لیکونکې: یما هوتک/اسدالله ولي
امرالله صالح په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د پنجشیر ښکلي ولایت په یوه دینداره کورنۍ کې زیږیدلې، نوموړې په ۱۳۶۸ لمریز کال کې هغه وخت چې لا تنکې ځلمې وو له مجاهدینو سره یوځای شو او د ملي اتل انجنیراحمدشاه مسعود تر څنګ د اسلامي جمعیت تنظیم په چوکاټ کې یې د سرو یرغلګرو پر وړاندې جهاد پیل کړ.
صالح د خپلې ذیرکتیا او لوړ استعداد له امله ډیر ژر د قوماندان مسعود اعتبار ترلاسه کړ او د هغه د نږدې او با اعتماده ملګرو په ډله کې یې ځای وموند، همدا لامل وو چې پر ده یې په ډیر کم عمر کې د ډيرو لویو او حساسو دندو د ترسره کولو اعتماد وکړ. او د مقاومت په جبهه کې یی په لمړۍ کرښه کې د طالبانو د رژیم پر وړاندې خپل مهم رول ادا کړ.
صالح په ۱۹۹۹ کال کې د زده کړو لپاره د امریکا متحدو آیالاتو ته ولاړ او هلته یی خپلې زده کړې ترسره کړې. صالح په هیواد کې یوازینې کس وو چې په دغه وخت کې یې د استخباراتو په برخه کې زده کړې وکړی.
په۲۰۰۱ زیږدیز کال کې د طالبانو د رژیم له پرځیدو وروسته هغه وخت چې لاډیر ځوان وو د ملي امنیت په یو بخش کې یی مشري پرغاړه واخیسته ځکه په همدې برخه کې یی زده کړی کړې وې او تجربه یې درلوده او غوښتل یی له همدی لاری هیواد ته خدمت وکړي. له هغې وروسته د جمهور رئیس کرزي له خوا د ملي امنیت عمومي رئیس په حیث وګمارل شو.
صالح د ملی امنیت د رئیس په توګه د خپلې دندې په دوران کې د ملې امنیت بڼسټونه چې د تیرو جګړو او نا خوالو له امله لمنځه تللي وو او د تیرو رژیمونو په دوران کې یې نوم او حیثیت ته لویه صدمه رسیدلې وه او د خلکو ترمنځ یی نوم له ظلم او وحشت سره تړل شوی وو، له سره ورغول او په خپل غوره استعداد او درایت او د شهید عبدالله لغماني او نورو تکړه ملکرو پرمټ یې د هیواد دا مهمه اداره چې د هیواد د امنیتی ادارو د ملاتیر حیثیت لري یوځل بیا په پښو ودروله او حیثیت او اعتبار یی ورته بیا لاسته راووړ.
صالح او پاکستان؛ پاکستان چې زمونږ ښکاره دښمن دې او د طالبانو او تروریستي ډلو په ښکاره ډول ملاتړ کوي، نو ښاغلي صالح هم له پیله د پاکستان او ددی هیواد استخباراتي او نظامي ادارو پر وړاندې کلک دریځ نیولې او هیڅکله هم ددوی د دسیسو پروړاندې غلې ندی پاتې شوی، او تل یی ددوی شوم پلانونه او کړنې نړیوالو ته رسوا کړي. ښاغلی صالح د هیواد دننه د لستوڼي مارانو او د پاکستان داخلي غلامانو پروړاندې هم چپ ندې پاتې شوی او تل یی هڅه کړې ددوی شومې څیرې هیوادوالو ته څرګندې کړي، ښاغلې صالح په دی عقیده دی چې طالبان او نور تروریستان د پاکستان غیر رسمي لښکر دی چې ددوی پواسطه روزل کیږي، تمویلږي او د دوی د اهدافو لپاره استعمالیږي، او ترڅو چې پر پاکستان فشار رانشي او سولې ته اړ نه شي نو له طالب سره سوله کول ناممکن دي، همدا لامل دی چې پاکستان او تروریستان هم ښاغلي صالح ته د لمړۍ درجې هدف په توګه ګوري او څه موده مخکې یی دده پرکور د موټر بم برید وکړ، د نوموړې د لمنځه وړلو او شهیدولو لپاره په دومره لویه کچه د برید ترسره کول ددی ښکارندوی دی چې نوموړی د دښمن د سترګو تر ټولو خطرناک اغزې دی.
صالح او سیاست؛ ښاغلې صالح په پیل کې د جمیعت اسلامي جهادي تنظیم غړې وو، خو د سولې شهید استاد برهان الدین رباني له شهادت وروسته نوموړې په یوه مرکه کې څرګنده کړه چې نور د جمیعت اسلامي غړې ندې، نوموړې لمړنې ځوان سیاستوال وو چې د هیواد په سیاست کې یې قومي، ژبنې او سمتي بریدونه مات کړل او د ټول افغانستان لپاره یې سیاست پیل کړ، له جمیعت اسلامې څخه له پریکون وروسته یې د زرغون بهیر پنوم یو سیاسي/اجتماعي خوځښت پیل کړ چې د هیواد له هر ګوټ څخه یې ځوانان پرځان راټول کړل او د هغوی د سالمې سیاسي روزنې لپاره فعالیت کوي.
صالح او ملي ارزښتونه؛ صالح د یو سرتیری پتوګه تل د هیواد د ملي ارزښتونو څخه د دفاع په لمړۍ کرښه کې ولاړ وو، او اوس هم د یو سیاستوال پتوګه تل د ملي ارزښتونو څخه د یو افغان په حیث دفاع کوي، نوموړې ځان په قومي، سیاسې، مذهبي او سمتې دایرې کې بند ندې ساتلې او تل یې د افغانستان په لویو او وړو سیاسي او ملي مسایلو کې ځان ترټولو ښه افغان ثابت کړې. د لويي پکتیا په کمپایني غونډه کې دده زړوره وینا چې: د خلقي، پرچمي، جمعتي او نورو نومونو چې پرمونږ تپل شوی وو وخت تللې او اوس مونږ ته یواځې افغانیت پاتې دې او بس، دده د ملی دریځ ښکاره ثبوت دی. نو په ډاګه ویلای شو چې په اوسني وخت کې صالح یو له هغو ملي شخصیتونو او سیاسیونو څخه دی چې له قومي او سمتي بریدونو ها خوا ټولو افغانانو کې محبوبیت او ملاتړي لري.
صالح؛ سوله او د جمهوریت ملاتړ، د یوی باعزته او ریښتینی سولې د راتلو لپاره د ښاغلي صالح دریځ ډیر پرځای او روښانه دی، نوموړې نه غواړي د سولي پنوم یو ځل بیا د پاکستان غلامانو او لاسپوڅو ته د هیواد واګې وسپارل شي او یا هم د افغان امینتي ځواکونو، اساسي قانون او دتیرو دوه لسیزو نورو لاسته راوړنو پرسر معامله وشي. ښاغلې صالح داسې وخت له جمهور رئیس تر شاه ودرید او ملاتړ یی ترې وکړ چې د افغانستان ډیرو سیاسیونو د ټاکنو پر ترسره کیدو باور نه درلود او په واک کې د شریک کیدو او خپلې راتلونکې له ویرې یی د طالبانو دربار ته پناه وروړه او له هغوی څخه یی د سولې دراتلو خیرات غوښته. خو ښاغلې صالح چې پر ټاکنو او جمهوریت باور درلود د ولسمشر تر شاه ودرید او د ټولو کورنیو او بهرنیو کړیو د تمې خلاف یی په هیواد کې ولسواکي او جمهوریت بریالي کړل.
خو هغوی چې پرټاکنو او ولسواکۍ د ټاکنو ترسره کیدو ترورځې باور نه درلود اوس هم غواړي د ټاکنو پرپایلو د پوچو او بی ځایه نیوکو له لارې د خلکو باور کم کړي او د ولسواکۍ د بریالیتوب مخه ونیسي او هیواد کې د خپلو شخصي ګټو لپاره کړکیچ پیل کړي. خو ښاغلې صالح له خپل ټیم سره ددی ټولو کړیو پر وړاندې لکه سپر ولاړ دی او د جمهوریت دفاع کوي.
کچیری صالح په رسانیو کی عبدالله او محقق بی ځایی څرګندونو په اړه مستند کنفرانس ورکړی کیدای شی ولس پوه شی هغه ولس چی په جمهوریت اعتبار لری او د همدی لپاره یی په دومره سختو شرایطو کی خپل زعیم د ټاکلو لپاره د ټاکنو سیستم خواته لاړل نو اوس ده ته هم پکار ده چی ولس ددی شومو کسانو د اهدافو په اړه مستند کنفرانس ورکړی ځکه خپلواک کمیسیون اوس بی واکه او بل واکه ښکاری ځکه دوی ونشو کولای چی ۱ یو ملیون خلکو رایو نوملړ اعلان کړی نو څنګه کولای شی چی ۳۰ میلیون نفوس د راییو نتایج اعلان کړی