تاند – د طالبانو یوه وتلي مشر، شیرمحمد عباس ستانکزي، ویلي چې که هغوی واک ترلاسه کړي د افغانستان ۱۷ کلنه اردو، پولیس او ملي امنیت به منحل کړي.

ښاغلي ستانکزي دا خبرې د طالبانو یوه پلوي وېب سایټ، نن ټکی اسیا، سره د یوې ویډیوي مرکې په ترڅ کې کړي دي.

په ټولنیزو رسنیو فعالو افغانانو د شېرمحمد ستانکزي دا خبرې پاروونکې بللي او ویلي یې دي چې نوموړي دا خبرې د پاکستان د پوځ او پوځي استخباراتو (آی اېس آی) د یوه غیر رسمي ویاند په توګه کړي دي.

ویل کیږي، چې د پاکستان پوځي ادارې د افغانستان ورځ په ورځ ځواکمنېدونکو ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو وارخطا کړي او په دې هکله یې هغو لوېدیځو مرستندویانو سره هم اندېښنې شریکې کړي چې د دغو ځواکونو د پیاوړي کولو په برخه کې له افغانستان مرسته کوي.

په اسلام اباد کې د طالبانو د وخت پخواني سفیر، عبدالسلام ضعیف، هم په خپله فیسبوک پاڼه په یوه پست کې د شېرمحمد عباس ستانکزي خبرو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې دغه ډول خبرې د افغانستان او د سولې د پروسې په خیر نه دي.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو شېرمحمد ستانکزی له یوه انګلیس جاسوس، بغدادي پیر، سره تشبیه کړی چې ویل کیږي د امان الله خان د واکمنۍ د ړنګولو په پار یې له ځان نه پیر جوړ کړی وو. (بغدادي پیر)

تر دې مخکې، د پاکستان له خوا جوړو شویو افغان جهادي تنظیمونو په ۱۹۹۲ کال کې د افغانستان اردو چې د امیر عبدالرحمان خان له وخت نه پرې کار شوی وو، منحل کړه چې په افغانستان کې سختو او ویجاړونکیو کورنیو جګړو ته لاره هواره شوه.

18 thoughts on “شیرمحمد عباس ستانکزی: مونږ به د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه منحل کړو  ”
  1. دا سړی خو ډیره منحوسه څیره لري دا ریښتیا هم هماغه د بغدادي پیر کاپي ښکاري. بالکل د پنجابیانو سپی دی چی دی د افغانستان بربادي غواړي.

  2. د نړۍ په هرګوټ کې د دولتونو مشران او سیاستوال بدلیږي، سیاسي اجتماعي او اقتصادي نظامونه خپل ځای نویو سیستمونو ته پرېږدي ، خو د هغوي مسلحې قواوې او وسله وال پوځونه په خپل حال پاته کيږي. زمونږ تش په نامه جهادي مشرانو او ټالیبانو ته چې فکیستان هر ډول هدایت ورکړي ، دوي یې عملي کووي.
    دا اوسنۍ ملي اردو افغانستان ته د میلیاردونو دالرو په قیمت تمامه شوېده . د هر سرتېرې روزل یو اوږد وخت غواړي ، د افسرانو او مسلکې نظامي کدرونو روزل بلا مصارفات او وخت ایجابوي. خصوصا د هغوي روزل په ملي او اسلامي افغاني روحیې سره تر ټولو ستونزمن کار دی .
    پنجاب زمونږ د مېړنیو سربازانو او افسرانو له شهامت او زړورتیا نه ښه خبر دی .
    ټالیبانو د خپل « بغدادي پیر ملا شیر محمدعباس ستانیکزي » په وسیله چې خپله هم یو وخت په حربي پوهنتون کې د خلق دموکراتیک ګوند د اولیه سازمان منشي وو او دهمدې خلقیتوب له برکته هند ته واستول شو ، یوځل بیا په اثبات ورسوله چې د پنجاب د آی اس آی د منحوس سازمان غړي دي.
    متاسفانه بغدادي پیر به هم په افغانستان دومره بد نه وو لورېدلي لکه د دغه مالوم الحاله پنجابي جاسوس چې پر خپل ګران وطن مینو افغانانو او د دوي مسلحو قواوو ته یې چې زړه ډک دی.

