تاند- د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي د ننګرهار له ولایته استعفا وکړه څو ځان د راتلونکي لمریز کال د حمل د میاشتې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته کاندید کړي.

د سیمه ییزو اورګانونو ویندوی تواب غورځنګ د ښاغلي شېرزي استعفا تایید کړه.

شېرزی د ۲۰۰۱ میلادي کال له وروستیو څخه تر ۲۰۰۳ پوري د کندهار والي و، وروسته د څه مودې لپاره د ښارجوړونې وزیر و، بیا ننګرهار ته تبدیل شو چې تراوسه همالته والي و.

شېرزي وروسته له دې په انتخاباتو کې د ځان د کاندیدو اعلان وکړ چې عبدالرب رسول سیاف د ولسي جرګې له غړیتوبه استعفا وکړه او ویې ویل چې ځان ولسمشرۍ ته کاندیدوي.

د هرات پخوانی والي او د انرژۍ اوسنی وزیر محمد اسماعیل خان د سیاف د لومړي مرستیال په توګه نومول شوی دی.

د مالیې پخواني وزیر اشرف غني احمدزي هم ویلي چې ځان به ژر کاندید کړي خو تراوسه یوازې بسم الله شېر او عبدالله عبدالله ځانونه رسماً کاندید کړي دي.

ټاکل شوې ده چې سیاف سبا د انتخاباتو خپلواک کمیسون ته مراجعه وکړي.

10 thoughts on “ګل اغا شېرزي ولسمشرۍ ته د ځان د کاندیولو لپاره له ولایته استعفا وکړه”
  1. په افغانستان کی قحط الرجال دی د لسم صنف پوری مکتب ویل او بیا کاتب پاتی شوی وه د چور او تالان وخت راغی او بیا د ننګرهار په قاطع اکثریت خاموش ولس او څو محدودو خاینانو د والی په صفت پاتی شو چی بیغر د اخلاقی فساد څخه نور یی هیڅ نه دی کړی او ددی کار زمینه ورته یی دده فاسدو همکارانو برابره کړی وه زه د یوه افغان په صفت ټولو افغانانو ته د الله ج حضور وړاندی کوم چی لږ فکر وکړی او یو درست مشر انتخاب کړی نه دداسی فاشستو په شان
    والسلام

  2. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    آيا افغانان غواړي داسې يو بلدوزر يې ولسمشر شي، چې نه يې کندهار آباد کړ او نه هم ننګرهار!
    خدای دې پر افغانانو ورحمېږي!
    معه سلاموکم الاهلولافغانيون
    ملا ميوند آخوند

  3. بلدوزر خوډیرښه کارکوی خودده څخه دبلدوزرکارهم نه اخیستل کیږی دابلدوزرصرف له خپل خیټی اوخپل کورلپاره کارکوی په ټول قندهار کښی دی بلدوزر یوازی دخپل پلا رقبر ښه اساس اوښه دمیلی ځای جوړکړی نوریی دقندهار لپاره
    هیڅ هم ندی کړی صرف یوبت ناست ووخپلی ژاولی یی ژوولی په ننکرهارخوموږ نه یو خبر چی څونه چارتراش به یی غلاکړی وی :اوس دمرکز وخزانی ته زورونه وهی ::دډیر غړوم بی څخه یی خوله هم کژه شوی ده

  4. دا شیراغا شیرزی نه بکله گل اغا شیرزی ده او مونږ به نور څه نه وایو بلکه دا پښتو ژبي مشهور متل را په یادوی چي وایی ( له نه میړو ملک شو بلو)

  5. salamona….awal kho taand karkawonko sakha heela kawama che da nangarhar da waali nom gul agha sherzai dai aw tase sher agha sherzai lekalai dai ……aw bal os de ham afareen se da naar zoi doi da pashtano yaw sok kho ryasat jamhore ta wadaredai ………ka na ye nu tola kandeedaan ba da shamaali talwale waii

  6. سلامونه
    د ګل اغا شیرزی کارونه ټولو ته معلوم دی کنداهار ته راشی وی ګوری او په ننګرهار کی چی کوم خدمت شیرزی کری هغه ټولو ته معلومه ده دده کامیابیدل دافغانستان ابادیدل دی مننه

  7. داهم دقیامت یوه علامه ده چه نادان او نا اهله خلک به حاکمان وی . دا مردار سوغات د امریکی او دهغی ددوستانودی چه پر مونز راتپلی ده . الله پاک ددوی کور ددی دموکراسی سره وران کی

  8. ښاغلی ګل اغا شیرزی ته یو وړاندیز
    ښاغلی شیرزی صاحب شکر الحمدالله تاسی خونن سبا په يښتنو کی یوملی، مخور اویووتلی مشر یاست چه ستا دغه مشرولی دولسمشر دمقام څخه ډیره لوړه ده، نوباید دپښتون دمشر په صفت هڅه وکړی چه په راروانو انتخاباتو کی یوکس پوهه پښتون لکه اشرف غنی احمدزی دټولو پښتنو په نماینده ګۍ دولسمشری چوکۍ ته په شریکه ونوموی، ستاسی کوښښ به دا وی چه ښاغلی سیاف، ښاغلی هلال، ښاغلی قیوم کرزی اونورو ورونو ته ووای چه دولسمشریی رایی مه ټوټه ټوټه کوی، ځکه په دغه ټوټه ټوټه رایو کی به یوهم ونه توانیږیی چه دولسمشری چوکۍ ته ونومول شۍ،
    بیا هم په ډیر ادب سره ستاسی څخه خواست کووم چه نورو ورونو ته قناعت ورکړه اوپه ښاغلی اشرف غنی باندی دعا وکړی.

    یره که دغه کار دیی وکړو نوانشآالله په تاریخ کی به یوه ځلانده څیره یاستی، اوهم به خپل تربور(ښاغلی حامد کرزی) ته وښایی چه ستا کړه وړه دپښتنو سره په دغه لسو کالو کی څه وه اوزما ددووجمعو یانیمی میاشتی کړه وړه وګوره.

    ډیره مننه

  9. gulagha shirzay saheeb salamoalikum;one person can not run every thing by self.
    president must be one leader ,withknowleg,of political andadministration.smart,wise,intelligent.
    in this time afghan president need a good honest team.
    please stan with doctor ashrafghani ahmadzai,and support,
    we need peace in afghanistan,we need to bringup our economy,agrecalture,
    our water going to pakistan and iran,
    if we build project for elctricity,and close water for agrecalture,afghan people like agrecalture.
    doctor ahmadzai saheeb is economist ,he will build good economical project to growup economy.he have quality for presidency.as a pashtoon ,as a afghan,as a muslim please
    work with dr ashraf ghani,this way afghanistan will go forward, thank you

ځواب ورکول Jaan Agha Ahmadzai ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *