ژبپوهنه او ادبيات د يوې ژبې دوې بېلابېلې برخې دي، هغه څوک چې د ادبياتو په برخه کې کار کوي، اديب ورته وايي، تر ډېره د خپلې ټولنې او خلکو له افکارو، احساساتو، پوهاوي، نظرونو او انګيرنو سره تړلى وي، د يوه ارواپوه او ټولنپوه ځانګړتيا لري، خو ژبپوه بيا د ژبې مختصص دى، د ليکوال د ليکنو او افکارو سمون او حالتونه څېړي.
ځکه خو د ژبې او ادب ډېرى پوهان په دې نظر دي چې ادبيات او ژبپوهنه يو له بل سره نه شلېدونکي اړيکې لري، روانه او پرمختللې ژبپوهنه د عالي او ټول فهمه ادبياتو سبب ګرځي، خو د ژبوهنې د پېچلتيا په سبب ډېر ليکوال د ژبوهنې پرځاى ادبياتو لمن نيسي او ژبوهنه پېچلى کار بولي. ژبپوهان په دې اند دي چې د ادبياتو او ژبپوهنې يو والی په لومړنيو موادو کې دی.
د ژبپوه ډاکټر خليل الله اورمر په وينا، کوم لومړني مواد چې په ادبياتو او ژبپوهنې کې کارول کېږي هغه ته متن وايي او متن د دواړو لپاره د څېړنی اصل دی، په دې معنا اديب له خپلو سترګو متن څېړي او ژبپوه هم له خپلو، همدا خبره د دې څرګندويه ده چې دا دواړه يو د بل لازم او ملزوم دي او دواړه يوه موضوع له بېلابېلو اړخونو څېړي.
د يوې ژبې د جوړښت په اړه د بحث پرمهال اکثره په دې بحث کېږي چې د ژبې جوړښت څه ډول دى، فاعل، مفعول او فعل يې کوم دي، په يوه جمله کې څه ډول راځي او مشخص ځايونه يې کوم دي؟
کله چې په دې اړه معلومات تر لاسه کړو، نو دا په حقيقت کې د ژبې د ګرامري جوړښت او ژبې د څنګه والي په اړه زموږ بحث بشپړوي، خو دا بايد له ياده ونه باسو چې په دې برخه کې هره ژبه خپله ځانګړتيا او بېله قاعده لري.
د يوې ژبې ليکوال بايد د خپلې ژبې له نحوي جوړښت سره پوره اشنا وي، ځکه چې دده سروکار له ژبې سره دى او خپله ليکنه هغو لوستونکو ته وړاندې کوي چې پر ژبې حاکميت لري، ګرامري جوړښت پسې که ونه ګرځي، خو ستونزه يې موندلى شي.
خو دا چې ژبه څنګه ساده او بيا د ژبې د ليکوال او لوستونکي ترمنځ څنګه اړيکه اسانه او ساده شي، دا په ګرامر ليکونکي پورې اړه لري چې د خپلې ژبې د ګرامر له تيوري او اساس سره څومره بلد دى، له ژبې سره يې چلند خپل سرى که پر عملي معيارونو ولاړ دى، کلمې پر ځاى راوړي که بې ځايه؟
د ژبې په عادي کارونه او ليکوالۍ کې دغه ټکو ته د ليکوال پاملرنه ډېره مهمه او اړينه ده، ځکه چې د ګرامري قوانينو پر بڼسټ د کلمو او جملو سمه کارونه غوره د روښانه مانا او مفهوم رسولو لامل ګرځي، خو برعکس يې نه يواځې چې مانا نه رسوي، بلکې ليکوال له ژبې سره جفا کوي.
د شاعرۍ په برخه کې بيا د ګرامري په ځانګړي ډول نحوي بنسټونو او معيارونو په پلي کولو کې ډېر شاعران ځان ته ددې جواز ورکوي چې ګڼي دوى نحوي خپلواکي لري او زياته پاملرنه يې وزن او په کلام کې خوند ته وي، دا پروا نه لري چې فعل او فاعل، مبتدا او خبر يا نورې خبرې څنګه رعايت کوي.
په پښتو ژبه يوه نيوکه داده چې تر اوسه پورې يې ژبپوهانو يو معياري او غوره ګرامري سيستم نه دى رامنځته کړى، لا هم پښتو ژبه بشپړ معياري پرتليز او تشريحي ګرامرونه نه لري، مثلا که يو بهرنى غواړي چې پښتو ژبه زده کړي او ددې لپاره له يوه پښتو ژبې نه پښتو ګرامر وغواړي، نو هغه ته دا پرېکړه اسانه نه ده چې د چا ګرامر د معياري او بشپړ ګرامر په توګه ورکړي، ځکه هر ګرامر ليکونکى خپله لاره لري.
د ادبياتو يوه غوره او غوښنه برخه شعر دى، شعر له عادي ژبې او کلام نه پوره توپير لري، تر ډېره د ژبپوهانو په خبره پسې نه ځي، ځکه چې شعر د خبرو هنر دى، د لفظي ښکلا رنګيني جامې يې اغوستې او د خپلې موسيقي او تخيل له مخې له يوې خبرې او يوه لفظ لسګونه ماناوې رسوي.
نازکخيال شاعر کاظم خان شيدا په دې اړه وايي:
مضمون د شعر لکه پيکر دی
رنګين الفاظ يې رخت و زېور دی
ورته پکار دي دا دواړه توکه
پيکر که هر څو دلربا تر دی
شيدا خو په دې بيتونو کې هغه خبره کړې چې وړاندې مو يې يادونه وکړه، خو چېرته د هغه د شعر دا خبره د پښتو ژبپوهنې په تله وتلو، نو مبجور يو چې مبتدا او خبر خپلو ځايونو ته يوسو، مضاف او مضاف اليه ته پام وکړو، په عادي او ګرامري جوړښت کې (مضمون دشعر) او دا دواړه توکه ورته پکار دي داسې ( د شعر مضمون) او ( دا دواړه توکه ورته په کار دي) راځي.
دا خبرې په شعر کې ځکه عجيبه او ناسمې نه برېښي چې شاعر شعر کارولې، عادي خبره او محاوره نه ده، د الفاظو ښکلا او رنګارنګي په دغه ګرامري سرغړونه ښکلې پرده خوره کړې او هغه ته يې ګرامري خپلواکي ورکړې ده.
د رحمان بابا د يوه غزل دوه بيتونه داسې دي:
چې غرقاب شي تور مژګان په يم د زړه
نور خراب شي خانمان په نم د زړه
عبث وايي غم د زړه وبوالهوس ته
څه پوهېږي هلکان په غم د زړه
ددې غزل قافيې د مژګان، خانمان او هلکان په پيروۍ ګڼې کلمې دي او رديف يې د (د) اضافت تورى او ( زړه ) کلمه ده . رديف او قافيه په خپل منځ کې ښکلې پخلاينه لري او د رديف او قافيې دا ډول پخلاينه د شعر موسيقي او ښکلا زياتوي، دلته هم ښکلې ښکاري، خو د ګرامر له اړخه يې سمه کارونه ( د زړه په يم، د زړه په نم ، د زړه په غم….) سمه راځي.
خوبونو او خيالونو کې مې مه پوښته جانانه
حالونه د زړګي به درته وايم چې ته راشې
په پورتني بيت کې (حالونه د زړګي به درته وايم) د دويم نيم بيتي يوه برخه ده، موسيقي او خوږلت لري او موږ د شعر د لوستلو يا اورېدلو پرمهال دغه خوند او ښکلا ښه حس کولى شو، خو که همدا خبره په عادي نثر يا ليکوالۍ کې وليکو، نو بيا ( د زړګي حالونه…) معمول او سم ګرامري جوړښت دى.
لکه رحمان بابا چې وايي:
د زړه حال و چاته مه وايه رحمانه
هغه يار به يار لري تا به رسوا کا
له پورتنيو بېلګو څخه موخه دا وه چې شاعر په شعر کې تر يوې کچې ګرامري يا نحوي خپلواکي لري، دا خپلواکي هغه ته د شعر د ښکلا، هنريت او شعريت د ساتلو له پاره ورکړل شوې، څو خپل خيال او خبره په ازادانه ډول له ګرامري قيدونو او بريدونو ها خوا په ازاد ډول وړاندې کړي.
هسې هم شاعر تر ليکوال زيات مقيد وى، شاعر ته له دې امله د کلمو غلام وايي چې دى د خپلې خبرې وړاندې کولو له پاره د کلمو په جال کې کلابند وي، په کمو کلمو کې بايد ډېرې خبرې وړاندې کړي، خو وړاندې کول يې عادي نه وي، تخيلي او شاعرانه ترکيبونه ورنه جوړ کړي، شاعرانه هنر بايد همدا مهارت هم ورکړى چې مقيدې کلمې د شعر له پاره د مومو په څېر ويلې کړي.
کله کله همدا غلامي بيا شاعر ګرامري سرغړونو يا د مقياس مخالفت ته اړ باسي، دا اړتيا او مجبوري ځينې وختونه د شعر د بيتونو منځ کې او کله هم د قافيوي اړتياوو او يا رديف د ستونزو په برخه کې مطرح کېږي.
د خوشحال بابا يو بيت داسې دى:
چې را ښکاره شوه يوه سړۍ
زړه مې پرې بايلود هغه ګړۍ
دلته شاعر د قافيوي قيد او اړتيا له مخې اړ شوى چې د ګړۍ سره د قافيې او جوړښت په موخه د سړي(مذکر) کلمه مونث کړي او ( سړۍ) يې وليکي چې د عادي ليکنۍ ژبې او قياس مخالف کار دى.
لټومه، بيابان، دښتې او غرونه
راپسې دي د هغو سترګو بازونه
لکه چې وړاندې مو وويل په شعر کې ځينې وخت قافيوي مجبوريتونه شاعر له ګرامري اصولو سرغړونې ته اړباسي، په پورتني بيت کې هم د غرونه کلمې له پاره د ورته قافيې په موخه د باز جمعه چې بازان راځي، بازونه راوړل شوې ده.
دلته د يوې بلې موضوع يادول هم اړين دي، هغه دا چې ځينې وخت دا ډول مجبوريتونه او اړتياوې شاعر د نورو ژبو کلمو کارولو ته هم اړباسي چې په پښتو لرغونې او معاصره شاعرۍ کې يې ګڼې بېلګې لرو. په دې بېلګو کې شاعرانو د دري- فارسي، عربي، اردو او يا کومې بلې ژبې کلمې کارولي وي. د رحمان بابا لاندې بيتونو ته تم کېږم:
چې کشور د افغانانو معطر کړي
د غزل مسري مې څانګې د خوبان کړې
چې هر حرف مې د نافې په څېر خوشبو شي
برکت مې په جزدان او قلمندان کړې
په پورتنيو بيتونو کې د کشور، معطر، خوبان، نافې، خوشبو، جزدان او قلمندان کلمې نا پښتو دي، خو ښکلې ښکاري، ځکه چې په شعر کې راوړل شو، په نثر کې نه دي. په ګنو نورو پښتو شعرونو کې هم د چشمان، لبان، رخسار، زندګي او نورې کلمې هم له کومې اړتيا پرته کارولې.
پوښتنه داده چې لامل يې څه دى؟ ښايي ځينې وخت قافيوي اړتياوې، ښکلا او مجبوريت(کله چې په خپله ژبه کې هسې د قافيې کلمې ونه لري.) شاعر اړ کړي، خو په ټوله کې د ژبې له اړخه دا ويلى شو چې پښتو ژبه په دې برخه کې پراخه سينه او جذب لري، نورې ژبې ځانته جذبوي، خو نه يواځې چې بدې نه ښکاري، بلکې ښکلا ورکوي، فرضا که په دري شعر کې د پښتو ژبې کلمې لکه مخ، شونډې، سترګې او… نورې کلمې راشي، نو د دري ژبې د ويونکو چلند به ورسره څنګه وي؟
په شاعرۍ کې ډېر ځله د ټاکندويانو او صفتونو ځايونه هم يو بل ته پاتې کېږي، ادات، سربلونه او ستربلونه هم يو د بل ځاى نيسي او لامل يې هم د شاعرۍ مجبوريتونه او کله هم د شاعر غير شعوري هڅه وي.
حمزه بابا د خپل غزل په يوه بيت کې داسې وايي:
د نرګسي سترګو دې وکړه تپوس
ولې ما داسې ټيټ کتل زده کړه
دلته بيا هم لومړى نيم بيتى د ګرامري جوړښت له مخې ( وکړه تپوس) د شعر د تخنيکي اړتيا له مخې راغلې، خو په عامه ژبه او يا ليکوالۍ کې بيا ددې برعکس( تپوس وکړه ) پر ګرامري جوړښت برابر راځي.
بله دا چې ښايي دلته د ځايي لهجې له مخې په لومړي نيم بيتي کې د( له) سربل پر ځاى د ( د) سربل راغلى وي، ځکه چې د ګرامري اصل له مخې بايد ( له) راوړل شي.
د پښتو ژبې ټول ژبپوهان په دې سره هم نظره دي چې د پښتو جملې جوړولو فورمول “فاعل + مفعول + فعل” دی، کله کله بيا استثنايي حالتونه هم لري چې فعل يا فاعل تر مفعول مخکې راشي او تر ډېره تاريخي رېښه لري، خو په شاعرۍ کې بيا شاعران سل په سلو کې اړينه نه بولي چې دغه فورمول عملي کړي.
کره کتونکي په دې اند دي چې که شاعران دغه او نورو ګرامي جوړښتونو ته په شعر کې پام وکړي، نو د شعر منځپانګې ته زيان رسوي، د شاعر د فکر و تخيل مرغه له ازاد الوت لوېږي او کله کله د ګرامري جوړښتونو په دام کې بندېږي.
همدا لامل دى چې هم په اوسنۍ او هم په پخوانۍ پښتو شاعرۍ کې داسې ګڼې بېلګې لرو چې د شاعر خيال له نحوي خپلواکۍ په ګټه اخيستلو سره ښې غځونې کړې او داسې شعري بېلګې يې پنځولې چې له نحوي سرغړونو سربېره هم ښکلا لري.
پرېږده د خپل ځان ازار وهلى دى
وران يې که کابل کړخپله هم وران شو
د بيت دويم نيم بيتى کې د نحوي سم جوړښت له مخې د کابل ورانېدو خبره داسې راځي( که کابل يې وران کړ)، خو دلته شاعر د شعري مجبوريت او نحوي خپلواکۍ نه په استفادې د نحوي جوړښت مخالف کار کړى ياني ( وران يې که کابل کړ) يې راوړى دى.
خو دا بايد ياد ولرو چې شاعر بايد له دغه خپلواکۍ د ګټو اخيستلو ترڅنګ يو مخ هم ځان له ګرامري قواعدو ازاد ونه بولي، بلکې تر خپله وسه هڅه وکړي چې ګرامري قواعد په لوى لاس او له اړتيا پرته مات نه کړي او په رعايتونو سره يې د شعر خوند او ښکلا لا زياته کړي.
د شعر ذاتي ښکلا او هم ګرامري جوړښتونو ته پام کول او رعايت يې، د ښو او برياليو شاعرانو کار دى، ځکه چې دوى دوه مهارتونه لري، يو دا چې شعري ښکلا او هنر ته ژمن پاتې کېږي او بل دا چې د سمو ګرامري جوړښتونو په رعايت سره ژبې ته خدمت کوي.
د نوې ژبپوهنې په رڼاکې يوازې او يوازې زما پښتو پښويه ده چ له ۴۵ کلو راهيسې په هر هغه پوهنتون کې چې زما د شاگرد پښه وررسېدلې تدريسېږي، ادس يې پر څلورم چاپ د پسرغښتي نوې تيورۍ پر ورزيتولو کار کوم روسي پښتو پوهاند گرينبرگ، فرانسي استاد شارل گيفر او راروسته ستفون او اکسفورډ کېمبرج او لندن پوهنتون اېلفنباين، اختر کوهستاني او ما پخپله تدرس کړی او په المان کې زما د برلين پوهنتون پوهاند ډاکتري تېزس بشپړ کړ
ژهاک او نورو ډېر لويځواسره غيابي تېزسونه ورسموم روستی انگرېز شاگرد (وايد تومي)راسره