  3. هر سوک چه د افغانستان د زواکونو د منحل کولو خوب وینی ، د هغوی خزی په خره وغیم

  4. شیر محمد ستانکزی ملامت ندی، ښه پوهیږي هغوی خوټو ته چاوکتل چې ۱۰۰ کلنه افغان اردو یې د پنجاب پښوته پاشانه بې نشانه کړه چې د نیمبندې ۱۷ کلنې پوښتنه به څوک وکړي. هغوی چې باید ټول په یوه عسکري کمربند په دار شوی وای دهماغه جنایت بدل کې د افغانستان مالکان شول د تاریخ د غاړې ګلان شول سره مخونه ګرځي خلک یې هم ستایي- اصلا تولانت زموږ په شعور زموږ په ځناورتوب زموږ په بې پایه لیونتوب…

  5. شیرمحمد عباس ستانکزی پدی خاطر دا خبری کوی چه د سولی خبری ګډی وډی شی، ځکه د یوی خوا دغه سړی د طالیبانو د قطر د سرپرستی څخه لری شویدی او پر ځای یی ملا برادر تعین شویدی. او دبلی خوا عباس ستانکزی په دی پوهیږی چه سوله وشی نو بیا به نه ځما د قطر، دوبی، سعودی او پاکستان چکرونه وی او نه به راته څوک اهمیت راکوی.
    عباس ستانکزی اوس هغه خبری کوی چه دافغانانو حساسیت راوپاروی ځکه ټوله دنیا پوهیږی چه دغه خبری هوایی، بی هوده او د لیونتوب خبری دی، او بل داچه دغه سړی دومره واک او اختیار هم نلری، فقط خپله مشهورتیا زیاتوی

  6. یبلکل به یی منحل کوی.ځکه چه همدی لپاره روزل شوی.مصرف درباندی شوی.او همدی لپاره ډوډی درکړ شوی ده.
    مجاهدینو ټول کابل فابریکه کباړ کړلی.تاسو د چا څخه کم یی؟پاکستان اقتصادی حالت خراب دی.اوس کباړ ته سخت ضرورت لری ،چه خپل اقتصاد په ورغوی.چه ملې اردو منحل کوی،نو کباړ ته مو هم ملا تړلی ده،

  7. دا د تور پنجابی اولاد دی او د ستانکزیو په قوم کې تو داغ دی، د ملی دفاعی قواوو منحلول دوی نه د پنجاب غوښتنه ده، دا د پنجابی اولاد بیا غواړی چې د تورمخی پنجابی د خوشحالولو لپاره خپله مور او خور خرڅه کړی ، لکه څنګه چي جهادی اشرارو د پنجاب د خوښۍ لپاره د شهید داکترنجیب د وخت پرمختللی ملی دفاعی قواوی منحل کړی او د څو کلونو لپاره یی د پنجاب کارخانی د کباړ په اوسپنو وچلولی،

  8. مردم مسلمان و مجاهد افغانستان بايد مقاومت ملى در مقابل اشغال گران و مزدوران ارتش باكستان تشكيل كنند

  9. مونږ اوریدلي و چې د غلام یانې مریي بې د بادار د اجازې لمونځ هم نه کیږي، نو دوی هم چې څه بادار وایي هماغه خبره له خولې وباسي. د افغان او افغانیت نوم او نشان خو تاسو وشرماوه، بې ایمانو او بېغیرتو په تاسو پنجابیانو کومې نخرې ونکړې، تاسود خپلو اهدافو لپاره جنګ ته ولیږي او میرمنو سره مو پنجابیان پراته وی د افغان نسل کې مو تور پوستکي ګډ کرل. یو ځلې خو ستاسو تور رژيم امریکا منحل کړ مګر اوس به ستاسو قوارې افغانان منحلوي انشاالله.

  10. په اسلام اباد کې د طالبانو د وخت پخواني سفیر، عبدالسلام ضعیف، هم په خپله فیسبوک پاڼه په یوه پست کې د شېرمحمد عباس ستانکزي خبرو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې دغه ډول خبرې د افغانستان او د سولې د پروسې په خیر نه دي.

  11. تر طالب ﺫليل مخلوق نشته، دوى هم د خپلو سلفو پر پلونو روان دي. دا يو څرګند وقعيت دى چې په افغانستان کې سوله يو بې مانا شى دى، د هيواد د روانو ستونﺯو يواﺯينى حل يو قوي نظام دى، طالب مو د خاورې، ملي ارﺯښتونو او ملي ګټو دښمن دى، د طالب سﺯ ووهئ او خاوره ترې پاکه کړې

  12. اظن هذا هو احد من کلاب الاجنبیه یتکلم عن تخریب و لم یتفکر فی التعمیر و هذه من مشخصات کلاب الاجنبیه واثبات فی شأنه
    اللهم شتت شملهم وخرب بنیانهم

  13. انشاءالله داسی یوسوله به له تاسو سره نه کیږی چی مکمل واک به ستاسو په لاس کی وی بلکی برحال حکومت سره به په ګډه کار کوۍ که نه دا ارمانونه به ځان سره ګور ته یوسۍ افغانان نور چاته اجازه نه ورکوی چی دومره لویه لاسته راوړنه چی دملی پوځ او امنیتی ځواکونو جوړول وو دچا دغلامۍ په سبب قربانی شی

  14. نه توان این کار را دارید و نه هم کسی اجازه این کار را برای خواهد داد. به گفته شهید داکتر نجیب الله شما غلام غلامان هستید.

  15. د ټالبانو خدمت افغانستان ته!
    مکتبونه مو وسوزل
    اتلس دورې نسل مو بې سواده کړ
    جوماتونه پلونه سرکونه کلینیکونه مو په بمونو والوزل\
    ستاسو د بې امنۍ په وجه سرمایه تر ډېره فرار شوه
    ستاسو له کړنو خلک اروپاته مهاجر او د اوبو خوراک شول
    اوس غواړې بیا اردو منحل او بیا خپلمنځي جګړو ته لاره همواره کړي
    ډېر ډېر افسوس دی چې د شاروخان(ستانکزي ) له دغې مردارې خولې داسې خبرې را وزي

  16. الحمد لله زموږ مؤمن ملت اوس کافی تجربه لری او ټول ازمایل شوی او لازمی شناخت لری ټول یی دقیق تللی ،دهغه چا تایید او ملګری به ونکړی چی د پردیو اجیر او غلام وی،بلکی د هغه چا ملاتړ کوی چی ملی ګټو ته ژمن او په تنظیمی ،قومی ،سمتی، ژبنی او نورو جاهلی تعصباتو چی د ملت قوت او ګټی تهدیدوی ،ملوث او متعفن نه وی.
    نو زموږ ملی او دینی وجیبه ده چی د خپلو صادقو خادمانو ترڅنګ د غیرت ملا وتړو ،مرصوص نه ماتیدونکی صف جوړ او داخلی او خارجی دښمنانو او مجرمینو ناولو او پلیدو اهدافو مخه سد کړو ،او هغه مجرمین چی د ملت د وینی زبیښلو لپاره ،بیا موقت حکومت وسیله ګرځوی او د سولی نه ناوړه ګټه اخلی او بیا د دښمن تبر ته لاستی ورکوی له ټولو مشروع وسایلو نه په ګټی سره دا مرداری خولی ماتی او اهداف یی خاوری کړو ، موږ په حقه یو او لوی رب العزت مو مددګار دی ، هیڅوک مو نشی ماتولای ،ان شآءالله

  17. دافغان یادانسان په حیث داخبره بعیده ده دیوکس نه او که ځان ته مسلمان وایي نو محال ده چې دا خبره وکړي۔

  18. كبوتر با كبوتر زاغ با زاغ
    كند همجنس با همجنس پرواز
    له دي حرموني بله توقع مه لرئ. دا د قارغه زوى دى. دى او دده به رقم مردار او چتل حيوانات خو د خپلو وينه خوري دوى ته د آردو منحلول يو عادي كار دى

    له بلى خوا دوئ د پاكستان په انخور كى لوى شوي دي. ددوئ خاصيت او ذهن پاكستاني دى
    خو اوس افغانان هم بدل شوي. داسى سپيانو ته به موقع ور نه كري چي خپل شوم اهداف يؤ وار بيا تطبيق كري. الله دى دا تور مخئ حرمونى له دى نور هم ذليل كري. ان شاالله

ځواب ورکول غمی،پښتین ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *