بوډا د خپلې میرمنې لور ته لاس وغځاوه. هغې یې تر مړوند ګوتې ورکړۍ کړې لکه نبض چې یې ګوري. د ده مخ له خندا سره نور هم ګونځې ګونځې شو او د کوټې په بل سر کې یې پر ناستو ځوانانو غږ وکړ:
- بچیانو لږ ورو
د هلکانو او نجونو غږ لوړ شو:
« شرط وهم»
« په څه شي شرط وهې؟»
« هرڅه چې دې زړه وي»
بوډا تندی تریو کړ او سترګې یې پټې ونیولې. ځوانانو البم ورته راووړ او څو کسانو په یوه ځای پوښتنه وکړه:
- دا دا دا د چا عکس دی؟
سړي لاسونه پورته کړل لکه څوک چې تسلیمیږي. ځوانان غلي شول. بوډا تور او سپین عکس ته د عینکو له شا وکتل، بیا یې عینکي ورته سمې کړې او پر عکس یې ګوتې تیرې کړې:
- دا مو مشر تره دی جنتونه دې نصیب شي
- دا وایم؟؟؟
بوډا عکس له خپلې میرمنې سره ونیو:
- ړانده یاست خو اوس هم همدغسې ده
له خندا سره د بوډۍ په خوله کې مصنوعي غاښونه راپورته شول او څو کسانو نارې کړې:
« شرط مو وګاټه».
پای
شرط ښکلې کیسه ده، ښه مفهوم لري،خورا لنډه ده، ډېره ښایسته مکالمه لري، پسرلی صاحب پدې وروستیو کې مو کیسې کمې شوې دي، څومره چې زیاتې وي، همدومره به يې موږ په مينه لولو.
ژړاند صاحب، مننه او کورګی ودان، ، همدومره مې بنده ګي وس دی، اجمل