احمدشاه غورځنګ –
تر پخواني ولسمشر کرزي پرته د افغانستان د کار سړي چې د نظار شورا غړي ندي یو یې هم د دغه مافیايي جنګي جوړښت له شره امن نلري، کرزی مې ځکه یاد کړ، چې دوولس کاله یې د ځان ساتنې لپاره نظار شورا ته د ملک او ټول ولس په بیه دروند قیمت ورکړی دی.
نظار شورا د جهادي تنظیمونو له منځه د ځوانو بدماشانو یوه مافیا ده، چې ټوپک یې چلول، د کابل د کوڅو جګړې یې تودې ساتلې او د هدفي وژنو لپاره به یې له درستو دنیایي استخباراتو دستور اخست. دوی تر وخت مخکې بالغ شول او تر اندازه زیات وپړسېدل. پخوانی ولسمشر هومره د دوی په منځ کې محاصره و، چې د یو غټ هغه لپاره یې پخپل فرمان د اسونو دانه حواله کړې وه.
نن ورځ د دوی چلتارونه، اوږدې نا منظمې ږیرې، ببرې څڼې او لویې پايڅې له موډه لوېدلې دي، نن ورځ چټ مخونه، اتو کړي او درېشي کړي د ښار په مجللو محلونو کې اوسېږي، د ښار هره ښکلې او قیمتي ماڼۍ، ښکلې نجلۍ، قیمتي موټر او ستر تجارت د همدوی دی. اوس ښار او زندګي دواړه د نظار شورا د قوماندانانو دي، نور ولس له فاریابه تر نیمروزه او له نورستانه تر هلمنده خاورې خوري.
د نظار شورا قوماندانانو یو سیستماتیک او سازماندهي حرکت پیل کړی دی، دوی لس کاله وړاندې ټوپک په مایکونو بدل کړل او په کابل کې یې تلویزیونونه جوړ کړل، رادیوګانې او ورځپاڼې یې راوایستې، مدني جوړښتونو کې یې ځالې وکړې، قضا ته لاړل، د سوداګرۍ میدان یې له ملي سوداګرو انحصار کړ او تر ملي شورا یې د پیسو او زور په مټ لاره پیدا کړه.
اوس له دغو امکاناتو د خپل حریف پرضد په ډېره اسانۍ استفاده کوي او چې څوک یې خوښ نه شي او له چا یې سترګه سوځي نو د مرۍ غوڅولو پرځای یې د شخصیت په ترور پسې لاسونه بډ وهي.
ما په تېرو انتخاباتو کې د طلوع په شمول د ګڼو رسنیو تبلیغات څارل، د یوې ملي پروسې سره د همکارۍ پر ځای چې څومره یې د نفاق او د ملک د تباهۍ لپاره اورونه ګرم کړل، په ملک کې به له هېڅ پخوانۍ فاجعې سره د پرتلې وړ نه وي. دې مرحلې سخت ډېر اشخاص بدنام، سپک او بې عزته کړل او د بې عزتۍ سټيجونه او ابزار همدا د نظار شورا رسنۍ وې چې ټول اخلاقي وجداني بریدونه یې مات کړي وو او له محکمې بیا تر محکمې هېڅوک نه و چې مخ ته یې ودرېږي.
په وروستیو ورځو کې تر کله چې د کابل بانک دوسیه نه وه را ژوندۍ شوې هره ورځ به کابل بانک د حکومت د پزې پېزوان و، خو چې حکومت یې د څېړنې او فیصلې امر وکړ، نو د نظار شورا له خوا له کابل بانک د تلک استفاده کېږي او تردې دمه یې د ډېرو خلکو عزت او غرور پایمال کړی دی. دوی په ډېره سپین سترګۍ د کابل بانک د غلو او قیماربازانو ملاتړ کوي او کوښښ کوي په هره بله پلمه هغه خلک ورته راګډ کړي چې د دوی په انتخاباتو کې زړونه ورته ډک دي.
د دغو مسایلو لومړنی ښکار شوی وګړی د مالیې وزیر عمر زاخېلوال دی، چې د ځپلو لپاره یې له نظار شورا سره بله لاره نه وه، ځکه هغه په تېرو انتخاباتو کې د عبدالله لپاره ندی لوبېدلی.
پاکستان ته د غني او افغان پلاوي له سفر راهیسې یوه ویډیو په طلوع تلویزون چلېږي چې فاروق وردګ د هوټل مخ ته له مولانا فضل الرحمن سره ستړی مشي کوي، تلویزیون دا دیپلوماتیک عرف ډنډوره کړې دی. له بلې خوا د نظار شورا د ځینو سناتورانو په دستور څو کسان په رسنیو کې له دې لیدنې د خپل حریف د کمزوري کولو او ځپلو لپاره کار اخلي او له تېرې یکشنبې راهیسې اول په مشرانو جرګې یوه خاص دهلیز کې دا خبره راپورته شوه او بیا د زابلي او څو نورو په ذریعه یې تلویزیونونو ته لاره وکړه.
فاروق وردګ له ډاکترغني او نورو لوړپوړو چارواکو سره په یو رسمي سفر پاکستان ته لاړ، له ولسمشره تر اخري سړي ټولو له جنرالانو، کرنیلانو، پوځي او ملکي پاکستانیانو سره وکتل ورسره یې خبرې وکړې ورسره یې ډوډۍ وخوړه، دا سفر و، تفریح نه وه، عرف دی هم به لاس ورکوې هم به ورسره روغبړ کوې او هم به ورسره خپلې ستونزې او تکلیفونه مطرح کوې. د میلمستون مخ ته له ولاړ مولانا فضل الرحمن سره ټول افغان پلاوی روغبړ کوي، خو رسنۍ او هغه هم طلوع یوازې فاروق وردګ روغبړ را اخلي او بیا یې هومره بې حده شاربي چې همدا د طلوع او طلوع چلونکي تکليف واضح کولای شي.
عجیبه ده؛ له ولسمشر سره ګډ رسمي سفر د فاروق وردګ بدنامي شوه، خو له رستم شا مومند سره د محقق، پخواني خارجه وزیر عبدالله عبدالله او استاد رباني هغه تصویرونه چې په سفارت کې د پیسو پاکټونه اخلي هېڅ عیب ندی، له کرنیل امام سره د احمدشاه مسعود مخ جنګول، په هندوستان سفارت ځانګړې خونه کې په شپو شپو د امرالله صالح بانډارونه، د کابل په افسوټر کې دای اس ای له اجنټانو سره د استاد رباني، مارشال فهیم او یونس قانوني ګډې میلمستیاوې، په نیشتر حال کې د نصیرالله بابر له خوا احمدشاه مسعود ته د افغان جنګ د نقشې تشریح کول هېڅ ګناه نده؟!
حقیقت دا دی ملک به هغوی خوري چې زور لري، په افغانستان کې ترڅو محدودو جنګسالارانو که بل هر سړی سر راپورته کړي هغه مجرم دی، غل دی او غلط دی او باید همداسې په سر وټکول شي، چې خپل خلک او متعلقین یې ورباندې بې باوره شي.
دا شخصیت وژنه او ځینو خلکو سپکاوی د نظار شورا تاکتیک دی او ځکه یې ډېر زور اخستی او ځکه یې فاروق وردګ او زاخېلوال قربانیان دي، چې نظار شورا یو محکوم وړوکی او تسلیم شوی حزب پېژانده چې د انجنیر محمدخان په پوستکي کې یې پنا وروړه او د دوی د ترکیب پوره کولو پزه یې ورجوړوله، خو سوکه سوکه نظار شورا اوس متوجه شوې چې حزب لاهم توان لرياو په ټول قوت د نظار شورا په مقابل کې لاسونه غورځوي.
دوی هڅه کوي دا حزب هم د حکمتیار په شان له ښاره زړه توری کړي یا یې ځان ته تسلیم کړي او یا یې د حکمتیار په شان غره ته مجبوره کړي.
د نظار شورا د میراثي تسلط په اړه غور پکار دی او لومړۍ توجه د هغو خلکو پکار ده، چې په نوبت د نظار شورا ښکار ته سیخ شوي دي.
Salam,
Ghorzang wror dder shi tahlil karry dy.
Pa 1992-1996 ki zma arwashad plar( Abdul Malik Safi) d` mrrieny sabap ham hamda d kalakanyano buzakano ddala aw d` mohseny aw mezari hazaragano ddale vy. Ma majbuur dakhely aw kharejy mohajeratuna wakrril magar wraz ba yi rasy che la doy na GHACH wakhlu.
InnALLAHa yuhebu-ssabirin, ve ma tevfiqy illa biLLAH alehi tavekelto va illayhi unib.
غور ځنګ وروره السلام علیکم و رحمته الله و برکا ته ! په قلم او عمر دې برکت شه د شخصییت وژنې دود د شورای نظارلنډه غرو ته ددوې له قهر مانه په میراث پاتې شوۍ دۍ، دوی دومره سپک ذلیل او له افغاني کلتور او غیرت څخه بي برخې دي چې د عزت ټولې پولې یې ما تې کړې دي، دوی خپله ما شه همیشه پر محترم فا روق وردګ را کش کړې ده ځکه فا روق وردګ یو څوک دۍ چې دوي يې له شجا عت ، میړانې او له هیواد سره د مینې له را تلونکو اثرا تو څخه په ویره کې دي او پدې خا طر غواړي د هغه شخصییت ته زیان واړوي خو انشا الله دغّه آرمان به ګور ته یوسي، د طلوع ټلویزیون یوه جها ني افغان دښمنه ، دین دښمنه او د افغاني کلتور دښمنه ځا له ده چې د اهدا فو په لمړیتوبونو کې یې د پښون با عزته قوم او د هغوې د خوا خوږو او مشرا نو سپکا وۍ بی عزتي او شخصییت وژنه شا مله ده، خدا ی خبر که محترم ډاکټر فاروق وردګ د بندو دروازو تر شاه ددوي د خیالي او افسا نوي مشرانو په څیر له څارګرو ادارو او مشرانو سره د وطن پلورنې مجلسونه درلوداي د طلوع تلویزیون به څومره تبلیغات په لاره اچولي وو، د طلوع تلویزیون د بنسټ ایښودونکې څیره هم ټولې نړۍ ته معلومه ده او سعد محسني پیژني او په دې هم پو هیږي چي سعد محسني د سي ، آي، ای معلم الحاله څیره ده، خو دپښتنو مشرانو په ځپلو کې د شورای نظار لنډه غر او طلوع تلویزیون ټول یوه خوله دي، په مني له احمد شاه غور ځنګ څخه.
له ترخوحقایقوډکه لیکنه ده هیله ده ویی لولئ
تر پرون پوریڅوک نه ورسره کښنا ستل
خو نن یی دناستی وخت نه پیدا کیږی
تر پرون پوری خلک په شناخت شرمیدل
خونن یی شناخت لوی غنیمت ګڼی
دا کوم ډول خلک دی ؟
مشران اشتباه کوی دڅان دسا تنی لپاره هغه څوک انتخابوی لکه ما چه اشاره ورته وکړه اوس هم پوره توان او طاقت لری
یو تعداد نور بی ضمیره تنظیمی وګړی هم ددوی نه بد تر دی علمی کدرونه خفه کوی ددوی شخصیتونه تهد یدویزه فکر کوم چه ددغه شورا سره متحد دی څکه چیرته چه زور دی هلته خوند او مزی دی.
غورځنګ وروره ډيره بنيادی ،اصلی اوتاريخی مطلب مو تحليل کړی دافغانستان ټول سياسيون بايد دنظار شورا ړومبيواواوسنيو کړنو ته پاملرنه وکړی اود طلوع تلويزيون يا داسی نوری شبکی چی ملي وحدت ته ضرررسوی بندی او دفعاليت اجازه ورنکړی.
ډیره ښه لیکنه ده خو افسوس چې مونږه خپله پړه په بل چا نه اچولای.