شجاع رباني

تاند- د افغانستان د پخواني دولتمشر برهان الدین زوی شجاع الدین رباني هغه کار چې د ده پلار د سیاست له لارې ونه کړای شو، د موسیقۍ له لارې کوي. دی باور لري چې د موسیقۍ په وسیله د خپل ملت ترمنځ درزونه او فاصلې له منځه وړلی شي.

شجاع رباني، چې د ډانس موزیک ماهر دی او په شارجه کې اوسي، هیله لري چې په خپل هیواد کې به د ډانس موسیقۍ ته وده ورکړای شي.

دی وايي چې نوی البم یې، چې د جنورۍ په شپاړسمه بازار ته راووت، په فېسبوک کې تر ۷ لکو زیاتو خلکو خوښ کړی دی.

۳۵ کلن شجاع رباني وايي:«د افغانستان په شان هیواد کې چا په خپل عمر کې له جګړې پرته بل څه نه دي لیدلي . موږ ډېر کلونه سوله نه ده لیدلې. د موسیقۍ په وسیله خلک سره یوکېدای شي او د سولې لپاره کار کولی شي. موسیقي کومه ژبه نه لري. که ښه وي او پر غوږونو ښه ولګېږي خلک رایوځای کولی شي.»

شجاع رباني په عین حال کې په دې راضي نه دی چې افغانان لا هم دودیزه موسیقي خوښوي او هغه موسیقي یې ډېره نه خوښېږي چې د موسیقۍ پرمختللي وسایل پکې کارول شوي وي.

د متحده عربی اماراتو (دي نشنل) ورځپاڼه وايي چې شجاع الدین رباني په پاکستان کې زېږېدلی، په سعودي عربستان او افغانستان کې لوی شوی او له دوو لسیزو را په دې خوا په متحده عربي اماراتو کې اوسي.

د ورځپاڼې د راپور پر اساس شجاع ۵ کاله په استرالیا کې درس ویلی خو د موسیقي رسمي زده کړې یې نه دي کړي.

ده په متحده عربي اماراتو کې د «رباني ریکارډز» په نوم د موسیقۍ مرکز پرانستی چې په دغه هیواد کې لومړنی ثبت شوی رسمي شرکت دی.

36 thoughts on “شجاع رباني د موسیقي په وسیله ملت یو ځای کوي”
  1. الحمدالله ددی کورنی او ددوی د ډلی اصلیت ورځ تر بلی افغا نا نو ته معلو میږی

  2. شجاع ربانی هغه څه کوی چه پلار یی ونشو کړای ،کاشکی دا اصلی کار مو له اوله کړی وای نو دومره خرابی ،تباهی ،فساد او مسلح مفسدین به نه وو ، ددی کار ضرر به ډیر کم وو ، خو دا کار د نورو لیډرانو ځان ته ورته بقایاوو سره شریک کړه چه اتحاد مو متجانس شی ، رښتیا هم (تولید متوقع را دریافتیم )ځکه دا موسیقی چه جهادی تغذیه لری ساز به یی ډیر دعوتګر وی .

  3. موسیقی په اسلام کی حرامه ده نو یو حرام شی څرنګه ملت سره یو ځای کوی………………….. زما په اند د ملت یو ځای والی یوازی د الله پاک رسی په مضبوطی سره نیولو کی دی خو ارمان ارمان ټول مسلمانان د غفلت په خوب بیده دی.

  4. دا زومړی لکچی فامیلی خطا دی، هغه یی جلال ربانی دی چی ټوله ورځ نشه وی، دا یی بیا د ډانس استاد. چی لوڼی به یی لا څه کوی؟

  5. Hali khooob shud ki asliyet-e rabbani ma`loom shod.
    Biyader-e digish da Canada sag-shoyi mekonad.

    Ba moseki ShaShoja , penjshery-ha ve shoray-e naswar va Djamiyetakya qarsak khat kadeeen. Amma raberan jahadi , misli ki der Arg az tarana ha roy geshtanda boodend , az mosiki bacha-e ostaz-e shan chiey khadt kadeeen?. Sad afsoos; mardom ta goloon gharka-e khun aand o tuu jerangana bezan.!

  6. خلاصه د جهاد او مجاهد ټيکه دارانو ته دې تبريک وي دې ته به هم يو نوى نوم ورکوي اسلامى موسيقى او نور تلويزيون به ورته د امت سندره وايي ځکه چې له دوى سره خو د امت ډېر غم دى

  7. له پلاره یی د زامنو لار ښه ده.
    ځکه که ګټه یی ولس ته تر اوسه محسوسه نده،نو تاوان یی هم چا ندی لیدلی.
    او پلار خو یی ملک وران کړ او خلک یی ووژل.

  8. د ملت ازار وهلی نو چاته وای ، د غریب بیچاره ملت سره چه څوک ظلم او ناروا کوی ، نو په مینه به یی مصطفی ظاهر او شجاع ربانی پاتی شی ، (خسره الدنیا ولاخره )

  9. اين اقا فهميده كه مسلك اصلي شان همين است
    كاش پدرش هم همين كارا ميكرد كه زيبنده شان است
    بجاي انكه ملك را به تباهي ميكشناد
    همين مسلك را پيش ميگرفت
    اولاد غريب را به جنگ مي فرستادند اولاد خودشان ساز ميكرد
    خداوند تباه شان سازد

  10. موسيقی نوروته حرامه اما دوی يعنی دمجاهيدون رهبرانو ته يو روا عمل دی………..

  11. موسيقی نوروته حرامه اما دوی يعنی دمجاهيدونو رهبرانو ته يو روا عمل دی………..

  12. تا درسته وویل لکه د ستا د پلار په شانتی غلامان او خاین وی په افغانستان کی نه خوشحالی وی او نه به سوله……… په ریشتیا سره چه حرام مال خورل په اولاد کی شکاری لکه سنگه چه اوس ته یی…

  13. هر هغه مجاهد جى داغيارو فه لاس لوي شي .مستقبل يي همداسي ده دنورو استادانو او ملايانو حال هم له دي بدتر ده لكه دسياف ملا نبي صغت الله ملا منصور وكيل احمد وغيره

  14. شجاع ربانی د خپل نیکه مسلک نیولی دی او دا یی ښه کار کړی دی، د پدری کسب په اجراکولو کی هیڅ شرم نشته او هرکاسب حبیب الله دی. یواځی پلار یی په غلطه لار لاړ د پنجاب مزدور او د خپل وطن د ورانولو او وژلو مسوول د ټولو پاکو مجاهدینو دیندار او دمظلومانو ، بیګناه وژل شویو او شهیدان شویو انسانانو قرضدار له دی دنیا لاړ. د استاد ربانی پلار به ویل چی په طبله او سرکلی یی ښه لاس ګرځی خو خدای وهلی دی د مکتب شوق یی درلود، دادی معلم شو.

  15. برهان الدین رباني چیرې مسلمان ووچې اولاد ئې وي۰رباني هغه سورکمونست وو چې داخوان تر نامه لاندې ئې د(نفیسه الجبهه)دجاوسوسي ډلې مشرتوب کاوه یعنې(رٔیس) ئې وه۰لورانو ئې دکارمل په بورسونو بلغاریه کې عیاشۍ وکړې۰۰۰۰

  16. که دجهادی لیډرانو تاریخچه په دقیق ډول مطالعه شی نو وبه لیدل شی چه دوی په یو ډول نه یو ډول د ډمانو سره نږدی خپلوی لری , دا ځکه هر چا چه ودوی ته ډوهل وواهه بس دهغوی په طبیعت وګډیده.

  17. مبارک دې وې ډير ښه انتخاب دې کړې دې زور ورکړه چې سل نمرې راخلې افرېن دې وې پرتا چه پلار دې غذاب نه خلاص نه شې تشوېق ېې کړې

  18. plaar ye ham po halaktob ke de zang aw jaaman Sara Gadde do.zoy ye ham de plaar po pal ke qadam ksheshod.po Farsi ke yaw metal da “kharboza az kharboza rang megerad.

  19. zama pa fikar shuja rabani zaka da lara ekhtiar kri we che de islam pa noom sa washwal aw sa kegi mohima na da che zoi qatil she sahi da che de islam la nazara gumrahi da kho qatal kawal na bakhooniky gona da za de yaw she sara mawfiq yam che kacheri pa rooshtia hoonarmandi wakri aw de afghanistan farhang mootabiq makhke lar she khalko zranoo ke mena paida kawalai she sha mesal naghma wahid qaimi abdullah moqoorai farhad derya ……..kamyabi der ta ghwaram.

  20. واه واه پلاربه یې څه ویل اولادونه یې په څه بوخت دي، پلارخدای بخښلۍ خویې داسلامیاتو پروفیسور ځان باله اودمجاهدینو دیوتنظیم رهبري یې پرغاړه وه ،دوی خوخلک له موسیقۍ اوډانسونو څخه په مرګ منعه کول ، که چیرې دیوعالم پلار اولادونه بې لارې وي نو ملامتي يې په پلارکې وي ، ځکه چې داولاد پالنه یې په سمه توګه نه دې کړې ، مخکې به هم خلکو ویل چې استاد هسې اسلام اسلام نما تمثیلونه کول ، خوپه کورکې یې دومره سیکولرفضاده چې د دوی په اصطلاح دیو کمونیست په کورکې به هم نه وه، څه موده مخکې مې له همدې تاند ویبپاڼې څخه په کاناډا کې داستا دیوبل زوی دشاهانه ژوند تصویرونه ولیدل چې دملت په سرمایه یې دځان له پاره برابرکړي ، هغه چاچې دجهاد په نوم یې ځانونه اوکورنۍ قرباني کړل په اخرت کې به دهغوی په وړاند استاد او سیکولر بچیان یې څه ځواب لري، یو جمیعتي راته کیسه کوله چې دجهاد په کالونو کې داستاد زامن چې هغه مهال هلکان وو ځینو قوماندانانو به په پیښور کې له ځان سره ګرځول ، نو خلکو به ورته په ښه نظر نه لیدل ، یوبل تن راته کیسه کوله که دروغ وي غاړه دهغه بنده استاد ته چاویلي وچې لوڼه دې ډیرچسپ پتلونونه اغوندې ، استاد خدای بخښلي په ځواب کې ورته ویلي وچې جوانیمرګا را می زیبه

  21. هرهغه چا جی دی هیواد سره درغلی او په خیانت کی ژوند کړی دی هغوی به انشاالله ډیر زروشرمیږی چا چی دخپل اولاد تربیه نشوه کولای هغی به مونږ ته کومه سوله راوستی وای

  22. د حکومتی سومره مشران چی دی .ددوی د کورنی هر یو کس ..بی ادبی د معاف وی کی بولی هم وکی کوم زای کی.. وگی هغی ته هم د صلحی نوم ورکوی ..یعنی خپل مشکل هم حل کوی او حکومت هم خوشحاله کوی که سه په لاس ورشی.. پلار د عالم وو د علم د لاری صلح رازی چی ثواب هم لری.. نه په دم توپ او د خردجال په موسیقی.. دیره د شرم خبره ده.. دینه زان معلوموی چی اسلام او جهاد نه دوی دیر لری ده

  23. اسلام عليكم,
    ۱- ديو مسلمان په حیث باید په مړو پسی خبری و نکړو.
    ۲- دا راپور غلط دی، داځوان دبرهان الدین ربانی زوی ندی

  24. پر طالبانو او نورو مزدورانو دې بلا وګرځي . خلګ خو نه وژني
    پلار که یې هر څه کړي وو خو کړي یې وو
    دا اوس چي دی هر څه کوي دا یې د نر کار پیل کړی دی

  25. تاسی راشی بهر ملکونه وگوری چه دلته دانسر او هنرمند ته سومره احترام کیگی، خو زمونگ وطن کی بس هر هنر بد دی، افغانستان کی باید چه ددولت خه وظیفه ولری یا زمینداره وی او یا هم خه تجارت ولری که دغه امتیازات ونلری نو ته دیر بد سری یی، متاسفانه

  26. د استاد رباني زوي داسي وشو أو د مولوي محمد نبي محمدي زوي نعمه سره واده وكره نو داسي معلوميژي چه دا موسيقي ريشتيا د روح غذا دي

ځواب ورکول haji khan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *