د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشره شهرزاد اکبر

تاند، جمعه د اسد ۴مه: د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون نوې مشره شهرزاد اکبر وايي، کاري لومړیتوب یې دا دی چې هیڅکله به عدالت د سولې قرباني کېدو ته پرېنږدي.

اغلې اکبر وايي، د سولې ملاتړې ده، خو په وینا یې په ډېره بیړه سیاسي بدلونونه راروان دي او داسې حالاتو کې مخکې له دې چې جنایتکاران محکمې ته راکش کړای شي، اړتیا ده چې د جګړې قربانیان دا پرېکړه په لاس کې ولري چې دوی څه غواړي؟

نوموړې وايي، د بشري جنایتونو په اړه د انتقالي عدالت راپور چمتو دی خو دا باید هغه وخت نشر شي چې د پلي کېدو او په اړه یې د اقداماتو زمینه برابره شي او د کمېشنرانو ژوند، کورنۍ او خپلوانو ته ترې خطر جوړ نه شي.

اغلې اکبر په انسان پېژندنه کې له امریکا څخه لیسانس او د ټولنیزې ودې او پراختیا برخه کې له انګلستان څخه ماستري راوړې ده، د نوموړې وروستۍ دنده دا وه چې له ملي امنیت شورا سره یې د سلاکارې په توګه کارونه مخته وړل.

اغلې شهرزاد اکبر ۳۲ کلنه او د جوزجان ولایت اوسېدونکې ده او په داسې حال کې د بشري حقونو د کمېسیون مشري ور له غاړې شوې چې هېواد کې د تاوتریخوالي او ملکي قربانیانو ګراف تر بل هر وخت لوړ شوی دی.

One thought on “شهرزاد اکبر: د جنایتکارانو څېره بربنډوو خو چې په سزا ورسول شي”
  1. اغلې اکبر په قوم ترکمنه ده چې په 1393 کې یې له ښاغلي عبدالله سره چې اوس یې نوم تیمور شاران دی واده کړی . تیمور شاران په قوم هزاره او د بامیانو اوسېدونکی دی چې هغه هم د انګلستان په اکسفورد کې زده کړې کړي دی.
    Etilaatroz.com

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *