تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو سلب اعتماد شوي وزیر او ملګرو یې د خپل ګوند په یوه غونډه کې د ګډون لپاره بدخشان ته د تګ لپاره د ملي اردو له هیلي کوپتر یا څرخکې څخه کار واخیست.
صلاح الدین رباني بدخشان ولایت ته د خپل ګوندي مشر او خپل ګوند لپاره په یوه تبلیغاتي غونډه کې د ګډون لپاره د امریکا له لوري د افغانستان ملي اردو ته له محدودو ورکړای شویو هیلي کوپترو څخه استفاده وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې د ملي اردو او ملي پولیسو ډېر ټپي سرتېري د هیلي کوپترو د کموالي له کبله د درملنې لپاره روغتونونو ته نه رسول کېږي او اکثره د وینې د ضایع کېدو له کبله په جبهو کې سا ورکوي.
تېره اوونۍ په اروزګان ولایت کې تر ۲۰ زیات سرتېري په دې خاطر شهیدان شول چې هوايي مرسته ورونه رسېده.
ښاغلي رباني د بدخشان په غونډه کې پر هغه حکومت نیوکې وکړې چې دی یې د ولسي جرګې له سلب اعتماد کولو سره سره د بهرنیو چارو وزیر ساتلی دی.
دا خلک ډېر بد خلک دي، خو بده دا ده چې زمونږ ورسره کور کلی دی او خلاصی مو ترې سخت دی.