هغه څوک چې د حق په لار کې، بې ګناه او په ظلم سره ووژل شي، شهید یې بولو. د شهادت مفهوم په ټولو کلچرونو او دینونو کې شته. څرنګه چې د مختلفو سیاسي ډلو، دولتونو، دینونو، ملتونو او کلتورونو اړوندان د خپلو عقیدو او ګټو تر اثر لاندې د حق د لارې بېل تعریف کوي نو شهیدان یې هم ممکن سره بېل وي. د جهاد په کلونو کې مې یوه لنډۍ اورېدلې وه چې:

شهید د هر وطن شهید دی

د جنت شمعې به زموږ شهیدان وینه

په دغه لنډۍ کې د دنیایي او سیاسي مقصدونو تر اغیز لاندې د خپل وطن شهیدان تر نورو بهتره بلل شوي دي.

د اسلام په تاریخ کې حضرت امام حسین ( رض) ، په عرفان کې حسین بن منصور حلاج او په عیسویت کې عیسی علیه السلام د شهادت اعلی مثالونه دي. زموږ له اسلامي عقیدې سره سم عیسی علیه السلام په دار شوی او وژل شوی نه دی مګر مسیحیان هغه ته د لوی شهید په سترګه ګوري. د عیسویانو په نظر په فلسطین کې رومي والي د صلیب په ذریعه د عیسی علیه السلام د وژلو حکم وکړ. دغه حکم اجرا شو خو څو ورځې پس عیسې علیه السلام ولیدل شو. د دوی په عقیده حضرت عیسی(ع) له اعدامه وروسته راپاڅېد او اسمان ته وخوت. د عیسی علیه السلام بیا ژوندي کېدل او هغه د خدای زوی بلل د عیسویت دوه مهم اصلونه دي.

حسین بن منصور حلاج په شمسي حساب د ۳۰۱ کال د حمل په یولسمه نېټه د الحاد او کفر ویلو په تور د عباسي خلیفه مقتدر په زمانه کې د بغداد د شرعې د قاضي په حکم اعدام شو. ویل شوي دي چې دی زر دُرې ووهل شو، پښې او لاسونه یې غوڅ شول، سر یې وځړول شو او جسد یې وسوځول شو. منصور د وخت په تېرېدو سره د خلکو په ذهنونو کې ورو ورو په ډېر مهم کس او ولي الله بدل شو او ډېرې کیسې ورپورې غوټه شوې. هسې وایي چې تر اعدام له مخه یو چا پوښتنه ورنه وکړه: عشق څه دی؟ منصور ورته وویل: نن به یې ووینې، سبا به یې ووینې او بل سبا به یې ووینې. په هغه ورځ دی اعدام شو، په سبا یې وسوځول شو او په بل سبا یې ایرې باد یوړې.

دی په اکثرو ادبي آثارو کې د خپل پلار په نوم( منصور یا منصور حلاج) یاد شوی دی. د حسین بن منصور پلار حلاج و. حلاج هغه چا ته وایي چې پنبه له پنبه دانې بېلوي او مونږ یې نداف بولو. رحمان بابا فرمایي:

اورنګزیب او شاهجهان غوندې اشراف

صدقه شه تر منصور غوندې نداف

حافظ وایي چې هغه یار( حسین بن منصور) ځکه په دار وخوت چې اسرار یې افشا کړل.

په دیني عقیدو او ادبي آثارو کې د شهادت مفهوم د ابدي ژوند، بیا ژوندي کېدو، مېړانې، مظلومیت، سپېڅلتیا او د نورو د بقا لپاره د سرښندنې له مفهومونو سره غوټه دی.

په پښتو ادب کې د شهادت په باره کې یوه ډېره نادره خبره عبدالقادر خټک کړې ده. عبدالقادر خټک فرمایي:

چې سبب یې د دوزخ زما کشتن وي

بیا دې نه مومم دا هسې شهادت

دی وایي چې که زما د وژلو په وجه یو څوک دوزخي کېږي نو د شهادت له دغسې مقامه تېر یم.

د انسانیت معراج دا دی چې د هر چا خیر وغواړو او هغه ګټه، ګټه ونه بولو چې د بل پکې تاوان وي. د عبدالقادر خټک هم عصره او هم نومي شاعر، لوی عارف عبدالقادر بېدل فرمایلي دي چې د څاڅکي او څپې یوازې نومونه بېل دي، نور فرق پکې نشته. اې غافلانو، دوه ��الی لا څه ته وایي؟ موږ خو همدا تاسې یو!

One thought on “شهادت/ اسدالله غضنفر”
  1. ښکلی دی. که له دې جملې سره [د عیسی علیه السلام بیا ژوندي کېدل او هغه د خدای زوی بلل د عیسویت دوه مهم اصلونه دي.] یاده شوې وای چې د عیسویانو په نظر، لا به ښه وای.

ځواب ورکول ګنډېری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *