په دې لنډه لیکنه کې غواړم د ارواپوهنې په لنډه تاریخچه یوڅه ولیکم او هم به د شخصیت د ترلاسه کولو لارې چارې راوڅېړو او د شخصیت دله منځه تللو عوامل هم د هېرېدو نه دي.
رنګونه او ځینې نور عوامل هم شته چې د شخصیت په رغولو کې مثبته ونډه لري.
ترټولو لومړی باید د شخصیت پېژند وړاندې کړو:
شخصیت دفرد دټول وجود شاملولو ته وایي ،چې دبدن عمومي وضعه یې لکه مهارتونه ، امېدونه ، احساسات ، عادات ، هېجانات ، هوش ، اخلاقي ځانګړنې ، افکار او معتقدات یې څرګندوي.
یاهم: شخصیت یوه عربي منشاء کلمه او ویی دی ،چې له شخص څخه اخېستل شوی دی او په اصطلاح کې د انسان ټول بیروني او دنني عوامل ترڅېړنې لاندې نیسي.
دا چې انسان یو ټولنیز موجود دی او ټولنه هم هېڅکله بې له انسان څخه نشي رامنځته کېدای، داپه دې معنا ، چې انسان پرته له ټولنې او ټولنه پرته له انسان څخه نشي پاېدلی.
په دې وخت کې له انسان څخه ، چې هرډول سلوک او کړنې صادریږي دغه سلوک او کړنې به دټولنې له عاداتو ، تقالیدو، قوانینو او ادیانو څخه رنګ اخلي.
دانسان په شخصیت کې دجسمي اعضاوو اړیکې له اروایي فکري ، ذهني ، عقلي ، خیالي او عصبي سلوک او کړنو سره تړاو لري.
که په لنډ ډول ووایو دانسان هرډول کړه وړه دده د شخصیت څرګندونه کوي ، چې مثبت کړه وړه یې مثبت شخصیت او منفي هغه یې دمنفي شخصیت څرګندونه کوي، خو باید په یاد ولرو ، چې د انسان ظاهري شکل دهغه شخصیت نشي څرګندولای ، خو دشخصیت په بشپړولو کې هم بې برخې نشي پاتې کېدلای.
سربېره پردې ظاهري او باطني ټول کړه وړه دانسان په شخصیت جوړولو کې رول لري.
داچې شخصیت دارواپوهنې یوه ډېره پراخه څانګه ده، لومړی باید خپله دارواپوهنې له تاریخ څخه یې پیل کړو.
عمومي ارواپوهنه په خپله اوږد تاریخ لري، خو د تجربوي ارواپوهنې تاریخ له یوې پېړۍ څخه تېری نه کوي.
د ارواپوهنې په چوکاټ کې دشخصیت مسله هغه موضوع ده ،چې ترننه لا دپوهانو ترڅېړنو لاندې دبشپړتیا لارڅاري.
دتجربوي ارواپوهنې اصول او اساسات اوږد عمر لري ، خو په یو کالب کې یې بندول بیا دتجربوي ارواپوهنې سره همزولې برېښي.
دشخصیت ترلاسه کول هم څه اسانه کار نه بریښي . لاندې دیو شمېر هغو عواملو لنډه یادونه کوو،چې دانسان په شخصیت کې رول لوبوي.
ذا عوامل عبارت دي له وراثت ، محیطي عواملو او ناپېژندل شوي عوامل.
وراثتي عوامل یې عبارت دي له: ( D.N.A او R.N.A ) څخه ،چې R.N.A یې دخواصو په انتقال کې رول لري اوD.N.A بیا R.N.A ته لارښونه کوي.
محیطي عوامل یې عبارت دي له: له هغو دوو مرحلو څخه ، چې انسان دپيداېښت پروخت ورسره مخ کیږي،لکه مخکې له پیداېښته دمور مرضونه اېډزاونور…
وروسته له پیداېښته : اقتصاد او کورنۍ ستونزې،خو دلته یوه خبره بله دیادولو ده ،چې شخصیت کسبي دی که وراثتي؟ یاده موضوع اوس د پوهانو ترمنځ کړکېچنه شوې ده.
ځینې یې په دې نظر دي ، چې دشخصیت په وده کې وراثتي عوامل رغنده رول لري،خو ځینې نور یې کسبي هم بولي چې ترلاسه کیږي.
ځینې بیا په دې نظر ټینګار لري چې دواړه عوامل دانسان دشخصیت په وده او بشپړتیا کې ونډه لري.
دا باید هم په یاد ولرو ، چې مثبت او منفي کړنې هم زمونږ دشخصیت لوری ټاکي.
له دې ټولو سربېره یو شمېر نور عوامل هم شته چې دشخصیت په جوړولو او بشپړولو کې اثر لري لکه محیطي ، کلتوري ، ټولنیزاو نور…
محیطي عوامل یې عبارت دي له : د ژوند دپرمخ وړلو لارې چارې ، ستونزې او هم لاسته راوړڼې.
کلتوري : دلباس غوره کول:دهرې سیمې اوسېدونکي په خپل ځانګړي لباس خپل ځانګړی ډول شخصیت ترلاسه کوي او یا هم څرګندوي او هم ډېر نور شیان ، چې دکلتور او فرهنګ ترعنوان لاندې مطالعه کیږي.
کورني عوامل :ډېری هغه اشخاص ، چې په خپله کورنۍ کې له ستونزو سره لاس او ګریوان دي ، دوی داسې فکر کوي ، چې دهېڅ ډول شخصیت لرونکي نه دي ، ځکه یې پلار ، ورور ، مور او یانور ورسره ښې اړیکې نه لري.
په بشري نړۍ کې هر رامنځته کېدونکی شی له منځه تلونکی هم دی ، داچې دمخه مو دشخصیت دغوړولو ځینې لارې چارې وړانډې کړې ، نو دله منځته تللو څخه یې هم باید بې خبره پاتې نشو!
دلومړي ځل لپاره دشخصیت په اړه زیګمویند فروید څېړنه او تحقیق وکړ.
زیګمویند فروید انسان د ID ،EQO او SUPER EQO په اساس ډلبندي کړل.
شخصیت په اصل کې یو انتزاعي ( نه لیدونکی او نه حس کېدونکی) مفهوم لري یعنې هغه څه شی ، چې د برېښنا دانرژي په شان په سترګو نه لیدل کیږي ، بلکې دتګلارې ، افکارو ، انګېزې او هېجان په واسطه یې درک کولای شو.
پوهانو د شخصیت لپاره ډول ډول څېړنې کړي ، ددوی له ډلې یې هلیګار، ګېچ او منیش د یادونې وړ دي.
دټولنې عام وګړي او ارواپوهنه شخصیت ته داخلاقو په سترګه ګوري یعنې داچې دوی دیو انسان شخصیت دده داخلاقو څخه درکوي که دښو اخلاقو لرونکی و ، د ښه شخصیت او که دبدو اخلاقو لرونکی و، د بدشخصیت لرونکی دی.
انسان یو ټولنیز مخلوق دی ، نو ټولنه هم دده داخلاقو په روزنه کې ځانګړی رول لري.
څوک چې په یوه ټولنه کې ژوند کوي ، حتمي ده ، چې دهماغې ټولنې هویت به لري.
دهویت موضوع هم ترډېره دانسان په ارزونه او شخصیت څرګندونه کې برخه اخلي.
هویت له هغې وسیلې څخه عبارت دی ، چې فرد نورو ته ورپېژني او مشخصوي یې.
شتمن ، نېستمن ، هوښیار ، روغ او لیوني ټول شخصت لري، دابه دحیرانۍ خبره نه وي،چې ځینې ووایي لیوني به لا څنګه شخصیت لري ؟ داخبره که چاته دمنلو وړ نه وي دزبادلپاره دې یو لیوني ته ووایي ، یا داسې عمل ترسره کړي ، چې ده ته دمنلو نه وي ، نو لیونی به پرې حتمي غوسه کیږي.
په لنډ ډول که ورته و وایو لیونیه! حتمي ده ، چې هغه به پرې غوسه شي او په ورته غبرګون به لاس پورې کړي.
داټول ددې څرګندونه کوي، چې هرانسان دشخصیت لرونکی دی ، باید چې په خپل خپل ځای یې درناوی وشي.
په دې کار سره به مو له یوې خوا خپل دیني او مسلکي مسولیت ترسره کړی وي او له بلې خوا به مو دټولنې دوګړو سره یو نیک او ښه عمل کړی وي.
په دې به مو هم فکر کړی وي ،چې هرڅه پوړونه او درجې لري، نو ایا شخصیت هم همداسې؟
کرچمر یا کرینتشمر دانسان شخصیت په دوه ډلو وېشي:
لومړی : دچاغو انسانانو شخصیتونه.
دویم : دډنګرو انسانانو شخصیتونه.
هریو یې بیا په خپل وار بیروني او دنني شخصیتونو څخه عبارت دي.
دچاغو انسانانو ظاهري خواص عبارت دي له غوښې لرونکی بدن لري ، لنډې پښې ، لنډه غاړه او نسبتا دغټ سر لرونکی وي.
دنني خواص یې عبارت دي له ټوقي وي ، خوشاله، مینه ناک او له خلکو سره مرسته کوونکی انسان وي.
دډنګرو خلکو ځانګړنې: بیرونۍ ځانګړنې یې عبارت دي له نسبتا دکمزوري جسم لرونکی وي ځانته والی خوښوي او یو څه غمجن انسان وي.
د ننۍ ځانګړنې یې عبارت دي له : صبر لرونکی وي، قوي او همهاله فعاله انسان وي.
رنګونه او ډېر نور عوامل هم شته ، چې دانسان دشخصیت څرګندونه کوي، تاسې څه ډول رنګونه خوښوئ؟ کله مو فکر کړی ، چې دا یا هغه رنګ مو ولې خوښیږي؟ له دوستانو مو وپوښتئ دوی هغه ډول رنګ په اړه چې تاسو یې خوښوئ څه نظر لري؟یا هم دوی ستاسې شخصیت څه ډول ارزوي؟
درنګونو مور او پلار یعنې سپین او تور، چې نور رنګونه یې ترډېره له ملتیا رامنځته کیږي ، دډېرو کسانو دخوښې وړ رنګونه دي.
تاسې به لیدلي وي ، چې زموږ دټولنې ډېر منل شوي وګړي له سپین رنګ څخه ګټه پورته کوي ، دوی په دې کړنې سره د ټولنې وګړو ته داپه ډاګه کوي ، چې د سپین رنګ په اغوستلو او یا هم خوښوولو سره دسپین رنګ په شان پاک او ښکلی شخصیت لري، خو داخبره ددې معنا نه لري ، چې د نورو رنګونو خوښوونکي شخصیت نه لري!
نه!
دنورو رنګونو خوښوونکي کسان هم له دې ټولو خبرو سربېره دیو شمېر نورو پټو او مرموزو ځانګړنو لرونکي دي ، چې د دوی دشخصیتونو بعدونه یا اړخونه ورڅخه څرګندېدلی شي.
درنګونو نړۍ ددې کسانو په اړه ځینې څېړنې وړاندې کوي.
هغه کسان ،چې اسماني رنګ خوښوي اواسماني رنګه جامې اغوندي ډېر جذابه او تکړه وي، همداراز ډېر ټولنیز وي او همهاله تل په فکرونو کې ډوب وي او خوښوي چې دنورو خلکو ترمنځ دفېلسوفانو په ډول خبرې وکړي.
له خپلو ماشومانو او میرمنې سره مینه لري او خپلو ملګرو ته ډېر وفاداره پاتې کیږي ، په دې سربېره هغه کسان ، چې سور رنګ خوښوي او سور رنګه جامې اغوندي ډېر خوښ ، زغوونکي او زړه وړونکي دي ، دډېرو هوښیار او پیاوړي استعداد لرونکي وي، خو نوې څېړنې وایي: هغه کسان چې دخوب په خونه کې له سور رنګه غالۍ او فرش څخه کار اخلي جګړې ته یې تمایل ډېر وي او سور رنګ پارونکی هم وي ، نو سور رنګ کولای شي انسان جګړې طرف ته بوځي، خو همهاله دغه کسان ډېر مثبت وي ، که مو په کوم کار کې ګډ شي ډېر مهربانه او رېښتوني دي.
هغه کسان چې تور رنګ خوښوي ، ډېر تکړه وي او هر کار په خپلواکه تو ګه ترسره کوي.
اوسنۍ څېړنې ترډېره په نېفه درنګونو خوښوونکو انسانانو او یا هم په خپله دځینې رنګونو لرونکو انسانانو په اړه څېړنه کوي لکه: د تورو ، شنو ، قهویي او سرو سترګو لرونکي انسانان ، چې ارواپوهان یې له همدغو رنګونو څخه دشخصیت ځینې اړخونه څرګندوي.
له دې سربېره خواړه او میوې هم زموږ دشخصیت په ټاکلو کې ستر رول لري.
سره له دې چې طب دښه خوړو ډېرې نورې ګټې هم څرګندې کړي ، خو ارواپوهان هم له دې برخې څخه همداسې نه تېریږي.
هغه کسان چې مڼې یې خوښیږي دوی ډېری افراطي اشخاص وي ، وړاندې تردې چې تیاری ونیسي ، پرېکړه کوي ،خو هغه څوک ،چې ورسره ملګرتیا کوي له ده څخه خوښ وي.
هغه کسان ، چې انګور یې خوښیږي دوی ډېر مؤدب او تېز خلک دي، خو زر عصباني کیږي او په هرشي کې له نوښت څخه خوند اخلي ، هرهغه عمل ،چې سرته یې رسوي ترې خوښ برېښي.
هغه کسان ، چې کینو یې خوښیږي دوی صبرناک او طاقت لرونکي خلک دي ، په خپله اراده کې ډېر قوي وي او له شخړو څخه دځان ساتلو هڅه کوي.
همدا ډول هغه کسان ، چې د شفتالو له میوې سره علاقه لري دوی دوستانه اړیکې لري، خو ډېرې خبرې یې عادت ګرځېدلې وي، دوی تل دلاسته راوړنو په لټه کې وي.
له پورتنیو خبرو سره ځینې نورې خبرې هم شته ،چې دیو ښه شخصیت په جوړولو کې رول لري.
یو ښه شخصیت له ښو کړو وړو سره اړیکه لري ، هغه انسانان ، چې پرخپل نفس لوړ اعتماد لري ، هېڅکله ناوړه کړه وړه نه ترسره کوي ، نو په دې دلیل اړمندوي چې دخپلو ناوړه کړو وړو پروړاندې بخښنه وغواړي.
دهرډول ناوړه عمل ترسره کول دناوړه کار دسرته رسوونکو دشخصیت دځپلو لامل ګرځي.
دبېلګې په تو ګه کله ، چې یو کس دسړک له سره څراغ سره تېریږي ، نو دپولیسو له خوا درول کیږي او په عذر او وبخښئ ویلو پیل کوي ؛ ټول شخصیت یې ترپوښتنې لاندې راځي او پرنفس اعتماد یې سستیږي ، ان که نیمه شپه هم وي او په سړک هېڅوک هم نه وي ؛ ان ، چې پولیس هم شتون ونلري ،نوکه سره څراغ ته رسیږئ ژر دریږئ ، ترهغې چې شین څراغ روښانه شي.
دغه کړنه دپولیس او کوم بل چا لپاره نه ، بلکې دخپل نفس لپاره ترسره کړئ ځکه ، چې پوهیږئ ستاسو لاشعور ضمیر له شنه څراغ سره شرطي کیږي ، که تاسو شین څراغ ورټئ او ورته ونه دریږئ تاسو به بې شخصیته ورته ښکاره شئ او ستاسې پرنفس اعتماد ته به زیان واوړي.
درسول الله (ص) وینا ده ، چې لرې اوسئ دهرې ناوړه کړنې څخه کله ،چې یوازې یاستئ ، ځکه هغه ( الله ) شاهد او حاکم دی.
د ذې حدیث شریف معنا داده ، چې انسان په نړۍ کې په یوازیتوب شتون نه لري ، هرچېرته الله شتون لري او زموږ پراعمالو شاهد وي.
لاشعوره ضمیر ، چې د انسان دباور ، روحي روغتیا او ناروغتیا جوړونکی دی هره شېبه ستاسو پر وجود کارنده او فعاله څارنه کوي او هېڅکله له تاسو نه جلاکیږي.
په هرحال زغم او حوصله هم کولای شي ستاسو دشخصیت په لوړولو کې رول ولوبوي ، باید تل خپلو همکارانو او ملکرو ته زغم او حوصله ولرو، ځکه له مونږ سره ټکر دخپل هماغه دوست ، ملګري او همکاردی څوک چې له موږ سره دي.
تعصب هم مه کوې خکه تعصب دانسان شخصیت ته زیان اړوي او په ټولنه کې دانسان ارزښت له منځه وړي.
همېش هڅه وکړئ ، چې په خپل مسلک کې بریالي کسان همداتاسې واؤسئ ، ځکه تاسې به لیدلي وي ، چې هرمسلک لرونکی شخص هېڅ کله هم خوار نه وي، داچې خلک دده مسلک ته اړتیا لري ، نو همداده ، چې دی په خپل مسلک شخصیت ترلاسه کوي او خلک یې عزت کوي.
خوشالي او غم هم زموږ دشخصیت څرګندونه کوي باید، چې تل خوشاله او خندني واؤسو ترڅو نورو او ځان ته مو شخصیت ترلاسه کړی وي. که دښه شخصت غوښتونکي یاست ، نو په حتمي ډول به پورته خبرې مو دژوند لوری بدل کړي.
ماخذونه : بېلابېلې لیکنې، کتابونه او مجلې.
د شخصیت په اړه مو چې کوم پارسي او عربي اندخویونه په ناسمه پښتو کې ژباړلي اروا پوهنه نه بلکې د ۱۴ پېړۍ د سیمه ایزو حکیمانو (مداریانو) لرلید ده. هیله ده چې د لیکنو له لارې خلکو ته ناسم مالومات ونه رسوئ ! تر لیکنو مخکې یو ځل پښتو او پوه دواړه تر لاسه کړئ !
شخصیت شی نده ځکه چې شی فزیکي بدن یا تنه لري. نو شخصیت څه ده ؟
شخصیت
شخصیت څه ته وایي ؟
څرنګه چې ښکارو، احساس کوو او چلند کوو زمونږ شخصیت ده. شخصیت د یو انسان ټولټال تعریف ده. یوازې بهرنۍ شکل اړین نده بلکې نورې ځانګړنې چې د انسان چلند ته شکل ورکوي هم شخصیت ده.
د شخصیت اجزا په لاندې ډول دي:
۱- د کرکټر ځانګړنې:
بشپړتیا: له نورو سره په جوړ جاړي یا معامله کې ریښتینولي، خپلو باورونو ته وفاداري، د ارزښتونو سیستم ته وفاداري.
منل: د یو کس داسې منل چې څرنګه وي (خپله خوښه پرې تحمیل نکړي).
ډسپلین یا نظم: په ژوند او کار کې د یو کس پر خپل چلند کنټرول ترتیب او نظم ته رجوع کوي.
ژمنه، وقف، اختصاص یا ځانګړې کوونه: هغې ژمنې ته رجوع کوي چې یو کس په یوازې ځان او د ګروپ په توګه لاسته راوړنې لپاره کړې وي.
۲- د چلند ځانګړنې:
د دوه کسانو د خپلمنځي اړیکو وړتیا: د بل کس سره اړیکه جوړول او بیا دا اړیکې ساتل لکه د پېردونکو، له ملګرو، همکارانو، شخصي یا دولتي ځایونو کې له کسانو سره اړیکې.
د خبرو اترو وړتیا: د مختلفو چینلونو له لارې په موثره توګه خبرو اترو ته رجوع کوي لکه د خبرو له لارې، د غوږ کېښودنې له لارې، د لیکلو له لارې، په مثبته توګه د اندامونو لکه لاسونو سر یا نورو برخو له لارې خبرې اترې یا پیغام.
د مشرتابه ځانتیاوې: هغه ځانتیاو (کوالیټیز) ته رجوع کوي چې یو کس د مشرتابه مقام ته رسېدلی وي او خپل ځان کې یې لري لکه له زړه کار سرته رسونه، د مشرتابه پر مهال له نورو سره ګډ کار کوونه (خپلې وړتیاوې د نورو هدف ته رسېدو کې کارونه).
د ټیم اداره: داسې ځانتیاوې لرل چې د سټرس یا ذهني فشار پر وخت ارام واوسي، هغه فکتورونه په ګوته کړي یا وپېژني چې د سټرس لامل ګرځي، د ذهني فشار یا سټرس د کمولو یا له منځه وړلو لپاره لارې چارې لټونه.
۳ – چلند
مثبت چلند: په هر حالت کې که هغه سخت حالت وي، ناممکنه حالت وي او یا ممکن وي مثبت چلند لرل، کله چې له ستونزمن یا ناممکنه حالت سره مخ شی نوې لارې چارې او نظرونه لټول یا وړاندې کول.
وېن وېن حل لارې، د خبرو اترو یا مذاکرې له لارې حل لارې: له بل کس سره داسې د منلو وړ حل لارې چې د دواړه تر منځ ستونزه هواره کړي.
پای په یاد کې ساتل: هر وخت پای په یاد کې ساتل. په دې مانا کله چې د موخې یا پای په لور روان یاستی او لار مو ستونزې ډب کړي د ستونزو هوارولو پر وخت تل پای یا موخه یاد کې ساتل.
د شخصیت ډولونه
بشپړونکي یا کمال پیدا کوونکي: دا ډول خلک هر ډول بشپړتیا او معیارونه ردوي او له هر ډول معیار یا بشپړتیا څخه د مخکې ګام اخیستو په لټه کې وي. تر هغو قناعت نکوي تر څو یې بشپړتیا لاسته نه وي راوړې. دا ډول خلک د خپل ځان او نورو لپاره دسټرس یا ذهني فشار سرچینه وي. خو د کړنو پایلې او لاسته راوړنې یې ډېرې ښې وي.
مرسته کوونکي: دا ډول خلک د اړتیا پر وخت تل هیله لري له نورو سره مرسته وکړي. مرسته یې د سرچینې په لور هدایت کول وي، بل ته د ښې مشورې یا نصیحت له لارې مرسته وي، بل سره د رهبري کولو یا لارښونې له لارې مرسته وي.
رومانتیک یا خیال پرسته: دې ډول خلکو ته خوب لیدونکي هم وایي. دا ډول خلک تل د نوښت په فکر کې وي. د نوښت لپاره د فکر په اړه یې خلک فکر کوي چې پلي کول یې نا ممکن دي. خو کله کله د دوی لیوني فکرونه، نظرونه او خوبونه د تر ټولو ښه تولید، خدماتو یا ډیزاین لامل ګرځي. د نړۍ پرمختګ د دې ډول خلکو له امله ده. ځکه که چېرې مونږ خوب او خیال ونلرو نو د یو نوښت په اړه به فکر ونکړو، تصور به ونلرو بلاخره په نوو نظریاتو به عمل ونکړو.
لاسته راوړونکي: دا ډول خلک لمړی یو څه د لاسته راوړنې لپاره ټاکي او بیا یې لاسته راوړنه کې ټاکلي ګامونه پورته کوي. موخې ته د رسېدو لپاره خپل ټول ظرفیت کاروي او د یوې چارې سرته رسونه کې تر اخري حده پورې هڅه کوي. مخې ته د پرتې چارې لپاره خپله ټوله ژمنتیا اختصاص کوي په دې مانا چې ټول تمرکز یې پر مخې ته پرتې چارې وي تر څو یې په سمه توګه سرته ورسوي او د خپلې موخې په لور بل ګام پورته کړي. کله هم چې موخه ورته وټاکل شي لاسته راوړنه یې د پرمختګ په لور هڅوي.
په خپل ځان باور لرونکي، وینا کوونکي یا اعلام کونکي: دا ډول خلک بې فعالیته هم نه پاتې کیږي خو فعالیت یې د بل اطاعت، له بل سره حمله کونکی چلند هم نه وي. که چېرې یو وضعیت سره مخ شي خپل حق ورته مالوم وي او نورو ته یې په سمه توګه وایي د ویلو تر څنګ د خپل حق غوښتنه کوي، د بل حق ورته مالوم وي او د بل حق ورکولو هڅه کوي، خپل ځان او نورو ته احترام لري، په خپل ځان کې ذاتي داسې وړتیا لري چې نور کار ته وهڅوي او له نورو سره ګډ کار وکړي.
پوښتونکي: دا ډول خلک تل شک لري، له هر کس نه د دوي د نظر په اړه، د دوي د چلند په اړه، د دوي د کار کولو د طریقې په اړه پوښتنې کوي. ډېر وخت د خپلو چارو پر پاېلو قناعت نکوي. نور خلک د دوي په اړه داسې فکر کوي چې د کاري جریان لپاره د خنډ سرچینې دي.
پېښې لټونکي ، په خطر کې اچونکي: دا ډول خلک موخې ته رسېدو لپاره په هر وخت کې هر ډول خطر اخیستو ته چمتو وي. هر لوی خطر دوي ته کوچنی ښکاري.
څارونکي: دا ډول خلک دخپل ځان چار چاپېره خلکو او شیانو غوره څارونکي وي. دا ډول خلک کله ناکله په څرګنده توګه او کله نا کله په مخفي توګه نور خلک، پېښې، شیان او چاپېریال څاري. دا ډول خلک تل د اړینو مالوماتو سرچینه وي کوم مالومات چې نور خلک نشي نوټ کولای یا یې نشي ورپام کېدلای دوي ته مالوم وي. دا ډول خلک د خلکو، چاپېریال او پیښو په څېړنه کې ښه وړتیا لري.
سوله کوونکي: دا ډول خلک له سیالۍ کولو ډډه کوي. د سرټمبه او کم عقلو خلکو سره تل د سولې په لټه کې وي.
د هر کس شخصیت د یوې کټګورۍ په څېر نه وي بلکې د هرې کتګورۍ یوه یا څو ځانګړنې ځان کې لري.
د شخصیت وده
د شخصیت وده په دې مانا ده چې یو کس د خپل ځان داخل او بهر ښکلی او ځواکمن کړي تر څو خپل ژوند کې یو مثبت بدلون راولي. هر وګړی له بل سره توپیر لرونکی شخصیت لري په کوم کې چې ښه والی او وده ممکنه ده. د شخصیت وده اړینه ده تر څو د خپل ځان په اړه په نورو کې ښه باور، احساس او اغیز پیدا کړو. د شخصیت وده د مسلک په ودې کې مرسته کوي، د اړیکو جوړولو کې مرسته کوي. ځینې خلک جنجالي شخصیت لري خو ځینې بیا غوږ اېښودونکي او لارښوونکي دي. شخصیت داسې یو ابزار ده چې ستا وړتیاوې در په ګوته کوي، ستا په خوښۍ کې مرسته کوي، بهر او داخل کې دې ځواکمن کوي.
د شخصیت د ودې اجزا
۱- ځان پېژندنه: خپل کرکټر، خوښې او نا خوښې، خپلې وړتیاوې او کمزورتیاوې، خپلې هیلې پېژندلو ته ځان پېژندنه وایي. کله چې مونږ دفشار یا سټرس لاندې راشو ځان پېژندنه له مونږسره خورا زېاته مرسته کوي. د موثرو خبرو اترو او له نورو سره د اړیکو جوړولو لپاره لمړی شرط ځان پېژندنه ده.
د ځان پېژندنې اجزا:
چلند: د ژوند، خلکو او کار لپاره چلند لرل
باورونه: اخلاقي یا معنوي بارونه لرل، سیاسي باورونه لرل
ارزښتونه: معنوي یا اخلاقي ارزښتونه، ټولنیز ارزښتونه، سیاسي ارزښتونه، اقتصادي ارزښتونه لرل
خپل انځور: دا اړینه ده چې پوه شې خپل ځان ته څرنګه ښکارې. د دې په اړه پوهېدل اړین دي چې نورو ته به څرنګه ښکارې او له همدې امله اړین دي چې دا انځور خپل ځان کې جوړ او پالنه یې وکړې. د خپل انځور جوړونې لپاره اړینه ده چې پوه شې څومره مخونه لرې او د کومو خیال ساتل درته اړین دي او یا یې خیال ساتې لکه:
خپل بدن: ته یوازې یو بدن لرې چې خیال یې وساتې
ملکیت: د خپلو توکو له زېان ساتنه. لکه ستا موټر، کور، پیسې او داسې نور
کور: دا یو داسې ځای ده چېرې چې ته او د کورنۍ نور غړي ګډ ژوند کوی او باید دې ځای کې چاپېریال دوستانه وساتل شي.
ټولنیز ځان:
له نورو سره فعل او انفعال: د خپلو ټولنیزو اړیکو له پرې کېدو ساتنه لکه له کورنۍ، دوستانو، ګاونډیانو سره دوامداره نه پرې کېدونکې اړیکې
له خلکو سره اړیکې: په ټولنیز او مسلکي ژوند کې مو باید له خلکو سره اړیکې روښانه یا مالومې پولې ولري. له وخت سره دې اړیکو ته وده ورکړل شي او وساتل شي.
روحاني ځان: د خپلو روحاني باورونو او نظریاتو په اړه باید روښانتیا ولرئ.
زه څوک یم ؟ زما وړتیاوې څه دي، زما کمزورتیاوې څه دي؟ زما لمړیتوبونه څه دي؟ زه خپل ځان څرنګه وینم؟ نورو ته څرنګه ښکارم؟
زه څوک یا څه کېدل غواړم ؟ زما لنډ مهاله موخې څه دي؟ زما منځمهاله او اوږدمهاله موخې څه دي؟ د لاسته راوړنې لپاره یې باید کوم ګامونه پورته کړم؟ د لاسته راوړنې لپاره یې کومې سرچینې لرم ؟ له نورو کومو سرچینو ګته پورته کولی شم ؟
د موخې ټاکنه
ډېری لوی او نامتو شخصیتونو لویې موخې او پراخه نظرونه لرل. انسان باید په دې وپوهیږي چې هغه څه دي چې دوي یې زېات تر سره کول غواړي. که هغه د خلکو نظر کې ډېر ساده هم وي د دوي هڅې یې ډېر با ارزښته کولای شي. د شخصیت جوړولو، ښه کولو لپاره موخه ټاکل عمده اړتیا ده.
موخه څه ته وایي؟
موخه راتلونکې ته د لارې نقشه ده. د ټاکنې لپاره باید په دې وپوهیږو چې وروستۍ موخه مو څه ده یا د موخې پای مو چېرې ده؟ او دا چاره باید په دواړو مسلکي او شخصي ژوند کې ترسره کړو. کله مو چې موخه وټاکله له دې وروسته باید د لاسته راوړنې لپاره پلان جوړ کړو. که چېرې د موخې لپاره پلان ونلرو په دې مانا ده چې مونږ د ماتې خوړلو لپاره پلان نیولی او که چېرې پلان ولرو نو باید په دې پوه واوسو چې د موخې د لاسته راوړنې لپاره کومو ابزار او سرچینو ته اړتیا ده که هغه فزیکي ابزار وي او که مالي سرچینې.
ابراهم لینکولن وایي “که چېرې د ونې را غورزولو او ټوټې ټوټې کولو لپاره ۸ ساعتو ولرم، نو ۶ ساعته به په تبر تېره کولو تېر کړم.”
موخې باید مالومې وي ځکه داسې هیڅکله امکان نلري چې ډېر څه وکړو او هر څه لاسته راوړو په دې مانا چې سل کارونه په مخه روان کړو او سل لاسته راوړنې ولرو.
د موخې لاسته راوړنې لپاره له خپل ځان څخه لاندې پوښتنه وکړئ او د پوښتنې لپاره په وړاندیزونو کار وکړئ:
ایا باور لرئ چې لاسته یې راوړلای شی؟
– د لاسته راوړنې لپاره یې باید هیلې, فکر او خیال ولرئ.
– خپل خوب خیال مو تل په یاد کې تازه وساتئ تر څو مو د موخې په لور وهڅوي.
– که چېرې تاسې دا پرېکړه نه وي کړي او یا مو نه وي ټاکلي چې ژوند کې څه کول غواړی چېرته رسېدل غواړئ نو تاسې موخه نلری.
دا په یاد کې ولرئ:
– موخه باید ریښتونې او ممکنه وي د بیلګې په توګه زه په یوه میاشت کې ۲۰ کیلو ګرامه وزن له لاسه ورکول غواړم.
بیا له ځان پوښتنه وکړئ چې ایا دا ممکنه ده کنه ؟
– خپله موخه مو لمړیتوب وګرځوئ او د موخې لاسته راوړنې لپاره مو اړین ګامونه ډلبندي کړئ.
د موخې لاسته راوړنې لپاره د خپلو سرچینو لکه پیسو، مالومات، خپلې روغتیا او وړتیا ارزونه وکړئ چې د موخې لاسته راوړنې لپاره مناسب دي او کنه.
د موخې ډولونه
موخې په دوه ډوله دي او تاسې په دواړو ډولونو تمرکز کولو ته اړتیا لرئ (تاسې باید مختلف لرلیدونه او طریقې ولرئ):
– لنډمهاله موخه: په لنډمهاله موخو کې مخې تاسې پر پرتو چارو تمرکز وکړئ تر څو یې په سمه توګه سرته ورسوئ.
اوږدمهاله موخې: کله چې اوسمهال مخې ته پرتې چارې تر سره کوئ د دې چارو عمده یا ټولیز هدف مه هېروئ. ځکه چې اوسمهال چارې مو موخې ته رسوي.
سمارټ موخې (smart goal)
سمارټ ګول د لاندې انګریزي کلیمو له لمړیو تورو جوړ شوی نوم او ستاینوم ده:
S = specific
M = mesurable
A = attainable
R = relevant
T = time bound
خلاقیت
د خلاقیت مانا:
– په یوه نوې طریقه د نړۍ پېژندل
– په هر څه کې نوی چلند، نوی حالت او نوي پټ نقشونه پیدا کول
– د دوه پېښو تر منځ پټې نا مالومې اړیکې په ګوته کول
– د پېښو د اړیکو په نښه کول د هغې لپاره د حل لارې لټول او بیا پرې عمل کول
د خلاقیت بهیر:
د خلاقیت لپاره باید دوه ګامونه پورته کړو:
– فکر کول: د یو داسې نظر یا طریقې په اړه فکر کول چې له نورو سره توپیر ولري او یا په بشپړ توګه نوی نظر یا نوې طریقه وي.
تولید: په خپلې نوي نظر یا فکر عمل کول
که چېرې تاسې فکر یا نظر لرئ او عمل نه پرې کوی نو تاسې خیالي یا تصوري خلک یاستی نه د خلاقیت وړتیا لرونکي خلک.
نوښت: د خلاقیت بهیر ته وایي چې له درې برخو جوړیږي
۱ – تولید
۲- خدمات یا
۳ – د تولید او خدماتو بهیر
هر نوښت باید ارزښت پیدا کړي تر څو نورو ته د منلو وړ شي.
د خلاقیت مخې ته خنډونه
فرضیه جوړول: د خلاقیت لپاره تر ټولو لوی خنډ د هر څه لپاره خپله فرضیه جوړول دي او د نورو نیوکې یا نظر له پامه غورزول دي.
تر کچې زېات پر منطق تکیه کول: د خلاقیت لپاره دوېم لوی خنډ په منطق ډېره تکیه کول دي ځکه چې منطق د خوب او خیال ضد ده. له بلې خوا هر څه په منطق لاسته نه راوړل کیږي نو د زېات منطق پر ځای باید هر څه عملا تجربه کړو.
کلتوري خنډونه: ځینې خلک له دې امله د خلاقیت په لور ګام نه پورته کوي چې د ټولنې یا مذهبي ډلو څخه به ووېستل شي او یا به د دوی لخوا ورټل شي.
احساساتي خنډونه: ډېر خلک له زړو لارو چارو سره عادت شوي وي او که چېرې له بدلون سره مخ شي د ذهني فشار یا سټرس لامل ورته ګرځي. دوي دا نشي درک کولای چې بدلون په ژوند کې یوازینی با ثباته فکتور ده. همدا احساس لرل هم د خلاقیت خنډ ګرځي.
خیالي یا تصوري خنډونه: که چېرې زمونږ فکر کې توکو او طریقو ته له کچې زېات احترام موجود وي د خلاقیت خنډ ګرځېدلای شي.
د سرچینو خنډونه: د خلاقیت لپاره مونږ تل مختلفو سرچینو ته اړتیا لرو که چېرې سرچینې ونلرو نو ممکن نظر یا طریقه مو یوازې یو خیال پاتې شي.
سټرس: د خلاقیت هر ډول چاره ارام ذهن او ارام بدن ته اړتیا لري. که چېرې مونږ له سټرس په ډک حالت کې یو همدا نا ارامي مو نوې طریقې او فکرونه نا ممکن کوي.
د بهتر کار کولو لپاره
پلان = څه چې کول غواړې د هغې لپاره پلان
کول= څه مو چې پلان کړي وي د هغې کول
بیا ځلې کتنه= څه سم ول، څه ناسم ول، څه مو زدکړل ؟
فکر= د بیا ځلې په روښنایي کې باید په دې فکر وکړو چې څه کولی شو او تجربه پکې لرلای شو
د یو نوي څیز یا لارې پېدا کولو لپاره :
۱- د فکر نوښت د نورو په څېر فکر نه کول
۲- د همدې فکر پراخول
۳- بیا او بیا ځلې پرې کار کول
۴- تر څو ګټور څه ترې جوړ شي
خلاقیت په ذهن کې د یو څه انځور کولو ته وایي، له هیڅ نه یو څه جوړولو ته وایي، د فکر نوښت ته وایي.
۱- دیو کار لپاره انګېزه لرل
۲- دکولو لپاره ېې فرصت لټول
۳- ذهني چابکي لرل
۴- د خپل فکر طرح کول
۵- هدف
۶- د خطر مدیریت
د هرڅه لپاره باید د خپلو مهارتونو او کړنو تر منځ توازن ولرو
د کشف کولو لپاره هر څه ته لکه د خلکو ګوره خو فکر ورته بدل کوه.
دا لاندې ۳ نظر وژونکي مه پرېږده چې نظر دې مړ کړي
۱- هیڅ معنی نلري
۲- امکان نلري
۳- ما مخکې کړی وو نتیجه ېې ورنکړه
فکر کول استعداد ته اړتېا نلري
فکر کول تعلیم کولو ته اړتېا نلري
فکر کول د مالوماتو راغونډولو ته اړتېا نلري
فکر کول منطقي کړنو ته اړتېا نلري
خلاقیت هغه توانایي ده چې د یوڅه له بل څه سره اړیکه نه وی او ته د دوي تر منځ اړېکه ووینې
خلاقیت صرف د نظر لرلو ته نه وایي بلکه د نظر عملي کولو ته وایي
دخلکو ډولونه :
– یو ډول خلک هر څه پېښوي
– یو ډول خلک د هر څه پېښېدو ته اجازه ورکوي
– یو ډول خلک په دې لا تر اوسه نه وي خبر چې څه پېښ شوي.
انساني ارزښتونه
ارزښتونه زمونه په ژوند کې حیاتي یا پرېکړه کوونکی رول لري او زمونږ د بریا یا ماتې پرېکړه کوي. ارزښتونه یو داسې ځواک ده چې انسان د شخصیت د ودې پر لور هڅوي. ارزښتونه هغه څه ټاکي چې مونږ فکر کوو چې باید ترسره یې کړو او یا یې له تر سره کولو ځان وژغورو. د کولو یا نه کولو تړاو یې له ارزښت (باور، نظر، عمل یا کړنو) سره ده. د ارزښت لپاره د کولو یا نه کولو غوښه هغه وخت بدلیږي چې مونږ ته د یو څه کول په زړه پورې وي خو ارزښتونو یې له کولو منع کړي یو او یا هم هغه وخت بدلیږي چې تر پخوا په عصري چاپېریال کې ژوند وکړو.
انسان چلند لري، همدا چلند یې د ژوند لارښونه کوي، او د ژوند همدې لارښونې ته ارزښتونه وېل کیږي.
د ارزښتونو کټګورۍ
ارزښتونه کولای شو په درې کټګوریو کې ووېشو:
شخصي ارزښتونه: لکه ریښتینولي، زړه ورتیا، پر ځان اتکا یا پر ځان بسیا، د افکارو وده یا پوخوالی، ښه اخلاق، وفاداري.
د ټولنې ارزښتونه: لکه خدمتونه، انصاف، له نورو سره شریکول، سوله ایز اوسېدل.
ټولنیز ارزښتونه: له یو بل سره همکاري یا مرسته، د نورو خیال ساتنه، ټولنیز مسولیت احساس کول، سیکولریزم.
ارزښت او اخلاق
زمونږ ارزښتونه سمې او ناسمې کړنې ټاکي خو اخلاق د سمو او ناسمو کړنو ته وایي یا پر سمو او ناسمو کړنو عمل ته وایي.
د ښو اخلاقو لرلو لپاره:
پر بل باور ولرئ او یا پر بل باور لرل وښیئ
خپل ځان کې د مشرتابه وړتیا وښیئ
له دې وېره مه احساس کوی چې تاسې بې ساري یاستی
د نورو خیال وساتئ احترام یې ولرئ
له هر څه ځان خبر کړئ
خاکساره واوسئ او کله هم چې تېر وتنه وکړئ پر خپلې تېروتنې اعتراف وکړئ
سلامونه،
زه خپل احترامونه دواړو وروڼو اتل حزب الله خان ، او شنونکي ذکریا خان رحيمي ته وړاندې کوم.
ګرانو ! زما په نظر اتل صیب په ډیر خُلص ډول د شخصیت په باب اړينې جملې ژباړلي او اوډلي دي چې په ځانګړي ډول نوي کول ځوانانو ته ،همدارنګه د پاخه عُمُر خلکو ته به ګټور وي او ډیرۍ خبرې د سړي په یاد پاتې کیدای شي.
اوس به راشو د ذکریا خان ګوتنیونې او شڼنې ته:
که نوموړی رحيمي ساب ،پخپله سایکالوجیست یا ارواپوه یا په شخصیت کښې څانګپوه(متخصص ) هم وي ، اول خو ورته لازم نه و چې لیکونکي اتل خان ته تحقیر وکړي او ورته ناپوه یا ناپشتو پوه! خطاب وکړي او…
بل دا چې هغه لکچر چې ده په کمنټ کې لیکلی سر او بر ېې نه دی معلوم ، زما خو هېڅ سر پرې خلاص نه شو.
زه فکر کوم چې دشخصیت بحث همهاغسې چې اتل جان لیکلي د سایکالوجي ډیر عمده او لوی بحث دی ،او موږ تاسو وینو چې په ځانګړې ډول ګران افغانستان کې د افرادو یا ټولنو د شخصیتو په باره کښې سرچپه قضاوتونه کېږي ،په دې مانا چې ښه سړي ته بد وايي او یو بد ،چهار عیب شرعي نفر به ځان سپین کوتر ښيي او ځینې جاهلان او متجاهلین به ورپسې ځي . او داسې نور.
زما په آند که استاد شرف الدین عظيمي د پورته موضوع په اړه لڼډه تبصره وليکي ښه تره به وي ،ځکه د ارواپوهنې تخصص لپاره ۳-۵ کاله زده کړې په کار دي. په درناوۍ.
ساپی صیب که ته مغز نشې کارولی نو زما ستونزه نده ! دغه لیکنه د انګلستان د اکسفورډ پوهنتون معیاري لیکنه ده په کوم چې ستا ذهن کار نده کړی.
پاتې شو توهین که چېرې یو لیکوال په فرانسوۍ کې عربي فارسي او انګرېزي ورګډه کړي مالومات یې هم زاړه وي خپل اند یې هم نه وي او بیا یې په یوه نامتو رسنۍ کې هم خپاره شوي وي نو په ملي کچه به خلک داسې حیرانونکی غبرګون وښي چې ستا د رسنیو هم سر ټکي شي خو دلته ورته ناسم ویل توهین ګڼل کیږي. ستا دې خبرې پورې یو وخت ما چا ته ویلي وو چې په ۵۰۰۰ کلنو پخوانیو ویناو ولې وخت ضایع کوې ؟ دا چې ته ورته د زرینو ویناو ګمان کوې په پر مختللو هیوادونو کې د ۸ کلن ماشوم تر دې زیات ذهن کار کوي نو دا ورته توهین ښکارېده. خیر وروسته پاتې ملکونو کې همداسې کیسې ډېرې وي
زما د نیوکې لنډیز به درته ولیکم : کوښښ وکړئ پښتو مو کره کړئ او د مالوماتو ژباړلو لپاره له فارسي، اردو، عربي پخوانیو کتابو لیکنو ژباړلو ډډه وکړئ او کره د اعتبار وړ سرچینې وژباړئ کنه خلک به مو په ناسمو مالوماتو باوري کړي وي.
زه فکر کوم چې دشخصیت بحث همهاغسې چې اتل جان لیکلي د سایکالوجي ډیر عمده او لوی بحث دی ،او موږ تاسو وینو چې په ځانګړې ډول ګران افغانستان کې د افرادو یا ټولنو د شخصیتو په باره کښې سرچپه قضاوتونه کېږي ،په دې مانا چې ښه سړي ته بد وايي او یو بد ،چهار عیب شرعي نفر به ځان سپین کوتر ښيي او ځینې جاهلان او متجاهلین به ورپسې ځي . او داسې نور.