صلاح الدین رباني

تاند- د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند مشر او د بهرنیو چارو (سلب اعتماد شوی) وزیر صلاح الدین رباني وايي، شفاف او بې درغلۍ انتخابات د ملي یووالي د حکومت په وړاندې د خلکو باور په ځای کولی شي.

صلاح الدین رباني، چې د خپل پلار برهان الدین رباني د شپږم تلین په مراسمو کې خبرې کولې، وویل چې افغانان له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي او د دې ټولو ستونزو یوازینۍ حللار دا ده چې د حکومت په سیاسي جوړښت کې بدلون ته لومړیتوب ورکړای شي.

صلاح الدین رباني، چې په بدخشان ولایت کې خبرې کولې، د حکومت په جوړښت کې د اصلاحاتو پر اړتیا ټینګار وکړ او دا یې د ستونزه د حل مهمه لاره وبلله.

رباني ټينګار وکړ چې په نظام کې انحصار باید پای ته ورسیږي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د ټول هیواد په کچه له خلکو سره سلا مشورې کوي او د هغو نظریات یې په پام کې نیولي دي.

ده په عین حال کې وویل چې په افغانستان کې د انتخاباتي نظام د څرنګوالي په اړه ناځواب شوي پوښتنې شته چې باید ځواب ورکړل شي.

ده د بدخشان جګړه یوه پروژه وبلله او ویې ویل چې د بدخشان خلک او د دې پروژې اجراکوونکي له یو بل سره هیڅ راز یووالی نه لري.

3 thoughts on “صلاح الدین رباني وايي، باید د حکومت په جوړښت کې بدلون راوړل شي”
  1. تعجب او دشرم ځای دی چه یو وزیر خارجه هم هرڅه یوه پروژه ګڼی ولی نوم یی نشی اخیستلای چه د چا پروژه او ده څه شی پروژه او څوک یی تمویلوی

  2. د ملا ربانی داخبره چې « رباني ټينګار وکړ چې په نظام کې انحصار باید پای ته ورسیږي.» کاملا معقول نظر دی، هيله ده همدا نن ملا صلاح الدین ربانی په خپل وزارت کې د بدخشان ، پنجشیر او شورای نظار انصار پای ته ورسوی.

  3. سلام
    راځی چې انحصار تعریف کړو دا خو ډیره ښه خبره ده ملا ربانی په کوم اهلیت لیاقت زده کړو تجربه او کفایت پر بنا د افغانستان د بهرنیو چارو مسول دټاکل شوی دی؟
    ایا دا انحصار نه دی کله چې موتر چلونکی تحولدار خانه سامان ننه او اپه په دیپلوماتیکو برخو کې په یو عالم بېسوادی کې دسفارت کارونه مخ ته بیایی
    دکابل ښا ریا ن چا ووژل د حکومت شش ګانه وپنج ګانه او اشتکانه په نوم باندې ایا دا د انحصار لمړیتوب نه دی چې یو شمیر ګونګ محاظکاره دوه مخې پښتانه پوهیږی خو رښتیا در نه وایی
    یا ره! تا بهرنی سیاست چېری لوستی دی ښکاری چې ته دخپل هوس په خره سپور یی تهخپل
    فرهنګ اوجهان بینی نه پېژنې

    یو روسی فیلسوف وایی چې:
    ایمان د ژوند رښتینۍ معنی او له هغه خبرتیا ده
    تو لستویت

ځواب ورکول ع شریف زاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *