تاند، شنبه، د قوس ۲۳مه: د دولت ساز ټاکنیزې ډلګۍ لومړی مرستیال امرالله صالح ادعا کړې چې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې په ولایتونو کې تر ټولو زیاته پلان شوې درغلي کړې ده.

ښاغلي صالح پر خپله فیسبوک پاڼه نن شنبه لیکلي، کره ثبوتونه ښيي چې په ټولو ولایتونو کې د ثبات او همپالنې ډلې سازمان شوې او تر ټولو زیاته درغلې کړې ده او دغې ټاکنیزې ډلګۍ اوس د رسوايي او افشا کېدو له وېرې په اووه ولایتونو کې د ټاکنو دفترونه تړلي وو.

 نوموړي زیاته کړې، په اووه ولایتونو کې د ټاکنو دفترونو په تړلو کې ولس هیڅ رول نه لري بلکې دا ټول کسان د ثبات او همپالنې د ټیم معاش خواره دي: (( ټاکنیز کمسیونونه باید په پوره امانت دارۍ سره د ثبات او همپالنې د ټیم خورجین راوسپړي او خلکو ته دې یې ښکاره کړي، تر څو یې مختورن په ډاګه شي.))

  امرالله صالح همدا راز خبرداری ورکړی چې ټاکنې ګټونکی لري او په هیڅ عنوان به لږه، ډېره او یا هم کمه برخه له چاسره په قدرت کې معامله او شراکت رامنځته نه شي.

 دا په داسې حال کې ده چې عبدالله عبدالله تېره شپه پر خپلو پلویانو غږ وکړ چې په اووه ولایتونو کې د ټاکنو دفترونه پرانیزي او د رایو د بیا شمېرنې اجازه ورکړي.

خو نوموړي نن پروان ته په سفر کې ویلي، د دې کار مطلب یې دا نه و چې له خپل دریځ څخه اوښتی دی.

One thought on “صالح: ۷ ولایتونو کې ولس نه، بلکې د ثبات او همپالنې معاشخورو ټاکنیز دفترونه تړلي وو”
  1. پاکستاني کارپوهان د عبدالله عبدالله بری د پاکستان لپاره ګټور بولي
    http://www.taand.com/archives/24288

    د ای اس ای پخوانی مشر وايي د افغانستان د ټیکاو لپاره عبدالله ښه هیله ده
    http://www.taand.com/archives/26742

    جنرال حمیدګل: دا سمه ده چې جنګ افغانانو کاوه، خو لارښونه يې ټوله زما وه
    http://www.taand.com/archives/37539

    د پاکستان د آی ایس آی پخوانی ريیس متقاعد جنرال حمید ګل وايي چې عبدالله عبدالله د سولې لپاره تر ټولو غوره دی.

    د فرانس پریس خبري اژانس او د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې:«حمید ګل چې د پخواني شوروي اتحاد پرضد یې جنګیالي روزلي او د طالبانو د ډلې په رامنځته کولو کې یې مرسته کړې، اوس وايي چې د طالبانو پخوانی دښمن عبدالله عبدالله د سولې د رامنځته کولو لپاره تر ټولو ښه چانس لري.»

    تریبیون ورځپاڼه زیاتوي: ۷۷ کلن متقاعد جنرال حمیدګل، چې په ګاونډیو هیوادونو کې د نیابتي جګړې په وسیله د پاکستان د نفوذ د خپرولو د ستراتیژۍ د عملي کولو لپاره د لوی مشاور په سترګه کتل کېږي، لا یې هم ځیني کارپوهان د پوځي چارواکو تیورسن ګڼي.

    ورځپاڼه لیکي، په داسي حال کې چې افغانستان د شنبې په ورځ د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ انتخاباتو ته تیاري نیسي پاکستان ظاهراً ځان بې پرې ښيي.

    خو جنرال حمیدګل فرانس پریس خبري اژانس ته په مرکه کې وویل، په افغانستان کې سولې ته یو جنګیالی پکار دی نه یو اکاډیمیک او علمي شخصیت.

    حمید ګل له فرانس پریس سره د راولپنډۍ په کور کې مرکه کړې. اژانس وايي، نوموړی لا هم د پاکستان د پوځ لپاره یو مهم سلاکار ګڼل کېږي.

    حمید ګل ته د فرانس پریس خبری اژانس خبریال وویل چې عبدالله په جګړو کې برخه اخیستې او د طالبانو پرضد یې مقاومت کړی، له بلې خوا یې له طالبانو سره د خبرو لپاره سخت شرطونه ایښي، همداراز عبدالله د شمال د تاجکانو له ملاتړه برخمن دی خو د ده برعکس اشرف غني د اکثریت افغانانو او طالبانو په شان په خټه پښتون دی.

    ده په ځواب کې وویل:«که هدف سوله وي او باید هم وي، نو په افغانستان کې د سولې لپاره عبدالله خورا زیات امتیازونه لري.»

    حمیدګل زیاته کړه:«د عبدالله ملګري هم جنګیالي دي.»

    ده د عبدالله لومړي مرستیال محمد خان او محمد محقق ته اشاره وکړه.

    د آی آیس آی پخواني رييس حمید ګل د خپلو خبرو په دوام کې وویل:«اشرف غني جنګیالی نه دی. له یوه غیرجنګي سړي سره ګرانه ده چې جنګیالي خبرې وکړي.»

    حمید ګل وايي چې د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۵ کلونو ترمنځ د تنظیمي جګړو په مهال ده د ښکېلو خواوو ترمنځ منځګړتوب کاوه.«هماغه وخت زه د احمدشاه مسعود په مېلمستون کې اوسېدم او عبدالله ګومارل شوی و چې ما ته خدمت او توجه وکړي. ما به تثریباً هره ورځ عبدالله عبدالله لیده.»

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *