تاند، چهار شنبه، د اسد ۲۳مه: د پاکستان د اوسني حکومت پر ضد د پارلماني اپوزیسیون مشر شهباز شریف یو وار بیا د کشمیر لانجې ته له افغان بحران سره تړاو ورکړی او ویلي یې دي که پاکستان په کشمیر کې بوخت وي، لویدیځ سره له افغانستان څخه په وتلو کې مرسته نه شي کولی.

نوموړي د پاکستان پارلمان ته په وینا کې ویلي، که پاکستان په کشمیر کې بوخت ساتل کېږي نودا به ډېره سخته وي چې له لویدیځو هېوادونو سره په افغان کشاله کې هم مرسته وکړي.

نوموړي تر دې وړاندې ویلي وو، دا امکان نه لري چې په افغانستان کې دې د سولې جشنونه نیول کېږي او کشمیر دې په لمبو کې سوځي: (( زموږ حکومتونو د کشمیر مسئله په افغان کشالې پورې تړلې ساتلې وه، خو عمران خان افغانستان لویدیځ او کشمیر هند ته سپارلی دی.))

د شهباز شریف په دې وینا طالبان مجبور شول چې یوه اعلامیه ورکړي او پاکستان و هند ته پیغام ورکړي څو دا لانجه په افغان کشالې پورې ونه تړي.

خو د تاند د سرچینو په حواله پاکستان د کشمیر موضوع په افغان سولې پورې تړلې او د سولې اتم پړاو مذاکرات هم چې ټاکل شوې وه د سولې تړون په کې لاسلیک شي، د پاکستان لخوا ځنډول شوي دي.

4 thoughts on “شهباز شریف:  ناممکنه ده چې هم کشمیر کې بوخت شو، هم لویدیځ سره افغانستان کې مرسته وکړو”
  1. سوله د ډاکتر اشرف غني د موجوديت پرته د افغانانو پخير سوله نه، بلکی يوه توطه ده. پرته له ولسمشر غني دا نور خو حتی د سولی په تعريف نه پوهيږي، انواع د سولي، د سولی پروسه او د کاميابی سولي شرايط خو لا پريږده.

  2. to SHAH BAZ NASHREEF;you pagel think wrong;

    MUDI SAHEB IS STRONG; other bad news for punjabi establishment;
    SOON BALOOCH BROTHERS &PASHTOON WILL START FIGHT FOR FREEDOM.
    AND THEY WILL GET FREEDOM IN SHA AL LAH.

    ZENDA BAD UNITED PASHTOONS&BALOOCH

  3. پر تا لعین ابلیس (شهبازشریف) دي هم دلودیز او هم دهندي بلا وګرځي ته خو صرف یو دانسان په بڼه کي شیطان او ابلیس يي الله جل جلاله دي دخپل ورور په سرنوشت اخته او په داسي مرګ مردار سي چه هم په دونیا عذاب وویني او هم دي دآخرت دایمي عذاب په نصیب سه لعینه لعنت دی سي پر تا شهبازه

  4. خدای د ی غرب هیڅ له افغانستانه مه باسی خو پاکستان دې د هندو په بمونو وران شي! شهباز د دی دپاره له هند نه یې خلاص کړي دغسی دعوی کوی! که پاکستان په کشمیر کې بوخت شي افغانستان پخپله ارامیږي ځکه چې طالبان به یتیمان پاتی شي. امریکا دی د پاکستان په خبرو نه غولیږی

ځواب ورکول محمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *