اسدالله دولتزی

   هغه ښارچې امنیت یې د ښار تر دروازو محدود او له ولسه بی خبره چارواکي یې د ځان ساتنه پر سمټی دیوالونو کوي .هغه چې د غصب لړۍ یې د خلکو شخصي ځمکو او ان دولتي رسمي ملکیتونو تر کچې رسیدلي وي او د سرپرستي په ګرم بازار کې یې ځیني چارواکي د لټۍ له امله په ژمني خوب ویده وي؛ ولس ته به ترې د څه خير ښېګڼې او د حقونو د خوندي کولو تمه وشي.

ننګرهار هغه چې د علم او فرهنګ کور یادیږي، نن یې د ولس حال په فساد ککړو مشرانو له امله ورځ تربلي د خرابېدو خواته ځي، ننګرهار کې چې د سرپرستي له کاره ستړي شوي او د څو ښکرورو او فساد ککړو زورواکو له زوره بی زوره شوي والي یې خپله استعفا وکړه، ولسوالان او ریيسان یې د نویو دندو موندلو او ځان مړولو په هڅو بوخت دي .

ددي حالاتو په دوام ډیرکله د ټاکنیزو مبارزو تصویر سړي ته رامخې ته شي چې د کاندیدانو په جامه کې د نن زمامدارانو  ولي  له ولس سره خپلې کړې ژمنې هېرې کړې؟ معمولا په ټوله نړۍ کې د سیاسی ارادي لپاره تر ټول پاک نیت او دهمدې نیت له لورې  د مبارزې پرمخ وړل په سپیڅلتیا کېږي.

بدبختانه زموږه په هېواد کې هغه چې ځانونه یې د ارګ پر دروازه د ورننوتلو تږې بلل همداسې یي وکړل .زما دا ویده ولس ورته په زغرده کمپاین وکه شپه او ورځ یې یوه کړه ، ګرمي یخني، لوږې ، تندې او حتاً د بدن شيرين غړي يې له لاسه ورکړل ، دا خوبه مو ولیدلي وي چې د همدې ټاکنو پرسر یې ګوتې پرې شوې.

هو! د قدرت نشو اخیستو د ملي وحدت حکومت په جوړلو هغه چې په عمل کې یې د نفاق نښي له ورایه ښکاري، د ولس په هېرولو کې يو له بل سره سيالي کوي.

ولسمشره !

فرمان دې بیرته درته درځوابیږي نه یې مني، نو دا دې ولسمشري شوه، دا دوه سره د وحدت ملي نه بلکې فیفټې فیفټي  حکومت دې ددې ملت پر ګټه نه بلکې پر زیان دی .

دلته هر څه سرچپه روان دي ، ولس ته وایې سرک درته پخوم کلینیک درته  جوړوم ، هغه ښاغلی خو په دي ښه پوه دى چې دا چارې مې له وسه نه دې پوره ،خو بیا هم دی د خپل ځان په ګټه چې رایې ترینه واخلي داسې ژمنې  ورکوي.

څه شوي ستا هغه وعدې چې دې ولس درته دومره قرباني درکړه، خو تا ورته په مقابل کې ځانځاني ورکړه .وایې نیکمرغه میاشت له لومړیو معلومیږي.

ددې ولس ازار چې څوک وهلې بیا یې ښه ورځ نه ده لیدلې ، اوس هم سر د وخته ده، لا دې هم د اقتدار دوره پاتې ده، اوس هغه څه چې ددې ملت خیر پکې وي، تر سره کړه .

که دي په ولایتي کچې نور د سرپرستي د کار دوام ټول نکړ، نو په شهرناپرسان کې به دي حالت تر هغې کچې ورسېږي  چې کابو کول به یې بیا د ملي وحدت حکومت له توانه نه وي پوره .

One thought on “شهرناپرسان! / اسدالله دولتزی”
  1. دولتزی صاحب مننه ښه لیکنه د کړی په قلم د برکت شه
    مونږ یو ویده قوم یو نو ،همداسی به زمونږ مشران وی د ملت فیصله یی ماته کړه او دا دحکومتداری یو ازمویل شوی ماډل وو چی مونږ ته یی بیا وړاندی کړ مونږ چی یوه قاطعه ذمامداری ونلرو، نور د خدای خیر کړی چی په کوم چابه مو پلوري او د چا په پښو کی به مو قربانی کوی .
    زمونږ احساسات ډیر لوړ وی خو هوش او فکر نلرو

    د عدالت ترازو مو مات کړیدی نو دا وطن خو په تشو شعارونو سره نه جوړیږی او دتاریخ او قهرمانی دعوی مو هم تر هر چا زیاتی دی بیا ولی د یو مظلوم حق د ظالم نه نشو اخیستلای .

    چی ملت ظلم وکړی خدای به یو ظالم پادشاه پری مقرر کړی او که پادشاهان ظلم شروع کړی بیا به خدای ورته ظالم ملت ورکړی . مونږ دواړه سم نه یو نه ملت او نه دولت

ځواب ورکول helala ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *