تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، چې د جمعیت ګوند مشر هم دی، د افغانستان په اړه د ملګروملتو د امنیت شورا په غونډه کې ګډون نه کوي.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، رباني د دې لپاره په نیویارک کې د امنیت شورا په غونډه کې له ګډونه ډډه کړې چې د بلخ د لېري شوي والي عطا محمد نور پر سر د رامنځته شوې لانجې په هواري کې مرسته وکړي.
فرانس پریس د نامعلومو سرچینو په قول وايي چې د عطا محمد نور له لوري د بلخ ولایت د چوکۍ له پرېښودو څخه انکار په واشنګټن کې اندېښنې پارولي دي.
وروسته له دې چې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس له ولسمشر غني سره د چهارشنبې په ورځ په ټېلفوني خبرو کې د بلخ ولایت د چارو د سوله ییز انتقال په اړه خبرې وکړې، نن /پنجشنبه/ په کابل کې د امریکا نوي سفیر وویل، پکار ده چې د بلخ له پخواني والي څخه نوي ته د دغه ولایت چارې په سوله ییز ډول ولېږدول شي.
ده خبریالانو ته وویل:
«موږ باور لرو چې ضروري ده چې دا لانجه حل او له پخواني والي عطا څخه نوي والي ته واک په سوله ییز ډول انتقال شي. په دې کې نور تشدد ته ځای نشته.»
سفیر په عین حال کې وویل چې دا د ولسمشر حق دی چې د یوه ولایت والي او نور چارواکي لېري کړي.
ټاکل شوې ده چې د ملګروملتو امنیت شورا سبا (جمعه) د افغانستان په اړه غونډه وکړي.
په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یا یوناما نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا غونډه به سبا په نیویارک کې د ملګروملتو په مرکز کې د ورځې په ۱بجې پیل شي او د افغانستان په وخت د ماښام تر اووه نیمې بجې به دوام وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوه مرستیال نصیر احمد اندېشه وايي چې په دې غونډه کې به تر ډېره د افغانستان په سوله کې د منځنۍ اسیا پر رول خبرې وشي.
د جمعیت ګوند یوه مشر کمال الدین حمید فرانس پریس اژانس ته ویلي، جمعیت ګوند پرېکړه کړې چې د عطا نور د قضیې د حل کېدو لپاره په اوس وخت کې د ګوند د مشر صلاح الدین رباني پاتې کېدل مهم دي.
SO WHAT
His father late Rabani left 1.2 Milliard dollars in the bank accounts.
جمعیتیانو ته د افغانستان موضوع دومره مهمه نه ده لکه د یو والي برخلیک.
بیا هماغه کیسه شوه ، اسلام دین ماست و افغانستان به ….
صلاح الدین رباني خپله سرپرست دی او خواره د شي مینځه چې د منځې کالي مینځي.
Rabani knows, after Ata will be his turn to be removed, US doesn’t like him.
ملا صلاح الدین ربانی پدې پوهيږي چې په سر کې کوم شی نه لري که تر نیویارکه لاړ هم شي ، هلته به څه باد کړي . له هغه نه دا بهتره ده چې په خپل کورکې پاته شي او نن سبا هسې د ولسمشر له خوا لوده ګان ، احمقان ، غله ، مفسدین ، جاسوسان او لوطیان یو پر بل پسې له کاره ګوښه کيږي.
د بلخ پخوانی شړل شوی والي یې ښه مثال دی . خلیفه اتا اوس لکه مچ په سر سر وهي چې دا مې څه بد وکړل ، هم څوکۍ لاړه ، هم نوم او عزت.