ګل اغا شېرزی

تاند- د قومونو او سرحدونو چارو وزیر ګل اغا شېرزي د پخواني ولسمشر په ګډون کندهاري مشران د کندهار د بې اتفاقیو او ستونزو عاملان وبلل.

ګل اغا شېرزی، چې یوه موده په کندهار کې والي هم پاتې شوی، په کندهار کې یوې غونډې ته وویل، بې اتفاقي د کندهار لویه ستونزه ده او د ده او پخواني ولسمشر حامد کرزي په شمول د کندهار مشران د دې ستونزې مسوولیت لري.

کندهار، چې یو وخت یې د افغانستان په کچه تر ټولو د ستر څېړونکي عبدالحی حبیبي، تر ټولو ښه ادیب عبدالروف بېنوا، تر ټولو اوچت خطاط وکیل پوپلزي، تر ټولو ښه سندرغاړي صادق فطرت ناشناس، تر ټولو منلی منجم ابراهیم کندهاري په شان ګڼ مهم شخصیتونه لرل، په وروستیو څو لسیزو کې له یوې خوا طالبانو سخت ځپلی چې د سر سړی یې پکې پرې نښود او د علم او تعلیم مخه یې پکې ډب کړه او له بلې خوا د پخواني ولسمشر په مټ جګړه مار پرې واکمن شول.

په تېرو کلونو کې په ولسي جرګه او ولایتي شورا کې د کندهار له استازو په زغرده معلومېږي چې اکثره کم سواده او زورواکان د کندهار د خلکو استازیتوب کوي.

ښاغلي شېرزي په کندهار کې د یوې سمې ادارې د جوړېدو او په عین حال کې د قانون د حاکمیت غوښتنه وکړه.

ښاغلي شېرزي وویل، د مشرانو تېروتنې د دې سبب شوي چې شپه او ورځ په کندهار کې جنازې پورته کېږي.

ده د کندهار د نوي والي حیات الله حیات هڅې وستایلې او ورڅخه ویې غوښتل چې د اصلاحاتو لپاره هلوځلو ته دوام ورکړي.

په وروستیو کې یو شمېر کسانو، چې له کلونو راهیسې یې کندهار یرغمل کړی دی، هڅه وکړه چې نوی والي حیات الله حیات کار ته پرې نږدي. دا په داسې حال کې ده چې حیات په اوسنیو والیانو کې په نسبي ډول بریالی ګڼل کېږي.

2 thoughts on “شېرزی: کندهار د کرزي په شمول خپلو کندهاري مشرانو خراب کړی”
  1. د ښاغلي دغه شعر رایاد شو

    .
    .
    .
    .

    لا تر څو به کندهاره د غم غشي در اوریږي

    لا تر څو به دي پر کلیو دا پردۍ لمبې بلیږي

    لا تر څو به جنازو ته نوي نوي ساندي زیږي

    زه له غلو سره ملګری نګهبان په خوب کي وینم

    نیمه شپه توره تیاره ده سره لیوان په خوب کي وینم

    نه قاضي سته په دنیا کي نه غمخمور چي واوري ساندي

    نه شمله لرو په سر کي چي یې وباسو د وړاندي

    لاندي باندي کبابیږو غلیمان را پوري خاندي

    د میرویس پر مُصلی مي ایجړاګان په خوب کي وینم

    بې اسرې اوښکو ړندې کړې زموږ د میندو سترګي خوړیني

    موږ ګونګي یو اسمان کوڼ دی دا دعوې به کړي څوک سپیني

    په کهاله د فرشتو کي شیطانان په خوب کي وینم

    نیمه شپه توره تیاره ده سره لیوان په خوب کي وینم

  2. ښاغلی شیرزی ساب! سلام
    همدا څو ورځی مخکی د پټی خزانې د حقانیت یا نه حقانیت په هکله یوه پټه او مرموزه لوبه په لیاره ولوېده ددې لوبی د کریکټ سوټی د ډېرو سرونه مات کړه
    کاشکی ددې کتاب نوم پټه خزانه نه وای ځکه د خزانې ارزښت او اهمیت خو د هغې په پټوالی کی نه بلکه د هغې په ښکاروالی کی باید نغښتی وی
    خیر دی اوس خو نو پټه خزانه بللې سوېده خو که وغواړو ددې پټی خزانې څخه په ښکاره یا پټه توګه ګټه اخیسلای سو
    ښکاره معنی
    په خپله ټولنه کی د پښتنی اخلاقیاتو ترویج
    پټ معنی
    د خپل خدای او وجدان او انسانیت په وړاندی د رسالت احساس
    پدې پټه خزانه کی د ټولو شریفو اقوامو د فرهنګی څېرو د ایماندارۍ او مینی په تار پېییلی ملغلری له ورایه ښکاری او هر څوک ئې په لیدو ویاړی
    د بده مرغه داسی ښکاری چي د کندهار د ځینو قوم پرستو په تورو او خنجری منګلو ددې ښکلو ملغلرو تار شلېدلی دی
    زه خپله د بده مرغه یا نېکه مرغه یا هیڅ مرغه ستا په ښار کی زېږېدلی یم خو اعتراف کوم چي ستا او نورو زرګونو کسانو او لسګونو قومونو په ګډون می پنځم او شپږم(بیا تر زرم نیکه) پوری نه نوم او نښان معلوم دی او نه دا معلومه ده چي څوک وه او له کومه ځایه ئې کډه را بار کړې او په کندهار کی ئې اړولې وه خو دومره می د په غوږ کی دا فطری سندره زمزمه سوېده چي هم د قرآنی بیان په اساس او هم د ډاروینی بیان په اساس زموږ ټولو ریښه او پلار او نیکه یو دی په ضمن کی پلار می راته د وړوکتوب څخه په وطنی رګونو کی د احمدشاه ابدالی او میرویس هوتک مینه را تزریق کړې وه بېله دې چي قومی مزخرف سلائق ئې په نظر کی نیولی وی
    ګوره
    د یو دین یا ایډیالوژی یا فرهنګ یا وطنی افکارو سره مینه د مینه وال د روح او ایمان او عقیدې د حجم او کیفیت او ژوروالی او لوئي سره مستقیمه رابطه لری
    احمد شاه بابا او میرویس خان او امان الله خان یا سید جمال الدین افغان او نور درانه ملی- مذهبی-فرهنګی- حماسی – علمی اشخاص ددې خاوری اصیل بچان او اصیل مشران دی او درناوی ئې ددې خاوری پر هر بچی باندی لازم دی او دې کسانو ته فقط باید د وطنی او ملی عاشقانه زاوئې څخه وکتل شی نه د سمت او قوم او قبیلې د تړاؤ له زاوئې چي په هغه صورت کی به د وطن دوستۍ انګیزه د جهالت په غولو ولړله شی
    د عرفان په علم کی یو بحث شته دی پدې عبارت چي
    هغه څوک ښه په چټکۍ خپله لیاره او سلوک طی کولای سی چي بدن او وزرونه ئې سپک او نازک او شفاف وی یعنی هیڅ د کثافت توکی ئې په جېب او پایڅه او لستوڼی او ژبه او زړه او سر کی ځای ونلری
    بناً هغه افغان به ښه انسان وی او هغه انسان به ښه انسان کوم چي د قوم پرستۍ او قبیلې پرستۍ او نژاد پرستۍ او سمت پرستۍ پلید او متعفن او خواروونکی او ایمان زبېښونکی توکی ئې په بهرنی او دننی وجود کی ځای ونلری
    قوم پرستان خصوصاً کنداری قوم پرستان باید دا حقیقت ومنی چي د عمر بن خطاب د مسجد جامع جوړونه او په هغې کی لمونځ! او د دوبی په اوږدو ورځو کی د روژې نیول او په ژمی کی په یخو اوبو استنجاء به ئې خوشی د ځان تېروتنه وی د قومیت پرستۍ د خبیثی روح سره د خدای یاد او عبادت خدای او پېغمبر او دین او حتی پښتونولی او افغانیت ته یو ستر توهین دی او د توهین کوونکی ځای دردوونکی عذاب دی
    زه داوود خان ته هیڅ ډول درناوی نلرم خو مطمئمن او ډاډه یم چي د قوم او سمت د تخلص پر کارولو د هغه مرحوم بندیز به د هغه مخ سپین ساتلی وی
    ډېر د تأسف او تعجب ځای دی چي زموږ اکثره وطنوال د خدای او رسول او انسانی فطرت اوامرو ته په سپکه ګوری او د قوم پرستۍ پر شیطانی خره سپاره دی د خدای څخه بېره نلری خو چي یو دیکتاتور امر وکی چي قومیت په رسمیت کی بند نو بیا ټول لګیا او په قاموسونو کی ځانته د یو بل تخلص د پیداکېدو په لټه کی وی خو کله چي دیکتاتور بیده سی نو دوباره د قومی احساساتو وسیطې ته بل ټوربو موتور ور نصب کی
    نبی دې شفاعت نه کوی هر هغه څوک چي خپل قوم او ټبر او طائفه تر نورو لوړه بولی او یا فضل فروشی کوی او یا حتی د قوم اصالت ته رسمیت او حقانیت ور وبخښی
    امّا ته شیرزی ساب
    ته اصلاً د قوم سره د تړاؤ او قومیت ته د راسخ ایمان پر اساس نن د د یو وزیر پتوګه کار کوی که نه ستا علمیت او سواد او شخصیت او حتی فزیک خو ددې کار اهلیت نلری
    تا اصلاً د خپل قوم د غلطو احساساتو د غلطی استفادې په اساس ځانته دا مؤقعیت موندلی دی البته د نړیوال استعمار په مرسته
    تا اصلاً د شوروی په وړاندی هیڅ ډول جهاد! ندی تر سره کړی او که دی کړی وی بد دی کړی دی ځکه جهاد ځانته خپل اصول او قوانین لری
    ته او ستا فکری انډیوالان هغه کسان واستی چي د کابل د مزدور رژیم د دستګاه او حتی مسکو سره مو پټی او مرموزی اړیکی درلودې
    تاسی هغه کسان واستی چي د قومی انګېزې پر بنسټ مو د مفلوک ظاهرشاه د زنګ وهلی پروژې پر فعّاله کېدو ټینګار کاوه البته بیا هم د استعمار په مرسته
    په کندهار او د هیواد په بل ګوټ کی د قومی احساساتو د راپارولو اصلی عاملین او مسببین د قومونو استعمارګر او استحمارګر او کوډګر مشران دی چي د خپل شیطانی جاه او جلال او اجتماعی- حکومتی مؤقعیت د استحکام او دوام او ټینګښت او پائښت پخاطر ئې هم خپل قوم غولولی دی او هم ئې په ملی سطحه کی ستری ستری روحی او ملی او حتی اخلاقی ستونزی رامنځته کړی دی بناً په کندهار کی د قومی تشنج او ناکراریو عاملین یوازی هغه څوک نه دی کوم چي تا ګوته ورته نیولې ده بلکه ته او تا غوندی پر قومیت مین خلک هم ددې تشنج د رامنځته کولو عاملین دی
    په هر صورت
    قومی مفهوم شاید یو واقعیت وی خو انسانیت او افغانیت او اسلامیت دا حُکم کوی چي قومیت باید فقط او فقط همهغه
    د( لِتَعارَفُو )پر کمبله تعریف سی او بس او که له هغې کمبلی واووښت نو پوه شی چي د ابو جهل او ابولهب او د تاریخ د نورو سترو نژاد پرستانو په ډله کی به محسوب سی
    وبخښه شریکه چي رانه خپه نه سې
    دردېدلی بیان دی کړی دی او دردېدلی بیان دی واورېد

ځواب ورکول غلام حضرت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *