سرخط ورځپاڼه

کله چې وړم کال د قطاع طریقۍ په تور د اعدام شوي حبیب استالفي په جنازه کې زرګونه خلک راټول شول او په قبر یې د قهرمان اعزازي لقب ور وتوږه، د شمالي ډنډ د یو تعداد مخورو په اړه یې یو متفاوت تصویر د خلکو په ذهنونو کې انځور کړ.
دا خلک څه غواړي؟ دا خلک قانون او دولت ته په کومه سترګه ګوري؟ دا خلک ولې د دولت فیصلې د شمالي ډنډ پر ضد د جنګ اعلان ګڼي؟

له تېرو دوو کالو راهیسې د حبیب الله کلکاني د ارادت‌مندانو په نامه یوه ډله په کابل او شمالي کې سیاسي فعالیت کوي او له بیانونو او دریځونو یې داسې اېسي چې د تېر تاریخ د پاڼو دا کرکټر له غدارۍ څخه د قهرمانۍ درجې ته انتقال کړي او بیا همدا قهرمان د شمالي ډنډ د سیاسي اجتماعي هویت یو سوچه سمبول شي.

دا بدبختۍ له یو غلط معمول څخه سرچینه اخلي او غلط معمول د قهرمان سازۍ چټکه، بې‌اصولو، او خپل‌سرې یا یاغي سلسله ده چې هرې جنایت کارې او زورواکې ډلې د خپلو ارمانونو او مقاصدو له‌پاره په تېرو ۱۵ کلونو کې ورڅخه استفاده وکړه.

که د قدرت، اجتماعي خدماتو، سهولتونو او امتیازاتو د متوازن وېش کلتور پیاوړی شوی وای، نن به خلکو ځانونه په بدماشانو پسې نه ګنډل او هر سړي به هڅه کوله چې ځان د لوی افغاني کور غړی وګڼي، قانون ته غاړه ماته کړي، تهذیبي حرکت وکړي، له وړو قومي، سمتي، مذهبي او ژبه‌نیو جزیرو راووځي او له ملي هویت سره په اجتماع کې د نفوذ او حرکت مسیر وټاکي.
د شمالي ډنډ یو تعداد خلک په دوو سنګرونو کې جنګېږي؛
اول حکومت ته د یو ملي حکومت په سترګه نه ګوري، دا ځکه چې دوی په‌کې خپل تصویر نه ګوري.

دویم له دریو لسیزو راهیسې د شمالي ډنډ حق او دولتي سهمیه د پنجشېر او نظار شورا له خوا غصب ده. پنجشېري قومندان او د نظار شورا مخکښان شمالي ډنډ ته د خپل نفوذ د سیمې په سترګه ګوري، خو په شمالي ډنډ کې بیا یو تعداد خلک چې نه نظار شورایان دي او نه جمیعتیان، د پنجشېري حاکمیت پر وړاندې سر نه ټیټوي.

د ولسمشر کرزي په وخت کې د ضرار احمد مقبل د کورنۍ په څېر یو تعداد اشخاص په شمال کې کرزي د خپل دولتي نفوذ د حاکمیت له‌پاره په دولت کې په لوړو څوکیو وزغمل، که څه هم د دوی وړتیا د شپنو په اندازه هم نه وه، خو حکومت د کابل په شمالي اړخ کې پرتو ولایتونو کې د قدرت بېلانس ساته.
د حبیب الله کلکاني په نامه د یوې لویې لېسې جوړېدل او نومول هم د کرزي د وخت تحفه وه چې د مقبل‌خېلو له طریقه له کرزي ترلاسه شوه.

وروستیو انتخاباتو شمالي ډنډ بیا له حکومتي حاکمیته محروم کړ، خو د دې ترڅنګ یو تعداد راډیکال او متعصب ځوانان چې د جمیعت اصلاح په څېر نیمچه مذهبي جریانونو په‌کې تخم شیندلی، د اماني افکارو او اصلاحاتو د بهیر فکري مخالفت په یو بل ډول کوي.

دوی ځکه د حبیب الله کلکاني اتل سازي کوي چې اماني بهیر له سوالونو سره مخ کړي او په دې توګه د استقلال حقیقت په داستان بدل کړي.
که ستاسې یاد وي، د جمیعت اصلاح هغه ملا په شمالي ډنډ کې په لویو غونډو کې وستایل شو چې غازي امان الله خان ته یې سپکاوی کړی و.
اوس د یو منظم پلان له مخې د کلکاني ارادت‌مندان هڅه کوي، په یو غشي څو ښکاره وکړي؛
د کلکاني تدفین په عادي توګه او د عوامو له خوا هیڅ خبره نه‌ده، خو د دولتي کمېسیون د جوړولو غوښتنه او بیا د تدفین د مراسمو فرمان غوښتل، حکومت له خلکو سره د مواجه کولو په غرض دي.

له یوې خوا دوی غواړي د امان الله خان د استقلال کلنی جشني تجلیل بې‌اهمیته کړي، له بلې خوا خلک پر حکومت بې‌باوره کړي، ارزښتونه ډانډس شي، د احمدشا مسعود د قهرمانۍ تابو په غیرمستقیم ډول مات کړي، یانې دا چې دوی ته د پنجشېر یو متوفي قومندان د دوی اتل نه دی. دا له پنجشېري قومنداني نفوذ څخه د شمالي ډنډ یو ډول بغاوت هم دی.

خو ایا دا ټولې هڅې همدومره سطحي تاثیرات لرلای شي؟
البته چې نه؛ د کلکانی نمانځل د امان الله خان د کارنامو او مبارزې بطلان دی.
د هویت او ارزښتونو په برخه کې بې‌باکي رامنځ‌ته کېږي او هغسې چې افغان هویت د ځینو افرادو له خوا رد شو، داسې به د اصلي تاریخ ملي قهرمانان هم په غیراتفاقي هغو بدل شي او هر قوم او ډله به ځان ته نوی قهرمان وتراشي او د خپلو ناړامیو په زور به یې حتا نصابونو ته داخل کړي.

درېیم دا چې دولت به مجبوره کړي چې د خلکو د خوشالولو او د مزاحمت د کمرنګه کولو له‌پاره د سرو کرښو او ملي ارزښتونو په اړه کرار کرار معاملو او سازشونو ته غاړه ماته کړي او دا خبرې یا غیرسنجیده دولتي افعال ملت د قومونو په بڼه سره مواجه کولای هم شي.

One thought on “شمالي ډنډ د قهرمان په لټه؛ د حبیب الله کلکاني د ورستو هډونو ژوندۍ ماجرا”
  1. له هرڅه پرته د هغوی د عصر غداران نن آتلان دي او لرې نده چې په دولت دا ومني چې کلکاني پیدا او په ښه ډول او سرنی یې خاورو ته وسپاري

ځواب ورکول بریالی نایاب ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *