تاند- د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو وايي چې افغانستان او پاکستان ته پکار ده چې له ۲۰۱۴ وروسته د سیمې د حالاتو لپاره ګډه ستراتیژي جوړه کړي.
شېرپاو وویل، له یوه متبادل پلانه پرته له افغانستانه د امریکا او د هغې د متحدانو د ځواکونو وتل به تباه کوونکې نتیجې ولري.
ده، چې پرون/یکشنبه/ د پېښور په پریس (مطبوعاتي) کلب کې خبرې کولې، تاکید وکړ:«دواړو هیوادونو ته لازمه ده چې په سیمه کې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره په خپلو هلوځلو کې همکاري وکړي.»
شېرپاو، پاکستان ته د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د کېدونکي سفر په اړه وویل: له دې سره به د دوو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ، چې دواړه د ترهګرۍ قربانیان دي، بې اعتمادي لږه شي.
شېرپاو په افغانستان کې د پاکستان د پوځ او استخباراتو استعمارګرو ارادو ته په اشارې وویل:«اسلام اباد ته هم پکار ده چې کابل ته ډاډ ورکړي چې دواړه هیوادونه له ګډ دښمن سره جنګېږي او پاکستان د افغانستان مځکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت او خپلواکۍ ته درناوی لري.»
خیبر پښتونخوا او شاوخوا قبایلي سیمې، چې پښتانه پکې اوسي او شېرپاو هم ځان د هغو جز ګڼي، د جګړې، ځانمرګو او بمي بریدونو په اور کې سوځي. د دې سیمې اکثره پښتانه مشران دا بریدونه د پښتنو پرضد یوه منظمه دسیسه بولي.
شېرپاو په خیبر پښتونخوا کې پر امنیتي وضعیت د غور لپاره د ټولو ګوندونو د کنفرانس د جوړېدو وړاندیز وکړ، ویې ویل وروسته دې ملي کنفرانس جوړ شي.
ده په دې کنفرانس کې د ټولو نفوذ لرونکو خواوو، ګوندونو، مرکزي حکومت، استبلشمینټ (پوځ، استخبارات او د اسلام اباد د قدرت اصلي خاوندان) او د صوبو د چارواکو د ګډون غوښتنه وکړه.
د پاکستان د پښتني سیمو په وروستي برید کې، چې د کورمې ایجنسۍ په مرکز پاړه چنار کې وشو، ۷۵ توري پښتانه ووژل شول او شاوخوا ۲۰۰ نور ژوبل شول.
دا هغه اور دی چه تاسو پاکستانیانو بل کړی دی. اوس نو پریژی چه ټول پکی وسوزی. د امریکایانو له وتلو ورسته به انشاالله هیڅ څه نکیږی، خکه چه اوس طالبان د ملی اردو سره مخامخ نشی جنګیدلی. شیرپاو دی د پاکستان حالت ته وژاړی چه اقتصاد یی هم مخ په خرابیدو دی او سیاسی وضعیت یی هم روځ په روځ خرابیږی. که پښتانه هم خپلو کی په جګړی سره بوخت دی دا ټول د پهجابیانو طرحه ده څو دا خلک سره متخد نشی او د یو لوی او پیاوړه ملت خاوندان نشی
دا جگړی د (ISI) لخوا په لر او بر پښتنو په لاره اچول شوی چی اوس خپله هم پکښی سوزی نو ښه به داوی چی پښتانه سره یو ځای شی تر څو د ( ISI ) دا پلانونه شنډ کړی .
رحمان بابا وایی :
کوهی مه کنه د بل سړی په لار کښی
چیری ستا به د کوهی په غاړه لار شی
ته چی بل چاته په خوارو سترگو گوری
لا ړومبی به ستا صورت د خاورو خوارشی
آدم زاد په معنی واړه یو صورت دی
هر چی بل آزاروی هغه آزار شی
دا جگړی د (آی اس آی) لخوا په لر او بر پښتنو په لاره اچول شوی چی اوس خپله هم پکښی سوزی نو ښه به داوی چی پښتانه سره یو ځای شی تر څو د ( آی اس آی ) دا پلانونه شنډ کړی .
رحمان بابا وایی :
کوهی مه کنه د بل سړی په لار کښی
چیری ستا به د کوهی په غاړه لار شی
ته چی بل چاته په خوارو سترگو گوری
لا ړومبی به ستا صورت د خاورو خوارشی
آدم زاد په معنی واړه یو صورت دی
هر چی بل آزاروی هغه آزار شی