داکتر صاحب محترم سلامونه او احترامات می قبول کره هیله ده چه روغ او جور وی.
زه ستاسو د خدمتونه د روغتیا بخش کی دیره دیره مننه کوم واقعا تا سو ددیرو ورونو مشکلات د تاند له لاری څیرلی او ورته مو مثبت جوابونه وراندی کری.
په هر صورت داکتر صاحب محترم 22 کاله عمر لرم دوه کاله کیژی چه واده می کری په همدی موده کی می هیڅ اولاد او نه شو مجبور شوم زه او میرمن می یو روغتون ته د تداوی په موخه لارشو میرمن می دمعاینی نه وروسته د داکتر مثبت ځواب تر لاسه کر او ورته یی وویل چه تا کی کوم مشکل نشته نو ستا خاوند کی شاید مشکل وی. بیا می خپل معاینات په دوو لابراتوارو کی تر سره کر او چه کله می معاینات داکتر ته راور داکتر راته منفی جواب راکر یعنی راته یی وویل ستا په منیو کی هیڅ د اولاد ماده نشته نو ستا اولاد نه کیژی او ته هیڅ دول تداوی نور مه کوه نو زه دیر ناهیلی بیرته کور ته راستون شوم داخبره می د یو ملګری خلیل الرحمن سره شریکه کره هغه را ته ستا نه دمشوری غوښتلو دباره مشوره راکره. په هر صورت داکتر صاحب محترم آیا زه همداسی ناهیلی اوسم اوکه د تداوی د پاره نورو داکترصاحبانو ته ولارشم آیا کومه بله لار د تداوی د پاره هم شته.
هیله ده چه یو مثبت او خوشحالونکی مشوره او جواب را ته راکری.

البته په لابراتواری معایناتو کی لاندی شیان لیکل شوی وه.
Semen Analysis
(Physical)
1. Volume……..05
2. Colour…….. Grey
3. Consistancy…….. Thin
(Chemical)
1. Total Sperm count……..00
2. Motile ……..00
3. Slugish……..00
4. Dead………00
5. Normal Form……..00
6. Abnormal Form…….00
7. Leucocytes…….04
8. Other……… Azoo Spermia

او په لابراتوار کی لاندی نتیجه لیکلی وه:
1. Alb = Trace
2. Gul = Nil
3. Mic = Exa = W.B.C = 1 – 2
4. R.B.C = 1 – 1
5. Cast = Nil
6. Bacteria= ( – )
7. Ca – Ox = Nil
8. Ketone = (-)

مننه هیله ده چه تر څو هر څه زر او مثبت جواب راته راکری

ځواب . دغه قدرمن ورور مخکې دغه پوښتنه کړې وه دا چې به ځڼډ ځواب ورکوم هیله ده ما به وبخشي خو هیله کوم اوس هم دی او هم نور ملګري ترې استفاده وکړاي شي.

قدرمنه وروره ستاسو تشخیص تقریباً څرګند دی  او هغه هم  Azoospermia  دی البته دغه خبره باید هیره نه کړو چې  ددې ناروغۍ  دتشخیص لپاره باید دقیق معانیات وشي هیله کوم تاسو پوره ډاډ ترلاسه کړی وي چې دغه ستونزه لرئ په اکثره هیوادونو کې دمني معاینه دوه ځلې تر سره کیږي او د دواړو معایناتو ترمنځ واټن باید  څلور اونۍ وي او باید هغه روده وکارول شي چې  د روغتیا نړیوالې ادارې WHO ېې سپارښتنه کړې ده

 رابه شو دې ته چې ازو سپرمیا څه شی دی ؟ دا په طبابت کې هغه حالت ته ویل کیږي چې د نارینه  په مني کې سپرم هیڅ موجود نه وي لکه چې ددغه ورور په معایناتو کې  چې لیدل کیږي په دغو کسانو کې مني  اوبه  له نارمل کسانو سره هیڅ توپير نه لري ځکه چې د مني یوازې یو په سلو کې سپرمونه دي  نو کله چې هیڅ سپرم موجود نه وی دمني په کمیت او څرنګوالي هیڅ تاثییر نه لري  دغه کسان نارمل جنسي تمایل لري او یوازینۍ ستونزه ېې دا وي چې  دمیرمنې هګۍ نه شي القاح کولاي یعنې شنډ بلل کیږي.

 دازو سپرمي لپاره څو ډوله ویش شوی دی  دمثال په توګه په یو ویش کې درې ډوله بلل شوی دی :

Pretesticular azoospermia  د testicular   یا د نارینه له هګۍ  یا بیضې نه مخکې

Testicular azoospermia د هګۍ  یا بیضې ازو سپرمي

Posttesticular azoospermia له هګۍ وروسته ازو سپرمي

لومړی او دریم ډول ممکنه ده معالجه شي خو دویم ډول ېې دایمي وي او معالجه ېې ناممکنه ده.

 په یو بل ویش کې دوه عمده علتونه ورته بیان شوي دي  یو دا چې هغه لارې ممکنه ده بندې وي چې سپرم انتقالوي  چې انسداري ازو سپرمي ورته ویل کیږي او یا دا چې خپلې بیضې  سپرم نه شي تولیدولي هغه کسان چې انسدادي ازو سپرمي لري یعني په  لومړی او دریم ډول  ممکنه ده دغه ستونزه په جراحي عملیاتو سره اواره شی په دې هکله که ډیرې وشي ممکنه ده تخصصي بڼه پيدا کړي او تاسو پرې پوه نه شئ خو هدف دا دی که د مني دانتقال لاره بنده وي په خاصو او یو ډول ظریف اپریشن یا عملیات سره ممکنه ده علاج وشي بل ډول علاج دا دی چې سپرم له بیضې اخیستل کیږي  او په یو لابراتوارۍ کې دمیرمنې له هګۍ سره القاح کیږي دغه عملیې ته Percutaneous Epididymal Sperm Aspiration وايي.

 خو غیر انسدادي ډول ممکنه ده معالجه نه شي ممکنه ده ځکه وایو چې نن سبا په دې برخه کې پرمختګ شوی دی  دمثال په توګه ویل کیږي هغه بیضې چې تر یو حده د سپرم  دتولید توان لري  په  یو ډول درملو سره تجریک کیږي  البته له خاصو معیناتو ورسته ډآکټران دغه پریکړه کولاي شي چې بیضې تحریک  کیداي شي که نه ؟

په ځینو هیوادونو کې هغه میړه او ښځه چې دغه ستونزه لري القاح شوې هګۍ ترلاسه کوي اویا د بل چا په سپرم د میرمنې هګۍ القاح کیږي خو زه نه پوهیږم چې په اسلام شرعې کې حکم څه شی دی خو زموږ په ټولنه کې دغسې یو کار  دمنلو نه دی  ځکه چې زموږ له کلتور او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې وي

خو په دې وروستیو کې په انسدادي ډول ازو سپرمي کې سپرم په خپله دسړي له بیضې اخیستل شوي او په دیرو مواردو کې ېې نتیجه ورکړې او  ستونزه حل شوې دې.

 دغه مطلب په مخکنۍ لړۍ هم په یو بل دول لیکل شوی دی ممکنه ده ددغه  مطلب لوستل هم له تاسو سره مرسته وکړي.

له بده مرغه په افغانستان کې کله چې یو جوړه اولاد نه شي پيدا کولاي نو لومړی تور په میرمنې پورې شي چې شنډه ده او اولاد نه شي پيدا کولاي او ډیر ځله نارینه دې ته زړه نه ښه کوي چې معاینات وکړي خو دغه خبره باید وکړو چې  دسپرم معاینه مهمه معاینه شمیرل کیږي  او دې معاینې ته دسپرم انالیز وايي د سپرم دانالیز په وسیله د هغو شمیره ، دحرکت څرنګوالی ، دنارینه د جنسي حجرو بڼه  او نور هغه عوامل معاینه کیداي شي  چې د میرمنې دهګۍ په القاح کولو کې  اغیز لري .

 دغه خبره باید هیره نه شي چې کله ناکله د ډاډمنې نتیجې لپاره ممکنه ده ډاکټر اړتیا ولري چې څوځله دغه ازمیښت ترسره کړي  او دغه راز پر دې سربیره نو ر تخصص معاینات هم شته چې  د نارینه  د  جنسي توان اندازه معلومولی شي .

تر دې وړاندې چې نورې خبرې وکړو غوره به دا وي چې  دسپرم طبیعي او نارمله اندازه معلومه کړو چې پوه شو که کمه شي څه ستونزې پيدا کولاي شي .

 دروغتیا نړیوالې ادارې په دې اړه یو جدول وړاندې کړی چې ښيي  دسپرم طبیعي ګراف څومره دی  او دمني داوبو طبیعي کیفیت باید څومره وي  په دغه جدول کې  دسپرم  حرکت ترنورو مسلو ډیر د هګۍ دالقاح کولو اهمیت لري  او ډیر اهمیت لري :

Ejaculation volume: 1.5-5.5 ml
Sperm Concentration: 20million sperm/ml
Motility > 50%
Forward progression: 2 on scale
Morphology: > 30% WHO normal forms
No agglutination, no increased viscosity

دغه اندازه یو طبیعي اندازه ده که ستاسو  دسپرم په معایناتو کې دغو شمیرو ته ورته شمیرې موجودې وي نو معني ېې دا ده چې طبیعي ده البته ډیر کم توپير مهم نه دی .

تازه مني اوبه لکه لخته شوې وینه داسې غلظت لري  جې له انزاله پنځه یا دیرش دقیقې وروسته  په ابو یا مایع بدلیږي  اوله هغه وروسته ېې وزیکوسیتې یا غلظت اندازه کیږي  د مني اوبو اندازه باید  لږ تر لږه  یو نیم سي سي وي  که دې کم وي د میرمنې دمهبل د تیزابي چاپریال په وړاندې مقاومت نه شي کولای ډیر عواملی شته چې  ددې سبب کیږي چې دمني اندازه کمه وي دمثال په توګه  رتروګراډ انزال یعنې بیرته د شالورته انزال ، د مني په لږدونکو نلکو کې بندش ، یا هورموني عوامل ممکنه ده دغه مایع له طبیعي اندزې کمه کړي .

 لکه چې مخکې  مو وویل  دسپرم حرکت  د حاملګي لپاره مهم معیار  دی ا و سپرم حرکت له اخیستو یو  درې ساعته وروسته اندازه کیږي  البته کله چۍ سپرم حرکت نه لري بیا دا خبره پکې مهمه وي  چې سپرمونه مړه دي که ژوندي دا خبره هم اهمیت لری  دحرکت اندازه باید دوه وي که څلور وي ډیر ښه حرکت لر ي او که دغه شمیره صفر وي معني ېې دا ده چۍ سپرم هیڅ حرکت نه لري  کله چې غلظت کم وي باید  دسپرم په اندازه کې ټسټرون او د ایف ایس هاش په نامه هورمون هم اندازه شي .

 په مني کې دوینې سپین کریوات موجود وي  خو که ېې اندزه له یو میلیون په یو میلي لیټر کې زیاته وی ممکنه ده په شنډیدا کې  مهم  رول ولري او ډیرو  څیړنو ته اړتیا لري .

په سپرم کې  دفرکتوز په نامه یو ډول خواږه هم شته چې  د دسمینل وزیکول په نامه له یوې برخې تولیدیږي او کله چې مني کمه وي  او یا دا چې سپرم نه وي  ( ازو سپرمیا) باید دغه فرکتوز او  معاینه شي  دغه راز ورسره باید ادارار معاینه شي چې ایا سپرم پکې شته که نه  هغه کسان چې رترګراډ مني اوبه لري په هغو کې دغه معاینه مهمه ده .

ډیر ځله د تناسلي برخې دعفونت له امله ممکنه ده د مني اوبو د کلچر یا کرلو سپارښتنه وشي په تیره بیا که پروستات  عفوني یا  نورې برخې  کلچر حتمي دی .

ددې لپاره چې په د غه بحث ښه پوشو غوره ده دغه جدول مطالعه کړي چې پوه شي کومه مسله د سپرم په معاینه او طبیعي فورم کې اهمیت لري

% Motility 

% Morphology 

 Concentration

FSC

MSC

SMI

نتیجه

له  ۵۰زیات

له ۳۰ زیات

له  ۶۰ زیات

له  ۱۳زیات

له  ۲۶ زیات

له ۱۶۰ زیات

ښه

۵۰ – ۳۰

۳۰ – ۲۰

۶۰ – ۲۰

۱۳ – ۳

۲۶ – ۱۰

۱۶۰ – ۸۰

نارمل

۳۰ – صفر

۲۰ – صفر

۲۰ – صفر

۳ – صفر

۱۰ – صفر

له ۸۰ لږ

کمزوری

توضیحات ددې لپاره اړین دي چې د غه برخه لږ تخصصي ده ښایي په دې ډول پرې پوه شئ :

 Concentration   دژندیو سپرمونو اندازه  دملي لیټر په حساب

 Motility  : د محترکو  سپرمونو  فیصدي ،

% Morphology    په نارملې مورفولوجۍ سره  دسپرمونو فیصدي

Motile Sperm Concentration = MSC  :  دهغو سپرمونو  غلظت چې د دریم او څلورم ګریډ په اندازه مختلونکی حرکت لري

Sperm Motility Index = SMI   دسپرم د اکروزومي فضا د اندازې ، موفولوجۍ ، حرکت او  شمیر په اساس د نمونو دکیفیټ انډکس .

Total Sperm in Sample په ټول سمپل کې د ژوندیو سپرمونو اندازه

Total Functional Sperm in Sample   په ټول سمپل کې  د دریم او څلورم ګریډ دمختلونکو سپرمونو اندازه چې متحرک دي او نارمل مورفولوجي لري

Total Motile Sperm  :

 په ټول سمپل کې  دمتحرکو سپرمونو اندازه .

د سپرم اخیستو لپاره تر ټولو ښه وخت له وروستي انزاله دوه اویا ساعته وروسته دی  دغه خبره ثابته شوې ده چې  هره ورځ چې  له وروستي انزاله تیره شي  دمني  مایع په نسبي توګه ۴/۰ سی سي  او  سپرمونه ۱۰  میلیونه زیاتیږي دغه خبره هم باید هیره نه شي چې نمونه باید له اوو و رځو وروسته هم وانه خیستل شي  ځکه چې  په دې وخت کې که څه هم  دسپرم اندازه زیاتیږي خو   دسپرم حرکت کمیږي .

دلته دغه خبره هم د یادولو ده چې که میړه او میرمن غواړي ماشوم ولري  دمقاربت تر ټولو ښه وخت په هرو ۳۶ ساعتونو کې یو ځل مقاربت دی  نه  دوه اویا ساعته که له دې کم او یا زیات شي  ګټه نه لري  .

 دغه خبره هم باید وکړو چې  د سپرم دتولید لپاره مناسبه تودوخه۳۱ او ۳۶ درجې دی ځکه خو بیضې  دبدنه له اوو دیرش درجې  بهر موقیعت لري کله چې بیضې په داسې موقیعت کې وي چې  تودوخه ېې زیاته یا کمه وي ممکنه ده دسپرم تولید له خڼد سره مخامخ شي  مثلا په اوږدو اوګرمو حمامو کې پاتید کیدل ، تنګ کالي ، او ډیر کیناستل لکه ډریوري ممکنه ده سپرمونه کم کړي .

 دغه خبره هم باید هیره نه کړو چې  الرجي او حساسیت هم دسپرم تولید له خنډونو سره مخامخوي  د غه راز ځینې درمل لکه سپیرنولاکتون ، سمیټډین ، اریترو مایسین  او نور درمل دغه راز الکول او نشه اي مواد ، دنارینه وو په شنډیدا کې اغیزمن رول لري  حتي سیګریټ هم پکې اغیز لري دهوا ککړتیا  هم ددې سبب کیږي چې سپرمونه لږ تولید شي .

یوه بله خبره چې مهمه ده دا ده چې  په یو کس کې د مني اوبو کیفیت  بدلیږي ځینې کسان فکر کوي چې که ډیر وخت مقاربت ونه شي منی به زیاته او اغیزمنه شي خو دا خبره سمه نه ده مخکې مو دوختونو یادونه وکړه .

 نو دسپرم معاینه ډیره مهمه ده او باید دغه معاینه ترسره شي یوازې میرمن په شنډیدا کې ملامته نه شي  په یوې څیړنې کې  ښودل شوي دي  چې په امریکا کې څوارلس  په سلو کې میړه او ښځې  شنډ دي  او دغسې ستونزې لري  چې نیمايي پکې  دمعالجې په فکر کې وي  او پنځه اتیا په سلو کې  له معالجې وروسته  امیندواره کیږي .

26 thoughts on “په نارینه وو کې د سپرم ستونزه/ د ډاکټر سباوون ځواب”
  1. زه خپلی نیکی هیلی اوسلامونه دتاند ویب پانی او داکتر صاحب سباوون ته وراندی کوم خدای تعالی دی وکری چی روغ او جور اوسیژی.
    بعدله سلامه
    زه تقریباً دا دری کاله کیژی چی د ولیو په مینز کی درد لرم دیری درمل می واخیستل خو هیس فایده یی راته ونکری او چی هر داکتر ته به چی ورغلم هغه به دمعدی درمل راکول خو هیس فایده یی راته ونکره دفایدی چه زای یی راته تاون وکر اوبدن می بیخی ورسره کمزوری شو او اوس می یوطرف سرهم درد کوی نه پوهیژم چی دا دسه شی وجه ده او اوس می تشویش هم ورسره زیات شوی ده او چپ طرف می ورسره درد کوی او ملا می هم ورسره درد کوی دملا درد یوه ورز می په کور کی لرگی ماتول او لرگی می چی ماتول او پشه می خوی شوه او دملا په چپ طرف کی می درد پیدا شو اوهغه نه می وروسته د ملا پلستر پری کیشود او شه شو خو اوس بیا درد کوی اویوبغل یعنی چپ طرف می له اوژی شروع تر ملا پوری درد کوی نه پوهیژم چی دادملا وجه ده که بل سه مرض ده بیخی زیات تشویش کی کری یم او ورز په ورز می رنگ خربیژی ستاسی د مشوری په تمه یم.
    خدای تعالی دی وکری چی زما دغه ستونزی ته ژرترژره مشوره راکری دا می دوهم زل ده چی داستونزه درلیژم خدای دی وکری چی دا زل جواب ورته ورکری
    اوکوم املا کی چی خلطی ده هغه نه بشنه غوارم زکه چی دلته پشتو فونت په کمپیوتر که نشته ده.
    په احترام

  2. محترم ړاکتر صاحب سباوون سلامونه مي ومنه :ړاکتر صاحب محترم زه یو روحي او رواني تکليف لرم هغه دا چي زه يو داسي کورني کي زيږيدلي يم چي هلته هميشه تاتريخوالي موجود او مونږته حتی دخبرو کولو اجازه هم نه وه چي همدي ناوړه حالت زما جراءت له منځه وړي او دچا په مخکي خبري نشم کولاي او تر تاثير لاندي راځم .چي دزړه افسردگي هم راته پيدا شوي او هميشه منفي فکرکوم چي حتی بعضي وخت تر ژوند مرګ غوره ګڼم په داسي حال کي چي له اول څخه تر دا اوس دولسم ټولگي پوري اول نمره هم يم او زما بي جراءتي ماته اجازه نه راکوي چي دخپلي خوښي پوهنځي انتخاب کړم او پخپل ځان بي اعتماده يم په داسي حال کي چي زه له طب سره ړيره علاقه لرم .محترم ړاکتر صاحب که له دي مريضي نه راته دنجات لاره وښي او مشوره راکړي دمرګ تر اخري ورځي پوري به مو منندوي يم .ستاسي دمرستي او مهرباني په هيله

  3. محترم ډاکټر صاحب سباون! سلامونه می ومنه په دی هیله چی حوشحاله شیبی به ولری
    ډاکټر صاحب یو څوک دی چی تقریبا دوه کاله کیژی واده یی کړی ده .او په دی موده کی تر اوسه د هغی خاوند په دی نه دي پوی شوی ده چی زما میرمن خلاصه شوه او کنه ، او نه خفله ښځه په دی پوی شوی ده چی زه خلاصه یا سړه شوم اوکنه ، ډیره مهربانی به مو وی که د ښځی د خلاصیدو په اړوند مکمل معلومات راکړی :ارمان؛

  4. ډاکټر صیب سباوون ته سلام!
    ډاکټر صیب غواړم ستا شخصی ایمیل ته د یوې ځانګړې ناروغی د درملنې په اړه معلومات درته ولیګم . ډیره مهربانی به مو وي که خپل شخصی ایمیل راته ولیږې

  5. muhtaram Dr sahib salamona au naike hele me manana. Dr sahib staso da de kar dera stayana kawo ALLAH mu khoshal au baryale lara.

    Dr Sahib muhtaram yao pushtana laram hagha da che: Da kor wadane sara me da Sx duration der kam ve hata che khpal pines warta nezde kram sperm release she der preshana yem. De waja ne me khpal kor wadane sara da melawedo zra na kege der khafa yem.
    Dera mehrabane ba mu ve ka mu zar tar zar jawab rakro tarso de stonzi na nejat womomam.

    Bia ham manana kawom

  6. سلامونه نیکی هیلی احترامات می قبول کړی هیله ده چه روغ جوړبه یاست اوزه یوه پوښتنه لرم هیله ده چه نیکه مشوره به راکړی ډاکترصاحب زمایوه وړروکی خورده چه تقریبآ په 8 کلنی کی په لاره کی غورځیدلی وه اوشی لاس یی په ډبره باندی لګیدلی وو بیاموچه کله دهډوکی تړونی ته یووړه هغه وویل چه هډ‌وکی یی مات دی اولاس یی وروتاړه خولاس به یی سخت دردکاوه وروسته یی دلاس ګوتی وپړسیدلی اودالاس یی داسی شولکه په اورسوځلی بیامی ډاکترته یووړه هغه ایکسیری ویستلی اودوایی هم راکړه لاس یی بیاپلسترکړ خودردونه یی وروپه وروزیاتیدل بیامی هغه داکترته مراجعه وکړه هغه راته په کابل کی یودهډوکی ډاکتروشود اوراته یی وویل چه هلته یی یوسه کله چه هلته لاړم هغه داکترراته وویل چه لاس یی اول کلک تړل شوی ده اودلاس پله (tendon)یی ترهډوکی لاندی شوی دی بیایی ورته عملیات وکړل وروسته دهغی نه دلاس ګوتویی کارپریښود هیڅ یی دلاس ګوتی نه خوځیدلی بیامی هغه داکترته مراجعه وکړه هغه راته بل داکتروشودکله چه می هغه ته مراجعه وکړه هغه راته وویل چه عملیات یی کوم کله چه یی عملیات وکړل نوراته یی وویل چه پله (tendon)یی کټ شوی ده ددی علاج ناممکنه ده خواوس په لاس باندی هم پوهیژی چه کله خوږ شی یازورپری وکړی اوګوتی یی هم کم کم حرکت کوی اوس داکترصاحب ددی لاره راته وشایه ستاسودشه نظرپه هیله

  7. وړاندی تر دی چی د ډاکټر صاحب همت سوال ته ، ډاکټر صاحب سباون څواب ورکړی زه به په دی منځ کی یوه وړه مداخله وکړم، هیله ده چی ډاکټر صاحب سباون پر ما په قهر نه شی.
    ډاکټر صاحب هیمت ته زما وړاندیز دا دی چی اوس هم لا سر وخت دی د ناروغ د ګوتو اعصاب لا کار کوی. که پښاور ته یی کوم
    د جراحی متخصص ته یوسی انشالله چی ناروغ به جوړ شی.

  8. ګرانه شاکر کابل ته څوځله لاړم خوهغوبه راته ویل چه دافقط دومره مونژ کولی شوچه لاس یی سیده کړوخوکاربه پری نه شی کولی بس هغوی می زړه بیخی صبرکړاوس غواړم چه داکترصاحب راته یوداسی ځای وشایی چه هلته لاړشم اوتداوی یی وشی اوکه تاسوراته دیوداسی داکترپته راکړی چه یوخه متخصص وی اوهلته لاړشم مهربانی

  9. سلاموونه او نيكي هيلي ومني
    داكتر صاحب:- ماته د دير وخته د موت وهلو عادت را پيش شوي دي نو أوس يي نشم پرشولي او زما عمر ١٧ كاله دي هيله ده چي مثبت جواب راكي

    1. سلام وروره ستا د فیسبوک نوم یا شمیره راکه زه یی حل لار درته ښایم او یا زما جیمل ته میسج وکه

  10. سلامونه اونيكي هيله واړندي كوم پدي هيله چي روغ صحت به ولري محترم داكترصاحب دستاسو خدمت مويږه ته دقدر وړدي داكتر صاحب محترم يو سوال لرمه هيله چي راته يي ځواب كړي داكتر صاحب زما يو وروردي چي تقريبا سن25كاله دي دوه كاله دمخه يي ديو ځل لپاره پښي دژمي په يخني كي يخي شوي اوس محال چي كله هوا سړه شي دپښو كونډي يخيږي او بعضي محال چي گرمي او يخي شي كله كله درد كوي پدي اړه كه معلومات راكړي نو خوشحال به شو
    په درنښت
    سيهلا

  11. سلام اونیکی هیلی وړاندی کوم ښاغلی ډاکتر سباون صاحب ته
    په کورکی یوماشوم لرم چی په ژبه سمه نشی غږیدل ډاکترانو ته می وښودله هغو دطاقت دارو ورکړه او ویل چی دا په کراره خلاصیږی هله ده که کوم درمل درته معلوم وی ماته یی وه ښیه
    په احترام
    مننه کوم‌

  12. سلامونه او احترامونه وړندی کوم
    ډاکټرصاحب ډیره مننه ډاکټر صاحب یوه پوښتنه لرم چی یو کال کی واده می کړی دی او د مقاربت څخه مخکی انزال کیږی ډاکټر صاحب ښی کولی راته ولیکه او نوم یي په انګیش وی صرف کولی
    ډیره مننه

  13. سلامونه محترم داکتر صاحب سباوون ته
    تقریبا دوه کاله می د واده کیژی ولی د ازو سبرمیا له کبله می اولاد نشته خو لګیایم علاج کوم انشاالله خدای به خیر کری ولی بوشته می داده سی میرمن می دمیاشتینی مریضی نه دوه ورزی وروسته دسینی نه شیدی رازی چی دا مسله راته نااشنا معلومه شوه ایا داسی هم امکان لری که راته د طب به رنا کی معلومات راکری نو مهربانی به مو وی.؟؟؟

  14. سلام خدمت شما داکتر صاحب به امید اینکه دارای صحت کامل باشید…. !
    میخواستم بدانم که دیدن فیلم های غیراخلاقی(سکس) برای اشخاصیکه مجرد هستند ویا نامزاد هستند چی نواقص را در پی دارد؟
    هم چنان میخواستم بدانم که زمانیکه شخص عروسی میکند در شب اول عروسی ضرور است ،که با خانم خود همبستر شود؟

  15. !…سلام خدمت شما داکتر صاحب به امید اینکه دارای صحت کامل باشید
    میخواستم بدانم که دیدن فیلم های غیراخلاقی(سکس) برای اشخاصیکه مجرد هستند ویا نامزاد هستند چی نواقص را در پی دارد؟
    هم چنان میخواستم بدانم که زمانیکه شخص عروسی میکند در شب اول عروسی ضرور است ،که با خانم خود همبستر شود؟

  16. سلامونه او نیکی هیلی ډاکټر صاحب
    زه شریف خان په ډیر احترام سره يوه پوښتنه کوم هغه داده چی زماعمر ۲۵ کاله دی او قد می ۱۸۲ سانتی متر دی او وزن می ۵۷ کیلو دی زه څنګه کولای شم چی وزن اضافه کړم او همدارنګه په معده کی هم مشکل نه لرم .

    هیله لرم چی ځواب راکړی

    په درنښت

  17. داکتر صاحب دماپوښتنه دا و چی ۷ میاشتی کیږی واده می کړی
    دښځی می هیڅ اولاد نه کیږی آیا تداویی وکو کنه او دمیاشتی مریض’ یی په منظم ډول ده

  18. سلامونه محترم داکتر صاحب
    زما شپږ میاشتې کیږي چې واده مې کړی خو تر اوسه مو د اولاد هېڅ درک نشته بیا زما مېرمن داکترې ته تللې وه معاینات یې کړي وو هغه ورته ویلي چې کومه ستونزه نشته ورته ویلي وو چې شاید ستا خاوند ستونزه ولري ماته یې هم معاینات نوشته کړي وو کله مې چې معاینات ترسره کړل نو هغه کې هم کومه ستونزه نشته وه زه په همدې جریان کې یو داکتر ته ورغلم هغه راته وویل تریوکال پورې هیڅ داکتر باید معاینات درته توصیه نکړي خو چون زما میرمن وایي چې خوښیږي مې اولاد ولرم نو داکتر صاحب که د حل کومه لاره اویا کوم داسې مؤثر درمل وي که راته توصیه کړۍ نو مهرباني به مو وي
    دوه عمده مشکله لرم داکترصاحب محترم یو دا چې انزال مې ډېر سریع دۍ او بل داچې د سپرمو حجم مې بیخي کم دۍ که دحل کومه لاره وي نو راته وښایۍ زیاته مهرباني به مووي

  19. سلامونه
    محترم داکتر صاحب که دتور زیړی په هکله مختصر معلومات راکړی .
    بعضی خلک وایی چی زما زیړی مړ دی له ماڅخه بل چاته نه انتقالیږی
    ؟دا ریښتیا ده که نه
    ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
    بله پوښتنه می داده چی
    زما دمنی رنگ ژیړ دی او ژر ژر انزالیږم اولاد هم نه لرم ، دواده می ۲کاله کیژی

    هیله کوم چی جواب دفیسبوک دلاری نه راکړی
    دفیسبوک پوره نوم
    (ظلال الحق)
    مننه کور مو ودان

  20. سلامونه
    محترم داکتر صاحب که دتور زیړی په هکله مختصر معلومات راکړی .
    بعضی خلک وایی چی زما زیړی مړ دی له ماڅخه بل چاته نه انتقالیږی
    ؟دا ریښتیا ده که نه
    ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
    بله پوښتنه می داده چی
    زما دمنی رنگ ژیړ دی او ژر ژر انزالیږم اولاد هم نه لرم ، دواده می ۲کاله کیژی

    هیله کوم چی جواب دفیسبوک دلاری نه راکړی
    مننه کور مو ودان

  21. سلامونه او نیکی هیلې
    محترم ډاکټر صیب د زنانوو خيټه مخکې د ولادت څخه نرمه او هواره وي وروسته د زیږون څخه دخيټې پوستکی نرموالی او هواروالی د لاسه ورکوي ایا دا شونې ده چې د خيټې پوستکی بیرته خپل عادی حالت ته راوګرځي که شوني وي نو په کومو درملو سره .
    مننه
    ستاسو دځواب په تمه

  22. بسم الله الرحمن الرحیم
    :ډاکټر صاحب محترم سلامونه او نیکی هیلی تاته او ټولو کار کوونکو ته
    ډاکټر صاحب محترم زه د یوی لوی ستونزی سره مخ یم چی هغه د سپرم ستونزه ده یعنی زما سپرم شته خو ۲۳٪ فیصده دی یا ۲۳ میلیونه دی چی د یوکال را هیڅی دوا خورم چی هیڅ کوم تغیرات نه راځی ډیرټسټونه
    او ډیره دوا می وخوړله خو کوم تغیرات را نغله نو زما هیله داده چی زه څه وکړم ؟
    او زما لپاره څه شی ضرور دی چی باید زه یی وکړم ؟
    نو له تاسو محترم ډاکټر صاحب څخه زما هیله داده چی دا سی کوم ډاکټر مونږ ته مشخص کړی او یا تاسی
    محترم مونږ ته خپل ادرس راکړی تر سو خپله ایینده په خوشحاله تیر کړو

    ستاسی د ځّواب په هیله
    په درنښت
    وا سلام علیکوم ورحمت الله و برکاته

ځواب ورکول Wakil khan sarwan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *