تاند- د سولې د عالي شورا ريیس صلاح الدین رباني موقتاً د جمعیت اسلامي ګوند د مشر او احمدضیا مسعود د مرستیال په توګه وټاکل شول.

ښاغلي صلاح الدین رباني د نویو ټاکنو په اړه وویل:«د موقتي تشکیلاتو هدف دا دی چې اسلامي جمعیت ګوند په انتخاباتو کې له یولاس او څرګندې ستراتیژۍ سره ګډون وکړي.»

ده همداراز وویل، اسلامي جمعیت ګوند به د راتلونکي کال د ولسمشرۍ انتخاباتو ته خپل کاندید معرفي کړي او په ټولټاکنو کې به فعاله ونډه واخلي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات د ۱۳۹۳ لمریز کال د حمل یا وري په شپاړسمه نېټه ترسره شي خو دیپلوماتیکې سرچینې وايي چې له طالبانو سره د سولې د بهیر له کبله ممکن انتخابات وځنډېږي او تر انتخاباتو مخکې پر یوه موقت حکومت سلا وشي.

د اسلامي جمعیت ګوند سرچینې بیا وايي چې انتخاباتو ته لږ وخت پاتې دی ځکه دوی له بیړې کار واخیست او د اوس لپاره یې د مشرتابه موقت تشکیلات جوړ کړل چې پر اساس یې صلاح الدین رباني مشر او د احمد ضیا مسعود ترڅنګ کلیم الله نقیبي مرستیالان غوره شوي دي.

ښاغلي رباني وویل چې دا تشکیلات به تر انتخاباتو وروسته د ګوند د عمومي غونډې تر جوړېدو پوري کار ته دوام ورکړي.

څرګنده نه ده چې صلاح الدین رباني او دوه مرستیالان یې د کوم میتود له مخې غوره شوي خو دوی وايي چې د ګوند له مهمو مشرانو سره د مشورې له لارې یې دا پرېکړه کړې ده.

تراوسه څرګنده نه ده چې د جمعیت ګوند نور مشران لکه مارشال قسیم فهیم، محمد اسماعیل خان، عطا محمد نور او یونس قانوني د خپل ګوند د موقت مشرتابه په اړه څه نظر لري.

4 thoughts on “صلاح الدین رباني د جمعیت ګوند موقت مشر وټاکل شو”
  1. خداوند یکی شان را باقی نه ماند تا دیګری را آب بنوشانند، این ها همه شان همو سګهای دردنده هستند که سال ها خون ملت مظلوم را نوشیده اند و الآن میخواهند با تشکیلات شیطانی خود باز یکمرتبه جال ظلم و ستم را بالای ملت مظلوم بندازند، عطا، تورن بیکفایت، مارشال بی سواد و یونس جان قرچک چی خدمتی خواهد کردند چنانچه مثل دیګرها امتحان را قبلا به ملت داده اند، پس هیچ اتحاد ایشان تغیر مثبت به این کشور و این ملت بیچاره نیست و درد این ملت را دوا نه خواهد کرد، همه شان دزدان، قاچاقبران، غاصبین، قاتلین ، دیکتاتوران و عاشقان چوکی و مقام هستند پس از خداوند متعال استدعا نمایید تا کشور و همه ملت ما را از چنګ این ظالمان نجات دهد. آمین

  2. دجمعیت ګوند مشری اودسولی شوراریاست هیڅ امکان نلری چی دواړه دندی دی سرته سره ورسیږی ځکه چی طالبان او جمعیت ګوند هیڅ وخت نه سره جوړیږی دوی دیو اوبل وینه سره څکی

  3. جهادي ډلي په مجموع کي نيک نوم نلري او يوبل ته ورته خواص لري،خو د جمعتيانو ډله د کميشنکارانو ډله ده چي هم په جهاد او هم په بله هره ملي او مذهبي مقدسه کلمه او جملاتو تجارت کوي او خپل کميشن تر لاسه کوي. څوک چي د جمعتيانو په معملو خبر دي هغوۍ پوهيږي چي دا ډله غيرله پيسو او چوکۍ څخه بل هيڅ مقدسات نلري .
    د جمعيت ګوند او نظار شورا د خپل پايښت لپاره د شمالي ټلوالي وحدت او جنبيش ډلي ګروګان کړيدي ، د نړۍ د هر هيواد سره هري معملې ته حاضر وه او دي ولوکا د افغانستان په تجزيه هم تماميږي .!!! جمعيت اسلامي ګوند او نظار شورا پټي اړيکي د انګليستان ،پاکستان،ايران،شوروي اتحاد،روسيه،چين،فرانسه،اسراءيل او امريکا داستخباراتو سره اوس هر لوستي افغان ته معلوميږي.
    جمعيتيان په ګوند کي معمولان ضعيف النفس اشخاص جذبولای سي، خو د کندهار او نورو ولاياتو
    ځوانان ورته هوښيار دي هيڅکله دا تهمت پر ځان نه مني.

  4. جمعیت اسلامی ګوند پخوا د یوه قوم ګوند و خو اوس یواځی فامیلی ګوند ورته ویلای شو. د پلار په ځای زوی او مرستیال هم اوښی یا د مرحوم استاد زوم یا په بل عبارت زوی او لور یی واکداران دی نور ټول خدای وبخښل.

ځواب ورکول نظرمحمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *