د ثور اوومه، کال ۱۳۵۷،  پوره ۳۶ کاله وړاندې په همدې ورځ څو پرديپالو او له ټولنې نا خبرو د ولس او وطن دښمنانو د جمهوريت تنکی نيالګی له بېخه واېست. کال وروسته د جدي په شپږمه روسي لښکرو په خواږه وطن يرغل راوړ او پوره نهه کاله ولس ورسره وجنګېد او د ۱۳۶۷ کال د دلوې په شپږ ويشتمه روس بېرته په امو واوښت، خو جګړه ختمه نشوه بلکې ان پيچلې شوه!.

اتو که نهو تنو نه بښونکې اشتباه وکړه، او لسيزې کېږي چې افغان ولس لا د هماغې يوې تېروتنې قيمت پرې کوي. له هماغې ورځ په وطن تياره خوره ده، په اووم د ثور د لومړني جمهور ريس وينه وبهېده او د ولس وينه لا بهېږي. هماغه ورځ پرديپالنه پيل شوه او د قدرت تږو او جاهلو د کودتا له لارې وغوښتل ارګ ته ورسېږي. په معاصر تاريخ کې د ۱۳۵۷ کال د ثور اوومه تر ټولو تېارو ورځو تېاره ګڼل کېږي، ځکه د درې نيمو لسيزو د بد بختيو پېلامه ده!

د تېرو ناخوالو، وژنو، ورانيو، مهاجرتونو… شميرل کتابونه غواړي، او د تېرو يادول هم زړه او هم روان وژني خو دلته مو يوه تصادف ته پام را اړوم هغه دا چې د ثور کودتا د شنبې په ورځ شوې او راتلونکې اوونی ټاکنې هم د شنبې په ورځ دي! راځی د همدغې شنبې په ورځ يعنې د حمل په شپاړلسمه د لسيزو کړاونو ته د پای ټکی کېږدو، ان شالله… له وروستيو ټاکنيزو کمپاينونو ښکاري چې ولس نور ويښ شوی، خپل ملي مسوليت يې درک کړی او ټول افغانان په دې خبره توافق لري چې مرګ او ژوند مو بايد په خپله خاوره وي… په نورو وطنونو ماجر/مهاجر بلل کېږو. اوس پاتې د رايې کارونه شوه ټول نوماندان ښاغلي دي، ځکه د ټاکنو خپلواک کميسيون د قانون مطابق د نوماندی اجازه ورکړې، او له مياشتو راهيسې درنو نوماندانو د وطن د ابادی او د ولس د خدمت برنامې او خپل راتلونکي پلانونه يا مخامخ د غونډو په ترڅ کې او يا د رسنيو له لارې ولس ته وړاندې کړي… اوس د هر افغان لومړی مسوليت دا دی چې د رايې ورکولو کارټ يې اخيستی وي او دويم مسوليت يې دا دی چې په ښاغلو کې ښاغلي ته رايه ورکړي او هر لوستی چې کولای شي د نوماندانو اقتصادي، پراختيايي، امنيتي … پلانونه او برنامې په اسانی درک کړي نو بايد همدغه لوستی د خپل ولس او وطن په وړاندې خپل مسوليت ادا کړي او تر شنبې ورځې خلکو ته د نوماندانو پلانونه او پيغامونه ورسوي، هسې نه خلک بيا په پټو سترګو رايه وکاروي او يا د ملک او اربات په خوښه هاغه چا ته رايه ورکړي چې نه د دين او نه د دنيا په خير وي… هر افغان اوس پوه ده چې خپله رايه ښاغلي ته ورکړي او هر سړی په لسو کې ښاغلی پيژني، او راتلونکې شنبې ته بدلون ورکوو! د وطن بدبختي مو د شنبې په ورځ پيل شوې او د وطن ابادي، ښيرازي، ولسواکي به هم د شنبې په ورځ د حمل په ۱۶ پيلېږي او نور به بايد وژنو او ورانيو ته د پای ټکی کېږدو….

دښمن پوه ده چې ټاکنې زموږ د وطن په خير دي، که داسې نه وای نو بيا يې مخه نه نيوله!

0 thoughts on “شپږ دېرش کاله پخوا د تاريخ توره ورځ!/ محسن هوتک”
  1. هوتک صاحب په قلم دی برکت شه ډیر ښو موضوعاتو ته دی ایشاره کړیده. د وطنوالو د ویښتیا د وطن ښیرازی او ابادی او همدارنګه د نورو موضوعاتو په څنګ په خپل زړه پوهری نوماند خوښ کړو تر څو وطن راته اباد کړی. مننه دستا د قیمتی وخت څخه او د نور لیکنو په هیله دی یو.

    1. محسن هوتک صا حب سلامونه او درنا وې مې ومنی. نیکه او با با (میرویس نیکه او احمد شاه با با) دې الله ج وبخښې چې ستا سې په ډول ریښتنې وطنپال بچیان لرې.ریشتیا او حقیقت دې لیکلې دې.زموږ ټولی ستونزې دبیګا نه پالو ، بې تجریبې ، نا پو هانو ، د ګا ونډیانو په لاس جوړې وطن دښمنه ډلې ( خونخوار کمونیستا ن ، تش په نا مه مجا هدین ، ما دومر ډله ) ګران هیواد وال تر (۳۶)کلونه مخکې یې دپوهې کچه لوړه سوې ده او س پوهیږې چې څوک دهیواد پر مختک او سوکالې غواړې او څوک موږ د ګا ونډیانو غلامۍ ته هڅه وې. ګادنډ یانو او ددوی با دا رانو ته مکتب ، روغتون ، دغرب پیسې ……………….. روا دې خو زموږ هیواد او هیواد والو ته ډیر څه نا روا او حرام دې.
      او دګران ورور هوتک صا حب څخه هیله کوم چې وخپلو لیکنو ته ادامه ورکړې. مننه

      1. د هیواد والو دپو هې اوعبرت دپا ره یوه خا طره : دجنرال ضیا دحکو مت په وخت کې دبینظیر بوټو (پیپلز ګوند ) او د مو لا نا فضل الرحمان (جمعیت علما اسلام ګوند )چې په هغه وخت کې دپا کیستان تقریبا ۹۸ فیصده علما (ملا یان ) په همدغه ګوند کې وه ددوی دواړو تر منځ د ضیا البا طل په مقابل کې د ایم ار ډې ( دډیموکرا سۍ د ژوندې کولو تحریک ) په نا مه اتحا د جوړ سو. دا اتحا د ددې دپا ره وو چې ضیا ولې انتخا با ت نه کوې او ولې په دیکتا تورې دواک پرګدی نا ست دی ولې ډیموکرا سې نه را ولې. موږ په هغه وخت کښې دهیڅ عالم څخه که دا عالم مها جر وو که انصا روونه وا وریده چې ډیموکرا سې د کفر قا نون دی او انتخا با ت نا روا دې او په اسلام کې انتخا با ت نسته . الله مو یو رسول الله مو یو او حنفې مذ هب مو یو دې .
        او س نو تا سې هیوا دوال ښه فکر او قضا وت وکړۍ……………………. چې ولې زموږ دپا ره یو با م دوې هوا وې دې ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

  2. شپږ دیرش کلنه کلیزه/جنتری له کومه کړو چی دا رشتیا د شنبه ورځ وه که نه نو که چیری داسی وي بیا خو ولله رشتیا تصادف ده او دا شنبی خدای رڼه کړی

  3. راځی په ګډه راتلونکی شنبه د لیکوال پر وينا شاغلی پیدا او رایه وکړو که وطن ته سوله او امنیت راولی نوکی ارامی راسی دا څلور پنخه ویشت کاله مې د عمر پسرلي یو بل پسې تیريژې که مې سوله په وطن لیدلی وي شاغلی که نه پيژنی چې زه یی در وشيیم شاغلی به عالم وي له دنیا به خبر وي د وطن به ابادی به پوهيژي په خبر به یی سر خلا ص وي که ټوپکیانو کولای سوای دا دیرش کاله یه یی را جوړ و زموژ رایه د شاغلي ده شاغلی پیژنی؟

ځواب ورکول ابدا لې ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *