تاند- د هند په مرسته د افغانستان د ملي شورا د ودانۍ د جوړېدو په کار کې د ځنډ له پېښېدو وروسته د دغه هیواد صدراعظم نریندرا مودي پرېکړه وکړه چې د بهرنیو چارو وزارت او نورو اړوندو ادارو ته امر وکړي چې د دې ودانۍ د بشپړېدو چارې بشپړې کړي.

د ایشین اېج خپرونې د راپور له مخې، صدراعظم مودي د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره په تازه کتنه کې له هغوی وغوښتل چې د ودانۍ په کار کې ځنډ پای ته ورسوي او اضافي لګښت ورکړي.

د هند صدراعظم په پیل کې غوښتل چې دا پروژه د سږ کال په روان اکتوبر میاشت کې بشپړه شي او په خپله د هغې د پرانستنې په غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته لاړ شي خو اوس داسي ښکاري چې دا پروژه به د راتلونکي میلادي کال تر مارچ میاشتې پوري بشپړه نه شي.

صدراعظم مودي د بهرنیو چارو وزارت او د ښاري پراختیا وزارت چارواکو ته دغه راز سپارښتنه کړې چې د ودانۍ د بشپړولو چارې له نژدې وڅاري.

د ښاري پراختیا وزارت کارکوونکي د افغانستان د ملي شورا د ودانۍ په جوړولو کې مستقیمه برخه لري.

د هند د ماليې وزارت ته هم ویل شوي چې د دې پروژې اضافي لګښت اټکل کړي.

د هند له لوري د افغانستان د ملي شورا د ودانۍ کار په ۲۰۰۹ م کال پیل شو خو وروسته له دې چې تېر کال ښاغلی مودي صدراعظم شو، له دې پروژې سره یې لېوالتیا لا زیاته شوه.

One thought on “صدراعظم مودي هندي چارواکو ته افغانستان د ملي شورا د ودانۍ د بشپړولو امر وکړ”
  1. داحمدشاه بابا زامن او دمیرویس نیکه لمسیان دومره خدایتعالی ووهل چه اوس دخیرات او زکات په پیسو شپه او ورځ تیروی,,!! او تر دی لا بله دشرم خبره داده چه پر همدی دخیرات پر پییسو یو بل سره وژنی !!افسوس افسوس

ځواب ورکول زلمی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *