خلکو به داسي انګېرله چي (سمعان) یې اروایي او مذهبي لارښود دی د صغیره او کبیره ګناوو په اړه خپل فکر په ښه توګه اظهارولای سي خصوصاً د جنت ،دوږخ او دکفارې دمقام یادوني به یې دسترګو په رپ کي تېرولې ،پادري سمعان په شمالي لبنان کي کلي په کلي ګرځېدی ،دخلکو د اروایي ناروغیو درملني به یې کولې تر وس تېر زیار یې ګاللو چي رټلي خلک دشیطان له دامه وژغوري دا ځکه دا بزرګ پادري به هرګړی دشیطان پرضد مبارزه توده ساتله هم یې خلکو زښت احترام لرلو ،دسرو اوسپینو زرو دسیکو په عوض به یې ددې اروایي لارښود مقدسي ویناوي او دعاوي رانیولې ،فصل چي به ورسېدو د دې اروایي لارښود او بزرګ پلار ونډه به پکي حتمي وه دمني یو سوړ ماښام وو پادري یو کنډواله او لیري کلي ته نژدې کېدو …. د درې ترپېچومو اوړېدو چي دسړک له غاړي د ژوري کندي یې زړه رېږدوونکې ناره تر غوږو سوه ، دپادري پښې په رېږدېدو سوې،لوڅ لغړسړی یې نسکور پرمځکه ولیدو چي تر ژورو ټپو یې وینو داري وهلې ، زخمو یې سر اوځګر ټول ور پوڼولی وو، خوار خورا د زړسوي په حال کي دمرستي لپاره ږغونه کول (وروره مهرباني راباندي وکړه ،کومک راسره وکړه کنې مرم ،یوڅه مرسته راسره وکړه ) پادري سمعان چي په وینو لړلي او کړیدلي سړي ته وکتل نورهم وځورېدلو ،بیایې په زړه کي وروګرځېده ( څوک پوهیږي که هم داسړی لارنیوونکی وو…. د لارویانو دشکولو نیت به یې درلود لارویانو به ژوبلولی وي وروسته به یې دې کندي ته غورځولی وي اوکه چیري دا سړی مړسوهم به سلا بلا پکي راګیرسم )
پادري سمعان د دې اندېښمن فکرسره مل مخ په وړاندي خوځېدو چي ژوبل سوي سړي بیا ورباندي ږغ کړو ، داسي یوازي مي مه پرېږده ،زه مرمه ،مه راڅخه ځه !
اوس پادري سمعان نورهم اندېښمن سو دځان سره یې کرار وویل ( دحقداره سړي له مرستي سترګي پټوې) شونډي یې لکه پاڼه وریږدیدې بیایې دځان سره وویل ـ
( دا سړی به دهم هغه ډلي له لیونیانو څخه وي چي هرګړی په ځنګلو کي روان وي او وایي زه څه وکړم ؟)
زه چي د دا سړي و زخمو ته ګورم وام مي اخلي بیا د اروایي لارښود خو دا دنده نه وي چي دبدني زخمو درملنه دي هم کوي )
ددې انګېرني پس پادري سمعان یوار بیا مخ په وړاندي د خوځیدو بیړه وکړه ناڅاپه دمرګي حاله سړي ترخوله یوه داسي زړه غوڅوونکې ناره وختله چي له هیبته یې د غرو زړونه هم ورېږدېدل اوپادري ته یې داسي وویل :
(راسه رانژدې سه شه رانژدې سه ،زه اوته دکلونو- کلونوپخواني ملګري یو،ته پادري سمعان یې زه دي ډېر له نژدې پېژنم ،نېک او صابر چوپان پادري سمعان ….. زه کوم لارښود نه یم نه خو لیونی یم په دغه کنده کي مي یکړ و مرګ ته مه پرېږده ته رانژدې سه ،راسه زه به درته ووایم چي زه څوک یم !
اوس پادري سمعان څه ورنژدې سو ،ښه ورته ځیر سو بیا هېښتیاواخیستو له ځان سره یې وویل :
( د داسړي خدوخال څومره توپیرمنده او نابلده دی ، تر ځیرکتیا یې عیاري ترښایست یې بدرنګي او تربدۍ یې دنیکۍ څرکونه راڅرګندیږي )
پادري سمعان چي اوس پرشا رهي وو، په لنډه سایې ځني وپوښتل ته څوک یې ؟
مرګي حاله ژوبل سوي سړي په ټیټ ږغ ځواب ورکړ:
(ته مي ډېر ښه پېژنې څو- څو واري دي لیدلی یم هم هره ورځ زما په اړه ډول- ډول خبري کوې …. زه وتاته ستا تر سا هم درنژدې یم )
پادري اوس په بابولالو سر سو ، ورته ویې ویل :
( ته درواغجن یې ،مکار یې ، مرګي حاله سړي ته دروغ ویل مناسب نه وي ، ما دا ستا لعنتي څېره هیڅکله نه ده لیدلې ،صفا،صفا راته ووایه چي ته څوک یې کنې هم داسي به دي په زخمو کي همدلته ژوبل پرېږدم )
اوس ژوبل سوی سړی ورو- ورو په وړاندي وخوځېدو د پادري په سترګو کي یې سترګي ور واچولې د رازه ډکه خندا یې پرشونډو وغوړېده ،زښت په سپېڅلي او روڼ ږغ یې ورته وویل زه شېطان یم !
د پادري سمعان چي دا له وحشته ډک ټکی تر غوږو سو نویې له وامه داسي چیغي کړې چي د درې کارګان یې هم په نارو کړو ، یوار بیایې په ځیر، ځیر ورته وکتل له ځان سره یې وویل د دې سړي بڼه رښتیا هم دشیطان هغه عکس ته څومره ورته ده چي دکلي په عبادت ځای کي راځوړند دی ،اوس پادری چي غونډ رېږدېدو داسي ورته ویل :
( خدای راباندي ستا دا ناولې او بده څېره ولیده نوره مي هم ستاڅخه دکرکي جذبه توده سوه ،تل مي درباندي لعنت ویلی هم به یې درباندي وایم ، ناروغه پسه ترچاړه لاندي ښه وي چي ناروغي یې په نورو پسو پوري نسي)
شیطان په ځواب کي ورته وویل :
( پادري! کار د تلواري نه دی ،دا ارزښت ناکه وخت دي په بې معنا خبرو مه تېروه … راسه رانژدې سه ، زخمونه مي راومینځه چي د تنه مي روح په الوتو سي )
پادري په ټوکو او ملنډو ورته وویل :
( هغه لاسونه چي هره ورځ دخدای د عبادت لپاره پورته کیږی ،هغه به د دوږخي خاوري جوړي پلیتي هستۍ ته څه ډول ور اوږده سي ، زمانه او د زمانې ټول خلک دکلونو- کلونو درباندي لعنتونه وایي ، ته به مرې حتماً به مرې ، ته دانسانیت تر ټولو لوی دښمن یې او بل په دا هڅه کي یې چي د خلکو نیکیاني سره شو پتو کړې )
اوس د شیطان په پښو کي حرکت را پیدا سو ناڅاپه پرګونډو جګ ورته ودرېدو پادري ته یې وویل :
( ته چي څه وایې هیڅ نه ورباندي پوهېږې نه د دغه جرم احساس انګېرې چي ته یې دا مهال په خپل ضد اجرا کوې ، ته راته غوږ سه ،زه درته خپله کیسه تېروم ،نن په دې ناوه کي یوازي را رهي وم چي دملایکو یوه سیل راباندي برید وکړ خورا یې ژوبل کړم، دیوې ملایکي سره په لاس کي که چیری دوه مخیزه ځلېدونکې توره نه وای نوبه مي حتماً ماته ورکړې وای لاکن د توري مخه نیول یې زمالپاره یو ستونزمن کار وو……!
اوس شیطان یو ګړی پټه خوله سو، دخپلو پښو زخمونه یې په رېږدېدونکو ګوتو کښېکښل بیا یې ورته وویل ،زماپه فکر دا توره لرونکې ملایکه لکه چي میکایل و، دتوري چلوني ښه هنریې درلود، که زه پرمځکه نه وای رالوېدلی خپل ځان مي مړ نه وای ښودلی زما به یې هم کار ترکار راتېر کړی وای !
اوس پادري سمعان په فخر او غرور د اسمان پر لوري سترګي وغړولې او داسي یې ورته وویل :
( صدهزار رحمتونه دي وي پرمیکایل چي د دغه بد ذاته دښمنه یې انسانیت وژغورلو )
شیطان اوس په چیغو او کلک احتجاج سره ورته وویل:
( دانسان پرضد زماکرکه دومره بې پایانه نه ده لکه څومره کرکه چي ته دخپل ځان په اړه لرې ته میکایل ته نارې وهې چي هیڅ وخت هم ستامرستي ته نه دی …. ته دبدمرغیو په دې ساعتونو کي مردود وای ،ستاباور نسي چي زه تل ستا د اطمینان اوخوشالۍ سوب ګرځېدلی یم …. او اوس راڅخه خپلي دعاوي سپموې او هم مي له خپلوۍ مخ ګرځوې که رښتیا راباندي وایې ته زما د هستۍ په غارو کي غوړېدلی یې ،زما ژوند یوه پلمه او دځان بریالیتوب دي یوه زینه ګرځولې ده ، خپل اعمال ګړندي ساتلو ته زما نوم په کار اچوې ، زما پرون د دې ګواه دی چي ته به هم نن هم به سبا زما اړتیا انګېرې ، تا د دولت په راټولولو کي دخپلو شخصي ګټو رغونه نه ده کړې ؟
زما دعظمت دسوبه له خلکو سره اوسپین زر نه راټولوې ؟
ته یې داسي نه انګېرې که زه مړسوم ته به هم دلوږي مړسې ؟
نن که دي زه دلته مرګ ته پرېښودم سبابه ته څه کړې ؟
چي زه ژوندی پاته نه سم ته به بیا کومه وظیفه اجراکوې ؟
ته له دا څو کلونو په داکلو ګرځې خلکو ته نصیحتونه کوې اوخلک لما ژغورې، خلک ستانصیحتونه په دینارونو او دمځکي دکښتونو په عوض رانیسي سباته چي ټول خلک وپوهیږي چي دهغو دبدکرداره دښمن مړسو بیابه خلک لتا څه اخلي ؟
زما د مرګ سره به ستا تجارت هم پایڅوړ ومومي ،خلک به نور له ګناه په امان سي ،ته خو پادري یې د دې احساس نه لرې چي د شیطان ژوند مذهب زېږولی دی ؟
دا د لرغوني فساد یو پټ لاس دی چي دعقیدت ساتونکو له جېبونو دسترګو په رپ کي دسرو او سپینو زرو سیکې راباسي د واعظانو او پادریانو په تجوریانو کي یې خوندي کوي ، اوس مي ومرګ ته پرېږدې چي دا دي هم باور دی که زه مړسوم ستابه هم عزت ،عبادت ځای ،کور ،روزګار ټول شو پتو سي !
شیطان دڅه ساعت لپاره پټه خوله سو،عجز یې اوس په بې قیده خودسرۍ اوښتی وو ،پادري ته یې وویل :
( پادري !مغروره خو یې لاکن ناپوه هم ډېر یې ، زه دعقیدې کیسه درته تیروم ، ته به یوداسي صداقت ځني ترلاسه کړې چي تاته به ځني جوتیږي زه اوته سره اخښلي یو ،زما ژوند ستاپه وجدان پوري ګنډلی دی !
وخت چي اولین څرک ووهلو انسان دلمرمخ ته ودرېدلو اوخپل لاسونه یې وژوول او په چیغو ،چیغو یې وویل تراسمان ها خواته سترمحبوب په مینه ناکو کاتو کتونکی خدای موجود دی اوکله چي یې لمر ته شاکړه پرمځکه یې خپل سیوری ولیدو نویې وویل دمځکي په تل کي یوشیطان میشت دی چي پر بدۍ مین دی، انسان بیرته دخپلي سمڅي په لور راستون سو او د ځان سره دا ډول ګډ سو زه د دوو نویو قوتونو ترمنځ ښکېل یم ، یوقوت چي زه ورپکي پناه اخلم او دا بل قوت چي زه یې پرضد هروخت مبارزه کوم ،زمانې پیرونه واړول هم به یې واړوي خو انسان د دې دوو قوتونو په منځ کي ښکېل ولاړ دی ،دیوه ښېګڼه سپړي ځان ته هسکوالی ورځني احساسوي او هغه ورباندي لعنتونه استولي ولي چي دی ورځني ډاریږي خو دلعنت او رحمت په معنا یې تراوسه دځان پوهني زیار نه دی ګاللی ، د دې دواړو قوتونو په منځ کي هغه دهغې وني په څېر دی چي دپسرلي او خزان ترمنځ راښکېل وي ، کله سمسوریږي اوکله بیا اوچیږي ،تمدن چي لومړی څرک ووهلو همدا د انساني پلټني پیل وو، دټبر وجود وزېږیده قبیلې تشکیل سوې، د استعداد او رجحاناتو سره سمي خوارۍ ووېشل سوې، یوې قبیلې پرمځکه کرنه پیل کړه نوبلي قبیلې د سر سایې په رغونه ځانونه واچول، ځینو بیا په رخت رغوني لاسونه پوري کړل ،ځیني هم د خوراک په لټون ووتلو ،اخرپای تقدس وزېږید هم دا دسباوون لومړۍ ځلا وه چي انسان په منورسو چي نه یې اړتیا اونه یې احتیاج ورته درلودلو !
اوس شیطان یوې لمحې ته پټه خوله سو،وروسته یې داسي په پړق،پړق وخندل چي غرنۍ درې یې په لړزا کړې خو ناڅاپه بیاخپل زخمونه وریادسول او دزخمونو خوږیې اوس ترپخوا زښت احساسولو خپل لاسونه یې پرخپلو زخمونو کښېښودلو ،وروسته یې ځان ته د اطمینان ور کولو په خاطر وویل ، د الوهیت خدایي چي څرګنده سوه هم په ډېر نابلده بڼه وغوړیده تر ټولو دمخه دقبیلې یو سړی چي دانشمند یې نوم وو په دې نه پوهېږم چي دا ټکی څنګه راپیدا سو خو دانشمند ډېر ځیرک هم استراحت خوښوونکی څوک وو، په مځکه کي د هل چلولو ،دسرسایې رغولو،څارویو کتلو او نورو خواریو کښلویې خورا کرکه درلودله هم په دغه ورځو،شپو کي بې له خوارۍ چا خوراک موندلای نسو دا ځکه دانشمند له څوشپو او ورځو په وږي نس ګوزاره کوله،یوه شپه چي دقبیلې خلک دخپل سردار ترخېمه راتاو وو دخپلو ورځینوکارونو په اړه یې خبري کولې هم یې د بیدېدو وخت په رانژدې کېدو وو ناڅاپه یوه سړي ورپکي نارې کړې ،سپوږمۍ ته وګورﺉ دا دشپې ملایکي ته وګورﺉ بڼه یې توربخونه،ښایست یې ورک سو،یوتورکاڼی سو په اسمان ځړیږي ،ناستو خلکو چي سپوږمۍ ته وکتل ټولو د ډاره نارې کړې سپوږمۍ یومخ توره اوړي ،دشپې ملایکي خپل ښایست ټول بایللی وو، غرونه او درې په تیارو کي لمبېدل ،دانشمند رامخکي سوهغه دسپوږمۍ ناروغتیا تر دې وړاندي هم لیدلې وه او ډېر ښه ورباندي پوهېدو چي دا ټول څه دي،دم ګړی یې له موقعې استفاده وکړه ، د خلکوپه منځ کي ودرېدو په لوړ او قهرجن ږغ یې وویل ،ټول پرسجده سی اوپه عبادت مشغول سی دشپې دبدکرداره ملایکي او دسپوږمۍ ملایکي ترمنځ جنګ روان دﺉ که دبدۍ ملایکي بری وموندلو نو زموږ بربادي یقیني ده اوکه دسپوږمۍ ملایکي بری په برخه سو نو زموږ د ټولو ژوند به دایمی وي اوس په عبادت مشغول پاته سی،تندي په سجدو کي راته پرېږدﺉ ،سترګي پټي کړﺉ ،اسمان ته ونه ګورﺉ،هرچاکه د دې دوو ملایکو جنګ ولیدو په دواړو سترګو به ړوندسي ،لیونی به سي، خپل تندي همداسي په سجدو کي پرېږدﺉ، دزړه له تله دعاوي وکړﺉ چي دسپوږمۍ دملایکي بری په برخه سي د ازله د بدۍ ملایکه زموږ دښمنه ده ، دانشمند لګیاوو درواغجني او ډاروونکي کیسې یې تیرولې ،نابلده بې لاسو او بې پښو کیسې یې ورته کولې چي هغو تردې وړاندي هیڅ نه وې اورېدلي ، خلک یې د مکارۍ په ډکو خبرو ترهغو مشغول وساتل څو تروږمۍ ورکه سوه د سپوږمۍ رڼاوي وپاشل سوې دانشمند ورباندي په بیړه ږغ وکړ نور بس دﺉ سرونه مو راپورته کړﺉ ورته وګورﺉ د سپوږمۍ ملایکي خپل دښمن څه ډول وژوبلولو او بیایې په ستورو کي خپل سفر پیل کړ او داهم ستاسو د دعاوو برکت وو چي بری دسپوږمۍ ملایکي په برخه سو داځکه خوترپخوا زښته زړه وړونکې او ځلېدونکې ښکاري ،اوس خلک قرار،قرار له خپلو ځایونو راجګ سول ،دجګتیا سره به یې سمي سترګي په سپوږمۍ کي ښخي سوې چي زښته تر پخوا خوندوره ایسېدله ،اوس دخلکو وارخطایي په مسرت او ډاریې په اطمینان بدل سو له ډېري مستۍ اوخوشحالۍ یې اتڼونه واچول،د چادرانو جوړ سازونه یې ږغول ،دخلکو سندرو ټول ډاګ پر سر اخیستی وو،دقبیلې سردار په هم دا شپه دانشمند راوغوښت ورته ویې ویل :
( تاهغه کارنامه نن ترسره کړه چي دبل هیچا د وس خبره نه ښکاري ،ته په پټو رازونو خبر یې بل څوک ورباندي نه سي پوهېدلای ،زه تادټولي قبیلې په خوښه دخپل قوم سردارټاکم ترما وروسته به ته تر ټولو مقدس یې زه په قبیله کي تر ټولو قوي واکمن یم او ته ترټولو عقلمند او د پټو رازونو سره بلد څوک یې ، ته دملایکو او دقبیلې ترمنځ تماس لرونکی یې ، ته به دقبیلې دهیلو او ارمانونو ترجماني کوې هم به دقبیلې خلک پوهوې چي دملایکو سره مینه څه ډول امکان لري )
دانشمند د قبیلې سردار ته په کلک باور وویل :
(ملایکي چي په خوب یا په الهامي بڼه څه شي راکوي زه به یې د ورځي په رڼاکي دقبیلې خلکو ته سپارم دا ډول به زه دقبیلې او د دې ملایکي ترمنځ یو استازی یم )
دسردار زړه دا ټول څه ومنل اوهم یې دانشمند ته دوه اسان، اووه سخوندره ،اویا پسونه او اویا وري ورکړو ،ورته ویې ویل دقبیلې خلک به ډېر په زړه پوري کور درته جوړ کړي هم به د فصل له اخیستو سره ستاونډه تر تا دروړي ،دا ډول به ته دبرم او خونده ډک او دیو حکمداره په توګه ژوند وکړې ،دانشمند د ځایه وخوځېدو نژدې پر روانیدو وو سردار ورته وویل ، دا کومه ملایکه ده چي د سپوږمۍ ملایکي ته ګواښېدلای سي تردې اوسمهاله می د دې ملایکی په اړه هیڅ نه وو اورېدلي دانشمند چي لاس یې پرمخ راتېرولو ورته وویل :
(ډېر قدرمن اومحترم سردار صاحب ! دا دهغه وختونوکیسه ده چي انسان لا نه وو زېږېدلی ټولو ملایکو د ستورو په ویړ جهان کي ژوند تېرولو یوې ستري ملایکي یې لارښوونه کوله هم دا ستره ملایکه په هغه پټو رازونو پوهېدله چي نوري ملایکي نه ورباندي پوهېدې نه یې دپوهېدلو توان ورباندي لرلو ، د ازلي قانون ترچوکاټ دباندي چي هرډول پټ رازونه دي ، دې ستري ملایکي په خپل زړه کي خوندي کړي دي د اوولسمي پېړۍ په اوومه لسیزه کي د (بهتار) له ستري ملایکي کرکه کوله هم یې سرکښي ورځني وکړه ، ورته ویې ویل ولي موږ دي بچیان نه یو چی ستا د وجود او دعقل ګډ برخه وال یادیږو ؟
اوس ستري ملایکی غضبونه اورول او دا ډول یې ورته وویل :
( زه دا ځانګړی ارزښت په خپلو موټوکي ساتل غواړم او دا پټ رازونه په هیڅ بیه نه لوڅوم، دا په دې خاطر چي زه یې ابتدا یم او هم یې انتها یم )
بهتارځواب ورکړو :
( اې مقدسي ملایکي ! تاسو که زه دخپلو پټو رازونو برخوال نه کړم زه او زما اینده نسلونه به ستاسو پر ضد دپاڅون بیرغونه وړو )
اوس ستره ملایکه پرخپل تخت چي د اسمان په کنګرو کي یې موقیعت درلودلو ودرېده او توره یې کش کړه له لمره یې سایوان وغورځولو ، دا ډول سوې ناره یې ترخوله وختله چي دکایناتو ذره،ذره یې ورېږدوله
( ولوېږه اې د اروا یاغي ،ته د دنیا هغه اوږدې او وروستۍ تاریکي کندي ته ولوېږه چي تش دردونه اوتیارې پکي نڅیږي ،ته به تر هغو هم هلته یې ترڅو لمر پرې نه سي ،ستوري ذرې نه سي او په فضا کي وانه لوزي )
هم دا مهال یې دبهتار اروا د اسمانونو دهسکوالي دپستۍ کندو ته ور وغورځوله چي د ناولو خلکو مسکن وو،هم یې دا مهال د ژوند په پټو رازونو سوګند وخوړولو چي ورسره سمون خوري هغه به دخپل فرېب په دام کي ښکېل ساتي .
سردار چي د دانشمند دا خبري واورېدې د غضبه سور اوشین سو پرتندي یې ګونځي وغوړېدې ،مخ یې ژړ واوښتلو دغضبه ډکه پوښتنه یې ځني وکړه :
د دا ناولي ملایکي نوم بهتار دی ؟
دانشمند ورته وویل په اسمانونو کي یې هم دا نوم وو، خوچي کله دکندو خوراک سوه نو یې څو- څو نومونه غوره کړو عزازیل،ابدون،زمیل،بلیان ،بعدزالول وروسته یې دشیطان په نوم زښت شهرت ترلاسه کړو !
سردار اوس څو- څو واري دشیطان ټکی تکرار کړو ،ږغ یې اوس دا ډول لړزانده سولکه د بادسره چي د وچو ښاخو ږغ مل سي ، سردار ورځني وپوښتل :
شیطان دا دومره کرکه د انسان څخه په څه کوي ؟
دانشمند سمدستي ځواب ورکړو :
دا کرکه ځکه ساتي چي انسان یې د خور او ورور له اولاده دی !
سردار نورهم لالهانده سو ورځني ویې پوښتل :
(د دې مطلب دا سو چي انسان د شیطان له نژدې خپلوانو څخه دی )
دانشمند دبیزارۍ او ستومانۍ په انداز خبره ور زیاته کړه :
هم داسي ده !لاکن د انسانانو تر ټولو نژدې دښمن هم دی دﺉ چي دخلکو زړونه له غمو،اندېښنو او شپې یې له ډاروونکو خوبونو ډکوي ،یوه داسي وسیله ده چي دخلکو کورونو ته توپانونه اوبدمرغۍ راوړي ،پرکروندویې لوږي اوروي ،پرخلکوهم یې پرڅارویو افتونه لوروي ،هغه که یوه بدي ده نو یوه قوي ملایکه هم ده ،بد کرداره ده څه مهال چي موږ غمجن وویني نوبیا د ډېري خوشالۍ اتڼ واچوي خو ترکومي چي علم راسره ملګرتیاکوي پرموږ باندی لازمه ده چي په جدي توګه دې ته ځیرسو چي دا بدکرداره دخپلو ناوړو خاوره پرموږ انبار نکړي نویې ځکه دهریوه کردار ژوره پلټنه اوبشپړه اړتیا انګېرم هم په دام یې ګیر نسو چي دې بد کرداره راته په لاره کي غوړولی دﺉ !
سردار اوس پرخپله لکړه سر ځوړند کړو ،اوس په دې سرګرداني ورسېدم چي دعقله خلاص یو قوت څه ډول زموږ په کورونو کي توپانونه راپاروي ،دا نن چي کوم پټ راز راباندي څرګند سو کټ مټ هم دا ډول به یې دخپلي قبیلې ومخ ته ږدم ،دانشمند ته به لوړ عزتونه او سوغاتونه ډالۍ سي هم به زښت ونازول سي داځکه دانشمند دیوه قوي دښمن له مخه د راز پرده پورته کړه او دبدۍ لوری یې راته په نښه کړچي دا ډول روغه قبیله نادرکه سي !
دانشمند نور د سرداره را رخصت سو دخپلي جونګړي پر لور را رهي سو پرداخپل لاسي اختراع خورا مست ،خوشاله او مغروره ځنګېدو ، دا لومړۍ شپه وه چي د دانشمند پرته روغي قبیلې سره د سرداره روغه شپه ډاروونکي او زړه رېږدوونکي خوبونه ولیدل .
شیطان اوس دیوڅه ساعت لپاره پټه خوله سو او پادري سمعان په ډېره هېښتیا دهغه لوري ته ځیروو،د پادري پر وچو شونډو دمرګ بې خونده خندا په منډو سوه او شیطان خپلو خبرو ته بیرته داسي دوام ورکړ (دا رنګي پرمځکه دمعبودیت ناره وسوه، زمادهستۍ اړتیاهم په دا هیله ګړندۍ سوه دانشمند اولین کس وو چي زما ظلم یې دخپل روزګار پیلامه وګرځوله ،تر د انشمند وروسته یې په نسلونوکي دا روزګار زښت وغوړېدلو او ښه وده یې پکي وکړه ، دیوې مقدسي اوسپېڅلي دندي بڼه یې پکي غوره کړه دا دهغه خلکو دنده ده چي ذهنیتونه یې پاخه ،ارواوي یې سپېڅلي زړونه یې پاک او فکري دنیایې زښته پراخه وي په (بابل) کي به خلکو د یوه عبادت کوونکي په وړاندي اووه- اووه سجدې کولې هم دا ډول دخپلو عبادتونو په وسیله به یې زما مقابله کوله په (نینوا) کي به خلکو هم هغه څوک دخدای او د انسان ترمنځ یو ریښتونی تړون انګېرلو چي به یې دا ویل چي دی زما پټ رازونه پېژني په (تبت) کي هغه چاته دلمر او سپوږمۍ زوی ویل کېدلو چي به زما سره په جنګ اخته وو ،(بابلوس) (ایفاسوس) او په انطاکیه کي خلک لما سره مقابله کوونکو په پښو کي خپل عیالونه قربانوي او په روما کي خلک ځانونه ترهغو هستیو قربانوی چي لمانه کرکه لري اوخپل ټول توان زما مقابلې ته راغونډوي ،دلمررڼا چي به ترکوم ښاره رسېدله هلته به زما نوم د ادب،پوهني ،هنراودفلسفې د دایرو سرچینه بلل کېدله ،که زه نه وای دا عبادت ځایونه به هم نه وای دا لوی ،لوی قصرونه او مینارونه زما په وسیله ودان دي ،زه هغه توان یم چي په انساني ذهن کي اراده ځنګوم هم هغه وسیله یم چي په خیال کي یې نوښت زېږوم ،زه هغه توان یم چي انسان ته حرکت وربخښم ،زه شیطان یم ،ژوندی ،ګړندی شیطان یم !
انسان راسره ځکه په جنګ اخته دی چي دی ژوندی پاته سي ،که زماپر ضد دمبارزې لاس واخلي نوبه یې ورځنۍ ستوماني ،زړه ،ذهن او اروا ورپکي ووژني ،زه زښت توند لاکن هغه ګونګ توپان یم چي د نارینوو په دماغو او دښځو په زړو کي پټي هنګامې راویښوم ځکه مي له ډاره د عبادت ځایونو لوري ته سفرونه لنډوي هم دا ډول راباندي ملامتیاوي رالېږي یاهغه ناپاکو ځایونو ته ځانونه رسوي چي هم هلته زما دکلکي ارادې منونکي وګرځي ،دا ډول ماخوشالوي (راهب) چي دشپې په چوپتیاکي زما څخه د ژغورني دعاوي غواړي دا نو دهم هغه بازاري ښځي په څېر دی چي مي خپلي عیاش خانې ته وربولي ،زه شیطان یم ، یو ژوندی او ګړندی قوت !
د راهب خانو او خانقاوو رغوونکی هم زه یم چي دبېري په اساس یې درولي دي ، زه که ومرم په خلکو کي به بیا دبېري اوخوند هیڅ وجود پاته هم نه سي ، دخلکو له زړونو به هیلي او ارمانونه کډه سي ، ژوند به اواره او بې توانه وګرځي ، ژوند به د ستار شلېدلی تاروګرځي زه شیطان یم ښاد او ګړندی یم ، دفریب ،تهمت ،درواغو او خندا څښتن یم دا ټول څه که له دنیاټول کړې نو انساني ټولنه به یو داسي خزان ځپلې بڼه غوره کړي چي یوازي دنیکۍ ازغي به ورپکي ټوکیږي ، زه شیطان یم ښاد او ګړندی یم ، زه دګناه چینه یم، ته دا خوښوې چي زما د زړه درزا په درېدو سره دي د انساني زړونو درزا هم ودریږي ؟
ولي ته دا خوښوې چي دسبب سره مسبب هم ووژنې ؟
دا دنیا چي د رغوني اساسي پیلامه یې هم زه یم ، په دې وچ بیابان کي مي وژلو ته داسي یوازي مه پرېږده ، څنګه کولای سې هغه اړیکي وشلوې چي زما او ستا ترمنځ موجودیت لري ؟
پادري ماته زما دخبرو ځواب راکړه !
پادري سرکښته ځړولی وو، ورغوي یې موږل، ژوروفکرو اخیستی وو،د مخ بڼه یې دهغه مصري بت په څیر سپینه اوښتې وه چي دپېړیو- پېړیو راهیسي د (نیل ) پرغاړه موقعیت لري ،شیطان یوار بیا په خپلو قهرجنو سترګو پادري سمعان ته وکتل اوپه لړزېدلي ږغ یې داسي مخاطب کړو:
ډېرو خبرو ناتوانه کړم ، دامي خطا وکړه ،زما د ژوبلتیا او ژورو زخمونو تقاضا هم دا وه چي له وړاندي ته ورباندي پوهېدې هغه خبري مي درسره نه وای کړي ،اوس چي دي زړه څه درته وايي هم هغه وکړه، که دي زړه وي خپل کورته مي بیولای سې هم زخمونه رامینځلای سې او که دي زړه وي په هم دې کندو کي مي سا ختو ته یوازي پرېږدې !
اوس دپادري سمعان غړي رېږدېدل دهېښتیا او پریشانۍ په حال کي یې په خواره خوله ورته وویل :
نن راباندی هغه پټ رازونه لوڅ سول چي یو ساعت وړاندي یې ماهیڅ اړتیا نه انګېرله ،دا خپله ناداني زه اوس قبلوم، ته مي ترګناه راتېرسه ،اوس ورباندي ښه وپوهېدم چي ته دنیاته دبندګانو د ازمایښت لپاره را استول سوی یې ،هم دا ازمایښت یو داسي بلاده چي خدای پاک پکي د انسانانو ارواوي تلي ګویا دا یو داسي تول دی چي ارواوي په تلل کیږی ،دا مي اوس عقیده سوه ،ته که ومرې اوخلک په دې پوه سي چي ته مړ سوې دخلکو له زړونو به د دوږخ ډار کډه سي ،عبادتونه به پرېږدي داځکه خوبیا ګناه – ګناه نسوه پاته ، ته به ژوندی پاتېږې ،ستا په ژوند پوري د انسانیت دخلاصون پټ رازونه غوټه دي ،زه د انساني میني په عوض خپله کرکه ترتا قربانوم چي تر اوس مهاله مي لتاسره درلوده !
شیطان اوس داسي په پړقهاري وخندل چي ټوله مځکه یې لړزانده کړه ، پادري ته یې وویل :
پادري ته څومره هوښیار سړی یې ته په مذهبي چارو کي ژوره زدکړه لرې ،تادخپل علم په زور څومره زغرده احساس کړه چي زما ژوند څومره مهم دی ،زه تر دې وړاندي نه پوهېدم ،اوس چي مي درسره وپېژندل نو دخپل ژوند په ارزښت پوه سوم ،زما ګله وروره !
رانژدې سه په دښتوکي تیارو اتڼونه واچول ،نیمه وینه مي دویالې شګو راڅخه زبېښلې ده ،په زخم ،زخم بدن کي مي نور سېک نه دی پاته ، تا که هم راسره مرسته ونه کړه نوبه مرګ ما ستومانه او ژوبل سوی په نیمه بیه درڅخه واخلي !
پادري سمعان نور خپل لستوڼي را ونغښتلو شیطان یې را په شا کړو او دخپل کور پر لور را رهي سو .
اوس په دښتو او درو کي تیارې غوړېدلي او چوپتیا غځېدلې وه ،پادري سمعان دا دروند بار اخیستی دخپل کور پرلور رهي وو، تور کوټ او اوږده سپینه ږیره یې په وینو لنده خیشته وه ، مخ په وړاندي خوځېدلو او پر شونډو یې دشیطان د سلامتیا لپاره دعاوي رغړېدلې .
A great to read. Really inspiring. I wish I could read more from Khalil. Thanks Esmat for translation this.
ښکلې لیکنه او ښکلې ژباړه. مننه کوو له لیکونکي، ژباړن، او همدارنګه د تاند څخه چې ښکلې لیکنې شریکوي.