د کعبې شریفې دروازې او ناوې ته ځير شو. د لمر وړانګو ته یې سترګې سروزرو وبریښولې. سترګې یې ورپولې، کوټه وړه ورمعلومه شوه:
« ستر کهکشانونه تر سل ترلیونه ستوري لري»
« خالق ډير ستر دی»
احرام یې پر اوږه سم کړ. ملا یې لږ سسته کړه او پښې یې ارتې کیښودې چې سم قدم واخلي. ولي یې د لمر وړانګو ته وسوځیدل، نو ویې خوځول. دواړه لاسونه یې پر مځکه کیښودل، سپین مرمر ساړه لګیدل. له اړخه یې له نارنجي رنګه ترموزه زمزم اوبه راواخیستې. دوه غوړپه یې وکړل. د خولې خوند یې تودو اوبو وربد کړ. بیرته یې اوبه په ګیلاس کې توی کړې. نژدې د اوبو د تشیدو ځان نه ښکاریده:
« د کومې زمانې اوبه دي دا څاه ولې نه وچیږي؟»
یو غوړپ اوبه یې تیرې کړې:
« ځيني وایي دا اوبه له بل ځایه راوړي او دلته یې تشوي»
د ګیلاس اوبه یې بوی کړی. سوړ بوی یې احساس کړ. د ابراهیم په مقام کې یې د ابراهیم علیه السلام د پښې نښه په ډبره کې تر نظر تیره کړه او
د حجر الاسود خواته تیر شو. پر حجر الاسود یې لاس کیښود. د خپل هندو ملګري خبره ورپه یاد شوه:
« تاسو د ډبرې عبادت کوئ او موږ د تراشل شوې ډبرې»
حجر الاسود ته ځیر شو خو دوو تنو سرونه رامخته کړل او شونډې یې پر حجر الاسود کیښودې. دی په شا شو. د کعبې شریفې تر پوښ لاندې يې د کوټې پر خړو ډبرولاس وواهه. د الله اکبر، الله اکبر غږ له شاوخوا لاډسپیکرونو راپورته شو. د ده غوني زیږه شوو. نفلو ته ودرید:
« غږ ټکنالوژي ښایسته کړی»
له دوهم رکعت وروسته یې سلام وګرځاوه او دوهم پوړ ته وخوت. له پورته یې وکتل، خلک لکه په ګرداب کې چې راګیر وي، تر کعبې تاویدل راتاویدل.
پای
ډیره عالي کیسه وه. د پښتو کیسو یو شهکار.
ډیره عالي کیسه وه، د پښتو کیسو یو شهکار