Wardal Sherwali

 کله نا کله یو جهادي قومندان ووژل شي او بیا اوازه خپره شي چې د جهاد په وخت کې یې له چا سره دښمني لرله خو د ولسي جرګې د غړي شیرولي وردګ د دښمني په باره کې هیڅوخت هیچا څه نه دي ویلي.

 نو دی ولې ووژل شو؟

دغه ترور  د هغو زرګونو ترورونو د لړۍ یوه کړۍ ده چې له ډیرو کلونو راهیسې زموږ د وطن او ملت د ختمولو لپاره روان دي.

 ښه مې یاد دي چې څو کاله پخوا په کندهار کې یوه مشهوره ډاکتره ووژل شوه.  دې ډاكترې په عملي او نظري سياست كې برخه نه لرله خو په ولس كې يې د يوې لايقې ډاكترې په حيث عزت كېده. کله نا کله لوی سوداګر او پانګوال هم د غلو له خوا څخه نه بلکې د هغو مرموزو کړیو په لاس وژل کیږي چې په افغانستان کې د سر سړی، د سرمایه ګذاري سړی، د فکر سړی او د خیر سړی نه غواړي او نه یې زغمي.

 د طالبانو له نسکوریدو راهیسې یوازې په کندهار ولایت کې شاوخوا زر کسه قومي سپین ږیري، د مدني ټولنې فعالان، روشنفکران او اجتماعي مصلحین وژل شوي دي. په تیرو پنځلس کلونو کې د ډیورند د بلې غاړې په پښتني سیمو کې هم په سلګونو او په زرګونو قومي، اجتماعي، سیاسي او فکري شخصیتونه وژل شوي دي. همدا نن چې دا لیکنه کوم په کوټه کې د بلوچستان پوهنتون د حقوقو پوهنځي رییس برسټر امان الله اڅکزی ترور شو او ځکه ترور شو چې پښتون تعلیم یافته و.

تر اوسنو پېښو او د طالبانو تر ظهور دمخه هم په پېښور كې او د پاكستان په ځينو نورو سيمو كې د افغانستان د قومي مشرانو او اجتماعي فعالينو د ترور  هنګامه توده وه. په هغه وخت كې به ويل كېدل چې په دې پېښو كې د افغانستان د زورورو ګاونډيو لاس دى ، د هغو ګاونډيو چې غواړي افغاني ټولنه كاملا وشړېږي او د افغانستان شپږ نيم لكه كيلومتره مربع خاوره پخپلو منځو كې سره ووېشي.

  هر ځل چې يو قومي مشر او اجتماعي شخصيت وژل شوى دى نو غالبا د قتل د اصلي عاملانو لخوا اوازې هم خپرې شوې دي چې مقتول شخصي دښمنان لرل ، خو حقيقت دا دى چې د دغو پېښو اكثره مقتولان داسې كسان وو چې په عمر كې يې شايد په ښكاري توپك هم ډز نه و كړى، پاتې خو شوه شخصي دښمني. په دغو كسانو كې ځينې داسې افراد هم شامل دي چې له هيچا سره يې سياسي مخالفت  نه درلود.

 د دغو قتلونو عاملان كه هر څوك وي او كه دغه مشران په هر نيت وژل شوي وي خو په دې كې شك نشته چې نتيجه يې د يوه ملت د جوړښت ختمول او د يوې ټولنې د روح وژل دي . په اوسنۍ زمانه كې د يوه ملت يومخيزه وژنه تقريبا ناممكنه ده نو د ختمولو لپاره يې كاميابه لاره دا ده چې د سر سړي يې ختم شي.  دغه د سر كسان ممكن سياستوال وي، ممكن ديني عالمان او روشنفكران وي، ممكن لايق متخصصان او ډاكتران وي ، يا بل هر هغه څوك چې په يوه ټولنه كې له سولې، مدنيت او ترقي سره مرسته كولای شي.

  د دې لپاره چې يو ملت د ملت او يوه ټولنه د ټولنې په حيث وپايي ، نو پرله پسې مادي او معنوي  انكشاف ته ضرورت لري. په يوه ټولنه كې اقتصادي، كلتوري او اجتماعي انكشاف يوازې هغه وخت ممكن دى چې په هره ساحه  كې د كار كسان ولري. كه مثلا په يوه ښار كې يوه ډاكتره يا يوه انجنيره واوسي نو نور خلك دا الهام اخلي چې د دوى خويندې او لوڼې هم كولاى شي چې ماهرانې او متخصصانې شي. دغه راز كه په يوه ولسوالي كې قومي شورا جوړه شي نو ورسره د قام د مشكلاتو د اواري لپاره فكر كول هم پيلېږي. خو كه د ټولنې غړي هرې خوا ته سترګې وغړوي او د امېد او بهترۍ هيڅ رڼا ونه ويني نو ورو ورو پخپله ټولنه باور له لاسه وركوي . كله چې وګړى پخپله ټولنه كې بهتري ونه ويني ، كله چې وګړى خپله ټولنه د خپلو مشكلاتو د اواري لپاره مفيده ونه بولي، نو ټولنې ته شا ور اړوي او په دې ډول ټولنه په یوې کاواکه ونه بدلیږي چې د زمانې نری شمال یې هم نسکورولای شي.

 د شیر  ولي وردګ ترور د یوه ملت او یوه هیواد د ترور د پروګرام برخه ده. دغه پروګرام که د طالب په لاس عملي کیږي، که د کومې بلې ډلې په لاس، خو نهایي هدف دا دی چې افغانان او افغانستان، خدای مکړه، له پښو وغورځي.

2 thoughts on “شیر ولي وردګ ولې ووژل شو؟/ الحاج عبدالرشید هوتک”
  1. ئې شهید شیرولي وردک د جنتونه نصیب شي۰ مونږ ته شهید شیرولي وردک مړ نه، لکه محمد جان خان غازي تل ژوندئ دئ۰
    ما شیرولي وردک له نژدې نه پیژانده خو ارویدلي مې دي چې ډیر پوه، بې کبره( متواضع)، پښتون شخصیت وه۰ د پښتنو وژنه، زمونږ د بې اتفاقۍ نښه ده۰ که موږ په خپلو کې یو موټئ وای، که موږ یو په بل دښه ژوند لورینه لرلای، داسې یو، یو به نه وژل کیدو۰ اوسم ناوخته نه دئ که ټول افغان سره یوموټئ شي، یو بل ته غل او بخیل ونه اوسي، نو زموږ پلارونه او ورونه به داسې نه ترور کیږي۰
    راځۍ اې پښتنو ورونو! دخپل عزت له خپله ځانه پیل کړۍ، بس ده نور ورو وژنه۰

  2. شيرولي ما هم له نيژدي نه پيژانده مګر فاروق دمکتب له وخت څخه پيژنم شيرولي دا چي ځوان وه زه هم پري خفه شوي يم مګر پدي خبره بايد پوه شو چي هر څوک دهر چا غوندي نشي کيداي راځي

ځواب ورکول هارون ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *