښځو برخه به څنګه وي؟ د اسلام چوکاټ بايد تعريف شي، ځکه چی هر هيواد او هره سياسي او مذهبي ګروپ حتی ترهګريز ګروپونه لکه بوکو حرام، ځينی اخواني حرکتونه، القاعده او …. اسلام پخپلی خوښی اوذوق سره برابر تعريفوي. مثلآ ايران اسلامي دولت، د پکستان اسلامي دولت، د عربو متحده ايالات، اندونيزيا، مصر او نور…
    هيڅ خبره بايد ګنګه پاتی نشي.

  3. که دا خبره رښتیا وي چې طالبان غواړي د ښاغلي غني او د هغه د متحیدنو سره ګډ حکومت جوړ کړي، دا به یې په تاریخ کې تر ټولو غوره کار وي. د نړېوالې ټولنې سره راشه درشه او تعامل خپلې ځانګړتیاوې لري چې په داسې حال کې به طالبان ډېره ګټه وکړي او نړېوال عزت به یې نور هم ډېر شي. مننه

  4. ډیر غوره او خوشحالوونکی خبر دی
    الله ج دي په افغانستان کی ډیر ژر امن، اتفاق او خوشحالی راولی.
    امین

  5. او د افغانستان جګړه بی معنی بولی چی په زرهاو کسان یی مړه او په زرګونو نور یی ټپیان کړل. دوی باید ځانونه محاکمی ته آماده کړی

  6. د افغانستان ولسونو او سیاسونو ته یوه مشوره
    مونږ افغانان هم د نورو نړیوالو سره یوځای د دې واړه کلي « د مځکې د کرې » اوسېدونکي یو . نن چې د مځکې په هره برخه کې کومه واقعه او پېښه شوي وي ، ټول ترې خبر او متآثره کېږو. بنا مونږ افغانانو او خصوصا طالبانو ته لازمه ده چې د اوسني نړیوال تمدن له کاروان سره ځانونه عیار کړو.
    زما په فکر طالبان هم هغه د 1990 کلونو خلک نه دي ، دوی د پاکستان ، ګوانتانامو او بګرام جېلونه ، د دوبۍ ، مسکو ، پکینګ او قطر ښایسته پنځه ستوري هوټلونه او ورسره ملحقات ولیدل . بنا دوی باید د نړۍ او زمانې له نظم سره سم ځانونه عیار کړي.
    د افغانانو د مخلتفو ډلو محوه کول ناممکن دی خو د محوه کولو په هڅو سره ټول تاواني کیږو . هغه پخوانی پښتو متل دی چې وایی : که ته وایې چې زه یم او زه وایم چې زه یم . نه به ته یې او نه به زه یم.
    او که ته وایې چې ته یې او زه وایم چې ته یې ، هم به زه یم او هم به ته یې .
    افغانانو ته لازمه ده چې د ټولو نړیوالو ، اسلامي او افغاني اصولو ، قوانینو او ارزښتونو په نظر کې نیولو سره داسې یو پراخ بسټه ، ټول منلی نظام جوړ کړي چې بیا هېڅکله یو افغان د بل افغان د وژلو ارده ونکړي. افغانستان د نړۍ پر مخ تر ټولو سوله دوست ، انساني ، امن او انساني هېواد وګرځول شي .

  7. د لندن څخه ښاغلی مجید وائی
    اور او اوبه نه سره یو ځای کیږی
    مجید خان به ښه وائی خو خبره دا ده چی
    د اور او اوبو وظیفه او مکلفیت او ماموریت دا هم نه دی چی سره یو ځای سی بلکه فورمول خو دا دی چی
    اور به د اوبو تر سماوار لاندی خپله وظیفه سر ته رسوی څو اوبه جوش او چایو ته تیاری او آمده سی
    که دا ماموریت ور ته د منلو وړ نه وی نو اوبه خو دومره استعداد او توان لری چی اور مړ کړای سی او که احتمالاً اور غښتلی او اوبه تبخیر کاندی نو دا تبخیر به کومه بله ورځ په اوبو د تبدیلیو توان ولری او بیا به د اور ګریوان ور ځیری کړای سی
    لنډه دا چی
    زموږ غولی او ځنګل ته لیری او نژدی پراته د اطفائيې مجهزو مامورینو که شیطانت نه وای کړی او یا شیطانت او منافقت ونکړی نو دا اور به همدا څو شېبې وروسته مړ وی

ځواب ورکول دورانی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *