تاند، چهار شنبه، د اسد ۹مه: امرالله صالح وايي، د ده پر دفتر برید طالبانو کړی او له دغه برید څخه یې درې ورځې وړاندې ملي امنیت ریاست ته خبر هم ورکړی و.
نوموړي له یو خصوصي ټلویزیون طلوع سره په تازه مرکه کې ویلي، د ده د زرغون بهیر پر دفتر برید کې هغه ته نږدې ۲۲ همکاران، دوه یې خپلوان او ۶ نور کسان وژل شوي دي.
نوموړی وايي، له بریدګرو سره یې د څو نورو ملګرو په مرسته ۵۵ دقیقې مقاومت وکړ: (( زما پنځو همکارانو چې د دغسې بریدونو د مخنیوي روزنه یې لیدلې وه، زما په شمول دوی سره نږدې یو ساعت مقابله وکړه، یو ساتونکی مې لاندې منزل کې ټپي شو، هغه له دریم منزل څخه لاندې وغورځول شو.))
نوموړی وايي، هیڅکله یې فکر نه و کړی چې طالبان به په ده پسې له چاودېدونکو توکو ډکه لارۍ استوي: ((دلیل یې شاید دا وي چې طالبان د پاکستان ضد ټولو څېرو اراده ماته کړي یا یې له منځه یوسي.))
که څه هم تر اوسه کومې ډلې پر امرالله صالح د برید مسوولیت نه دی اخیستی، خو نوموړی وايي، له طالبانو پرته بل چا پر ده برید نه دی کړی.
خو ځینې سرچینې وايي چې ممکن په دې برید کې د باکستان د پوځ هغه عناصر لاس ولري چې په افغانستان کې د پخلاینې پر سر د پاکستان د لوی درستیز او امریکا د موافقې مخالف دي.
طالب= پاکستان=القاعده=داعش=مجاهد وقت= مفسد
یوازی او یوازی کونډیانی زړی او کونډ زاړه او تلواری ځوانان یو سینمائی فلم تر نیمائی برخی پوری ګوری یا له نیمائی برخی ګوری