تاند- د ولسي جرګې د کورني امنیت غړی صالح محمد صالح د امرالله صالح لپاره د امنیتي اصلاحاتو په چارو کې د دولت د وزارت د چوکۍ پر ایجادولو انتقاد وکړ.
ده وویل، د دې چوکۍ د رامنځته کولو معنا دا ده چې دفاع او کورنیو چاروو زیران او د ملي امنیت ريیس باید په خپلو کورونو کې کښېني.
ښاغلي صالح محمد صالح وویل، د موازي ادارو جوړول ستونزې او فساد ډېروي.
ده همداراز وویل، که امرالله صالح په هغو کارونو کې، چې ده ته یې واک ورسپارل شوی دی، بریالی شي، باید د دفاع او کورنیو چارو وزیران او د ملي امنیت رييس کار پرېږدي.
صالح محمد صالح وايي، که د ملي امنیت رييس، د دفاع او کورنیو چارو وزیران مسوولیت ولري خو صلاحیت ونه لري، موجودیت به یې په دولتي تشکیلاتو کې بې معنا وي.
ده دا هم وویل چې که امرالله صالح په رښتیا دومره تکړه وي، بیا خو پکار وه چې د نوې چوکۍ د جوړولو پر ځای یا د کورنیو چارو یا دفاع وزیر ټاکل شوای وای او یا هم د ملی امنیت رييس ګومارل شوی وای.
امرالله صالح د کرزي د حکومت په دوره کې ډېر کلونه د ملي امنیت ريیس و خو د لویې جرګې پر خیمې له وسله وال بریده وروسته له کاره څنډې ته کړای شو.
امرالله صالح د ملي امنیت د ريیس په توګه د خپل کار په دوره کې د امنیتي وضعیت د خرابوالي او د طالبانو د حملو په مخنیوي کې د پاتې راتلو په خاطر څو ځلې د ولسي جرګې له لوري استجواب شو.
صالح محمد صالح باور لري چې د امرالله صالح ټاکنه به په امنیتي سیکتور کې د یوه بل لوی کړکېچ او ګډوډۍ سبب شي.
ده وویل«دا کار یوازې د نورو امنیتي ادارو په چارو کې لاسوهنه ده او بله هیڅ ګټه نه لري.»
په عین حال کې ځیني وايي چې باید د امرالله صالح له تجربو څخه، چې په امنیتي برخو کې یې لري، استفاده وشي.
نوموړی د حکومت سخت منتقد و او د سردار محمد داوود خان روغتون له تروریستي حملې وروسته یې هم پر حکومت توندې نیوکې کړې وې.
بس نو چل د ملت وینو ته دملت پیسو ته دملت چورته جوړ ده دخدای لپاره صالح ګله اوغنی ګله مکوی نوری دانخری صالح ګله نور خو به اتی موړ شوی یی دملت په چور خو دی بس ده کنه په دوبی امریګکا هندوستان کی کورونه واخیستل او اغنی لالا داته څعه داسنګه غنی افغانستان ته راته جوړوی مکوه نوری دانخری کاش سی دا دووسان دی لکه سی سم ندی پیژندلی
د امرالله صالح اونادر نادری ټاکنی تصادفی ندی بلکه دغه بیاهم د هماغه پخوانی شطرنج د لوبی دوه چالونه دی چی د موجوده دوه سری حکومت د راکړی ورکړی د معاملی له مخی صورت نیسی . نادر نادری شپږ میاشتی وړاندي د ولسمشرغنی لخوا همدی موجوده چوکۍ ته نوماند شوی وو چی عبدالله عبدالله ورسره موافق نه وو ،اوس چی داشرف غنی لخوا امرالله صالح ته نوی تشکیلات منظور شول،عبدالله خیلو هم نادر نادری ورسره ومنلو. لدی نویوپرمختیاوو څخه هیواد ته هیڅ ګټه نشته بلکه لا نوری ستونځي به هم وزیږوی. ددغه پنځلس کالونو کړو وړو څخه د جمیعت او شمالی ټلوالي لمن د زمانی باد پورته کړی او ټول سیاسی اوکرغیړن مستورات یی اوس بیابانی شویدی.پدی اکټونو باید اولس بازی ونه خوریزما په اند اوس اولسی پاڅون ته اړتیا لیدل کیږی. ځکه شمالی ټلوالی ته هیولد او هیوادنۍ ګټي هیڅ ارزښت نلری دوی یوازی وند غواړی. آزموده را آزمودن خطاست.
د موازي ادارې جوړیدل لکه تېرپه څېر دوه سری حکومت چې دواړو صاحبانو خپل کمي په بل پورې تړل،
نو لهذا که له موازي ادارې جوړولو څخه ډډه وشی نو د تيې په څیې 45000کم ازکم د ملی پوځ،ملی پولیسو او د ملی امنیت کارمندان شهیدان به نه لرل هیله ده نور له دي مات شوی ولس له کمکیو هیلو څخه چې ژوند ته یې لری د ځان له پاره استفاده ونه کړی