تاند، دوشنبه، د میزان ۲۲مه: ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، انس حقاني د ملي امنیت په زندان کې دی او د خوشې کولو اراده یې نه لري ځکه چې د هغه د خوشې کولو په اړه له دوی سره هیڅ توافق نه دی شوی.

 د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن تاند ته د هغو اوازو چې د زلمي خلیلزاد او طالبانو تر منځ د انس حقاني د خوشې کولو په اړه هوکړه شوې ده، وویل، دوی دمګړۍ د انس حقاني د خوشې کولو هیڅ پریکړه نه ده کړې او نه هم د افغان حکومت پالیسي په خپلو زندانونو کې د بندیانو په اړه تغییر شوې: (( همدا راز موږ هیڅ تصمیم نه لرو چې انس حقاني دې له زندانه خوشې شي.))

 دا په داسې حال کې ده چې والسټریټ ژورنال راپور ورکړی چې طالبانو او خلیلزاد د باور جوړونې لپاره د امریکايي پوهنتون د دوه استادانو په بدل کې د انس حقاني د خوشې کولو په اړه هوکړه کړې ده.

د ځینو راپورونو له مخې، د حقاني شبکې د موسس جلال الدین حقاني کشر زوی او د دې شبکې د اوسني مشر سراج الدین حقاني ورور انس حقاني د دې شبکې له یوه بل قوماندان حافظ رشید سره د ۲۰۱۴ م کال د اکتوبر په څوارلسمه په خوست ولایت کې د افغانستان د ملي امنیت د ریاست د خاصو ځواکونو په عملیاتو کې ونیول شو خو یوې امریکايي ورځپاڼې وال ستریت ژورنال بیا هماغه وخت ویلي و چې انس حقاني او حافظ رشید د اکتوبر په دوولسمه په بحرین کې د امریکایانو له لوري ونیول شول او وروسته د افغانستان ملي امنیت ته وسپارل شول. (نور تفصیل)

د ۲۰۱۶ په اګست کې د کابل ابتدايي محکمې د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني ورور انس حقاني په اعدام محکوم کړ.

ویل کېږي چې په حکومت کې دننه او ورڅخه دباندې د یو شمېر نفوذ لرونکو عناصرو، چې د طالبانو پخواني دښمنان ګڼل کېږي، له پر له پسې انتقادونو او فشارونو وروسته محکمې د انس حقاني دوسیه راوسپړله او هغه یې په اعدام محکوم کړ.

هغوی ویل چې حکومت د طالبانو پر ضد جدي اقدام نه کوي او له مصلحته کار اخلي.

One thought on “صدیقي: انس حقاني نه خوشې کوو”
  1. وایی : چو کفر از کعبه خیزد کجا ماند مسلماني.
    زمونږ وکیلان چې خپله قانون جوړوي او بیایې خپله نقض کوي ، نو مونږ به له چا ګیله وکړو.
    امنیتي قوا چې شپه او ورځ د خپلو خلکو د امنیت د تآمین لپاره وظیفه اجراکوي ، باید وستایل شي. که وکیل قانون ته غاړه کېږدی او خپلو سربازانو ته درناوی وکړی ، لرې به نه وي چې په ټول هېواد کې به قانون پلی شي.

ځواب ورکول بریال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *