ګل رحمان رحماني

   د روغتون په انګړکې يې هرې خواته منډې وهلې او هرچا به چې سپينې جامې اغوستې وې؛ څنګ ته به يې ورغی اوپه خواره خوله به يې پوښتنه ترې وکړه .

صيب ډاکتر لونګ پېژنې؟

له سهاره تراوسه ټولو دنه ځواب ورکړی و، ځينو خوبه لا دلونګ په نامه پورې هم وخندل او دځينوبه چې د هغه په زهير حالت زړه ودردېده نو يوڅه خبرې به يې ورسره وکړې

په کومه څانګه کې کارکوي ؟ ډاکتردی که نرس دى، څه دنده لري ؟

ده به همدا يوځواب ورکاوه چې ډاکتردی، دخوشرنګ مامازوی يادوم

خو هغه کس به دده پر دې خبره پورې وخندل

وه وروره! دلته خوټول ډاکتران دي ،څه موټروانان خو کارنه کوي.

بېرته به خپلې مور ته ورغی چې هلته ددېواله سيوري ته ناسته وه اوپه يوه سترګه يې لاس نيولی و، موربه يې په يوه سترګه ورته وکتل اوپوښتنه به يې ترې وکړه

زويه پيدادې نه کړ؟

ده به ځواب ورکړ نه مورجانې! څوک يې نه پېژني کاکايې هسې وايي چې لوی ډانګتر(ډاکټر) دی .

موربه يې سوړ اوسيلی وکړ .

زويه رښتيا چې ټول بې سترګو دي، اخر دسترګو روغتون دی څنګه يې کوې .

مورته يې وکتل چې په سترګو له نيولي دستمال نه يې مړې مړې اوښکې روانې وې، زړه يې درد وکړ، د مور سترګې ته يې سر ورنږدې کړ .

مورې درد خوبه نه کوي ؟

مور يې سوړ اسوېلی وکړ .

ګل ممد (ګل محمد ) بچيه! څنګه يې کوې اوس راپېښه ده، خدای به مې جوړه کړې ،ډېر زړه مه خوره، لونګ به مو يوڅه مرات(مرعات) وکړي خيراوس…

زوی يې په خبره کې ورلوېد، له غوسې نه يې سترګې په يوه ځانګړي انداز کش کړې .

مورې! خدای مو دې بېرته کلي ته په خير بوځي ،اول خوبه دغه زېړۍ ستا د سر خيرات کړم چې بيا…

موريې ورته غوسه شوه .

زويه! غوا څه ملامته ده خدای دې دغبرګ ښکرونه ورمات کړي، شوخي يې وکړه

زوی يې روان شو، خولاڅو قدمه يې نه وو اخيستي چې يوه کس يې په اوږه لاس ورکېښود:

والکه! ګل محمد ته يې ؟

په خوښۍ يې ځواب ورکړ

هو صصص يب زه په خپله يم مور مې هغه ده .

ډېرښه، زه ډاکتر لونګ يم، کاکامې زنګ راته وهلی و، بيايې ددېوال څنګ ته ناستې ښځې ته وکتل خو هغې مخ بل خواته تاوو کړ، ډاکتر لاسونه ومروړل او ګل محمد ته يې وکتل

مور ته دې ووايه چې راځئ، خدای مهربانه دی .

دواړه په خوښۍ پسې روان شول، ډاکترپه دويم پوړ کې تاو راتاوو شو، له څوښېښه يي دوازو وړاندې ننوتل اوبيا په يوه کوټه کې چې لويه هنداره په کې لګېدلې وه، کېناستل، يوه شېبه نه وه وتلې چې ډاکتر لونګ بياراښکاره شو، څوسپينې پاڼې يې په لاس کې وې او په ګل محمد يې غږ کړ .

مور به دې له ماسره لاړه شي چې سرطبيب صيب يې له نږدې وګوري ته همدلته اوسه.

موريې درد پسې اخيستې وه، ژر پسې اوچته شوه، وړاندې په يوه توره ښېښه يي دروازه په ډاکتر پسې ننوته ، لونګ مخامخ وکتل په کوټه اودهلېزکې دسترګو بېلابېل لوی او واړه عکسونه لګېدلی وو، په دهلېز کې سره اوسپين رنګه خلک کارته پورته کېدل چې په نورو ژبو يې خبرې کولې، ترڅنګ ناست سړي ته يې سر ور کوږ کړ .

وروره! دلته يو عمليات په څو کېږي .

سړى چې په چورتونو کې ډوب و، پورته يې ترپ کړل، سپږمه يې غونجه کړه او سريې ورنه يو څه شاته کړ.

فرق لري، خو عادي يې څلوېښت زره اوغانۍ !

بستر،دوا او نور هرڅه مفت دی، د خارجيانو روغتون دی .

دګل محمد غوني زيږه شول ، په جيب يې لاس راتېرکړ، يو شين دستمال يې راويوست، غوټه يې خلاصه کړه ، دافغانيو لس زرګون نوي نوټونه يې وشمېرل او په ناهيلۍ يې بېرته جيب ته کړل، له خواشينۍ اوخپګان يې اړخونه بدلول رابدلول اوپه دروازه يې سترګې ګنډلې وې

شل- پنځه ويشت دقيقې به وتلې وې چې ډاکتر لونګ له يوه بل ډاکترسره چې لوړ اوچاغ وو راووت، چاغ ډاکټر ده ته مخامخ ودرېد:

ګل محمد ته يې ؟

په ځای کې ودرېد او ځواب يې ورکړ.

هو صيب !مور مې څنګه شوه ، سترګه يې جوړېږي ؟

خو ډاکترلونګ وار پرې مخکې کړ

سرطبيب صيب يې سترګه پاکه او معياينه کړه، سترګه يې له منځه تللې، يو خويې زخم ژور دی اوبل وخت ډېر پرې وتلی، ميکروبي شوې هم ده او يوازې يوه …

دګل محمد شونډې دماشوم غوندې بوڅې شوې، په ژړغوني غږ يې خبرې پيل کړې

واه خدايه! داڅه اورم ، ولې نه جوړېږي، جوړه يې کړئ، هغه خوماته ويل چې درد نه کوي او…

سرطبيب يې په خبره کې ورلوېده

اوس له ورخه اوبه تېرې دي . يوه لاره يې شته اوهغه داچې غمی په کې اچوو چې کټ مټ به داصلي سترګې غوندې کارکړی، فقط لږ اوښکې به يې تر يوه وخت پورې زياتې وي، په قېمت کې به هم درسره ګزراه وکړو، ډاکټر لونګ راباندې ګران دى.

ګل محمد يو قدم وړاندې ورغی .

څڅڅومره قېمت پرې راځي .

ډاکتر سپينه چپنه په اوږه کش کړه، چت ته يې وکتل او له څه سوچ وروسته يې ځواب ورکړ.

له عمليات سره له ٤٠ زرو نه اوچت دی، خو خيردی ته ٣٥ زره ورکړه، داشين غمی داصلي سترګې غوندې ښکاري، له فرانسې نه مو راوړي، څنګه ور وايي چوو؟

ګل محمد سرځوړند کړ، جيب ته يې وکتل، څوسړې اوښکې يې له سترګو وڅڅېدې، غږ يې له خولې نه راوته او په سوچونوکې ډوب و.

ډاکتر غږ پرې وکړ.

څنګه ؟ وخت مه تېروه څه وکړو ځوانه؟

يوقدم شاته شو، سريې په لاسونو کې ونيوه، بې وسه کېناست اوبيايې تر ژبه لاندې ځواب ورکړ

پيسې نه لرم که …

ډاکتر خبره ور پرې کړه

وروره! زموږ همدا وس و چې د لونګ په خاطر مې وار درته ړومبی کړ او يوڅه مې درته وبښلې، نور خوزموږ هم شخصي کار و بار دی، پرسونل معاشونه غواړي .

ګل محمد اوښکې وچې کړې او ډاکتر ته يې مخامخ وکتل

صيب نه شي کېدای چې مورته مې خپله سترګه ورکړم، د هغې به دوې شي زما ديوه وي څه پروا لري.!

دسرطبيب خوله وازه پاتې شوه، ډاکترلونګ ته يې وکتل او دګل محمد په اوږه يې لاس ورکېښود

ولې نه، ته يې ورکوې!؟

ګل محمد خو شحاله شو

خود يې ورکوم ولا که ری هم په کې ووهم، مور مې ده .

سرطبيب دکوټې چت ته وکتل، خپلې غټې سترګې يې چې اوږدې تورې وروځې پرې ولاړې وې وموښلې او ګل محمد ته يې وکتل .

بس جوړه خبره ده راځه.

ګل محمد په هنداره کې وکتل، په خپله ښۍ سترګه يې لاس ووهه او بيا چټک په سرطبيب پسې روان شو، په څو کږو وږو دهليزونو کې وړاندې لاړ ، ډاکتر لونګ اوسرطبيب يوڅه خبرې سره وکړي او بيا يې ګل محمد کوټې ته دننه کړ.

   داغوستلو لپاره يې يوډول سپينې جامې ورکړې، مخامخ درېيمې کوټې ته دننوتو اشاره يې ورته وکړه، په کوټه کې هره خوا ددوا اوبنداژونو بويونه لګېدل، ټوله خونه له چړو، بياطي ګانو، پلسترونو او يو ډول ماشينونو چې تلويزون ته ورته وو، ډکه وه، څلور پنځو کسوخولې ته ماسکون اچولي وو چې يوازې سترګې يې معلومېدې.

سرطبيب يوځل بياغږ ورباندې وکړ.

څنګه چمتويې له خيره ؟

په ډاډه يې ځواب ورکړ

خود نو مور مې ده، زرکوه چې زړه مې رېږدي .

درې نورو ډاکترانو دوه ګولۍ ورکړې او بيايې پر کټ څملاوه، پر مخ يې داسې يوپلاستکي پوښ ور هوارکړ چې په ټول مخ کې يې يوازې ښۍ سترګه معلومېده، سرطبيب پزې ته ماسک اوچت کړ او دګل محمد سترګې ته يې دبياطې غوندې الې ورنږې کړې .

ګل محمد سترګه دوه درې ځله ورپوله او بيايې ډاکتر ته وکتل

زر يې دروکاږه چې خوږ مې نه کړې، مور به مې په عذاب وي

دسرطبيب له خولې چيغه وخته، چړې يې له لاسه پرېوتې اوګل محمد يې په غېږ کې را اوچت کړ.

   پاڅه بچيه! ته په امتحان کې کامياب شوې، د مورسترګې ته به دې تر ټولو قېمتي او اصل غمی ور واچوم، ټول مصرف يې زه ورکوم، سرطبيب له خونې ووت ، ګل محمد ته ټوله صحنه د خوب غوندې ښکارېده، څو دقيقې لانه وې وتلې چې مور يې مخامخ ورته ودرېده اوپه ښۍ سترګه کې يې يوه شنه غمي عجيبه ځلا کوله .

١٣٨٩،تله ١٢مه

4 thoughts on “شين غمی (لنډه کیسه) ګل رحمن رحماني”
  1. مننه، دیره دخبګپان کیسه ده کاشکي خو زموږ ډانټروڅه چه خلکوپه تیره حکومت هم په ریښتیا لکه دسرطبیب په څیر لږ زړه سواندي لرلې وای

  2. په والله چی ډیره ښایسته قیصه وه. په دفتر کی یم او ددی قیصی په لوستلو می د سترګو اوښکی راغلی.

ځواب ورکول Abdul satar serat Shinwari ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *