تاند، شنبه، د جدي ۲۸مه: ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، اوربند د افغان حکومت او خلکو غوښتنه ده او که طالبان د اوربند ټینګېدل ونه مني، د سولې اوسنۍ خبرې به بې پایلې وي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن یوې خبري غونډې ته وویل، تر اوسه د خلیلزاد او طالبانو تر منځ د سولې په روانو خبرو او د افغان حکومت د اوربند د وړاندیز منلو په برخه کې کوم پرمختګ نه دی شوی.

صدیقي زیاتوي، د طالبانو د قطر دفتر هغه پلاوی، چې د اوربند او تاوتریخوالي کمېدو په تړاو له خپلو مشرانو سره د سلا مشورو لپاره پاکستان ته تللی و، بیرته قطر ته رسېدلی او هیله څرګندوي چې دا ډله به پر اوربند سلا شوې وي.

صدیقي پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې د طالبانو لوړپوړو چارواکو ویلي، چې طالب مشران له امریکا سره پر لس ورځني تاوتریخوالي راکمولو او پر افغان حکومت د بریدونو او تاوتریخوالي پر کمېدو سلا شوي دي.

One thought on “صدیقي: که اوربند نه وي، د سولې مذاکرات نتیجه نه ورکوي”
  1. هو دا دریځ د افغانستان د اسلامی دولت درست دی چه اوږدمحاله اوربند باید د صلحی د مذاکراتو شرط وی . دا ځکه چه دغه شرط هم د ملت غوښتنه ده او هم د اسلامی شریعت غوښتنه ده ، او هم عملی کول یی ددواړو جوانبو په واسطه ممکن دی . د خشونت کمول مفهوم چه طالبان یی وړاندی کوی نه د ملت غوښتنه ده او نه هم د اسلامی شریعت ، او نه هم د عملی کولو د پاره واضح پیام دی ، دا ځکه چه د خشونت دکمولو معنی داده چه طالبان اجازه لری چه په ډیره کچه نه بلکه په لو کچه وژنی او ترورونه وکړی ( هغه هم د افغانستان د مسلمانو خلکو وژنه ) . دا داسی معنی هم ورکوی که چیری طالبان ډیر نه لږ ترورونه کوی باید د افغانستان ملت او دولت د طالبانو ددی مرحمت په مقابل کی احسان باره هم واوسی چه دا ددوی حق دی . که رښتیا طالبان نه غواړی چه دغه جګړیز تجارت ته نوردوام ورکړی نو باید هم اوربند وکړی اوهم ټول عمرد وژنواو ترورونو نه توبه وباسی . خو داچه دوی دوامداره یا اوږدمحاله اوربند ته غاړه نه کیږدی معنی یی داده چه نه غواړی هغه ګټی او عایدات د لاسه ورکړی کوم چه د جګړی په دوام کی یی لاسته راوړی . بنآ د اوربند کولو دریځ اسلامی دریځ دی . برعکس د خشونت د کمولو دریځ غیر اسلامی دریځ دی یا په بل عبارت د جګړیز تجارت او جرمی اقتصاد دریځ دی .

ځواب ورکول Ajmal Nasar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *