Supporters of Pakistani religious party Jamiat-Ulema-i-Islam rally against the United Stated in Pakistani border town of Chaman along Afghanistan on Friday, March 27, 2009 to condemn the American policy of expanding U. S. strikes in Pakistani territory. They chanted slogans in favor of Taliban and their leader Mullah Omar.(AP Photo/Shah Khalid)

تاند- د پاکستان شاوخوا ۲زره دیني عالمانو نن /سې شنبه/ په یوه غونډه کې فتوا ورکړه چې انتحاري حملې حرامې دي.

دغو دیني عالمانو، چې د بېلابېلو فرقو او مذهبونو استازیتوب یې کاوه، په صادره کړې فتوا کې ویلي چې انتحاري حملې، د دولت خلاف وسله واله مبارزه او د اسلامي شرعې د نافذولو په نوم له تشدد او زوره کار اخیستل د اسلام له نظره ناروا او منع کار دی.

د دوی په منځ کې د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن او د مولانا سمیع الحق زوی هم حاضر ول.

په همدې منځ کې د پاکستان حکومتي چارواکو ویلي چې د دیني عالمانو له لوري په یوه خوله د دې فتوا صدور د سختدریځۍ او ترهګرۍ پر ضد د ګډې جبهې د پرانیستلو هدف لري.

په پاکستان کې دیني عالمانو وروسته له دې دا فتوا صادره کړه چې پاکستاني مدرسو په افغانستان او درسته سیمه کې د دین په نوم انتحار او تشدد رواج کړ، او د لسګونو زره مسلمانانو وینې یې وبهیولې.

د ډان نیوز د راپور له مخې، د پاکستان د مذهبي ګوندونو مشرانو او نورو دیني عالمانو په اسلام اباد کې د پیغام پاکستان په نوم د دې فتوا د صادرولو په مهال د یووالي او په پاکستان کې د تروریزم پر ضد د مبارزې غوښتنه وکړه.

د پاکستان ولسمشر ممنون حسین هیله څرګنده کړه چې د دیني عالمانو له لوري د دې فتوا صدور به د تروریستانو، افراطیانو او فرقه پالو له لوري د رامنځته کېدونکو چلینجونو له مخنیوي سره مرسته وکړي.

4 thoughts on “شاوخوا ۲ زره پاکستاني عالمانو انتحاري حملې ناروا وبللې”
  1. حتما پاکستان کې یې حرامې ګڼلي، استخباراتی ملاچرګان. د کشاف د ډالر زهر شي، بلا وهلی چې یو ۱۰۰۰۰ ملاچرګان کابل کی راغونډ کي او همداسی یو اذان وکی – افغانستان خو هسې هم ملاډوډۍ وطن دی

  2. سلامونه

    الله ج پوهیژی چی د هغه پرونی فتوی ګناه او مسولیت
    به د چاه په غاره وی

  3. دا فتوای یواځی په پاکستان کی او بالخصوص په هیرا منډی کی قابل د تطبیق ده. دا ملایان حرامونی دی که نوی بیا د نو سمع الحق و فضل الرحمن په دار کړی ځکه چه هغوی ول چه تور مخی طالبان یی دلته افغانستان ته را لیګل

ځواب ورکول ملنګ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *