صلاح الدین رباني

تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او جمعیت ګوند سرپرست صلاح الدین رباني وايي، له دندې څخه د ملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر لېرې کېدا د جمعیت ګوند یوه له درو غوښتنو څخه ده.

ده وویل چې جمعیت ګوند دا غوښتنه د کابل د وروستیو چاودنو په تړاو کړې ده.

صلاح الدین رباني نن /دوشنبه/ په یوه خبري غونډه کې وویل چې جمعیت ګوند د کابل پر وروستیو خونړیو پېښو په خپله غونډه کې د نورو امنیتي چارواکو د لېرې کېدو غوښتنه هم کړې ده. خو ده د بل چا نوم یاد نه کړ.

رباني پر امنیتي ځواکونو انتقاد وکړ، ویې ویل دوی پر اعتراض کوونکو په ډزو د تروریستانو په شان چلند وکړ.

ده وویل چې جمعیت ګوند له حکومت څخه درې غوښتنې لري:

«۱- د ملي امنیت د سلاکار او د امنیتي اورګانونو د مشرتابه ګوښه کېدا او د هغوی پر ځای د منلو وړ شخصیتونو ټاکنه، ۲- د کابل د چهارشنبې، جمعې، او شنبې د ورځو د خونړیو پېښو شفاف تعقیب او محکمې ته د دغو پېښو د عاملانو او لارښوونکو معرفي کېدا، درېم د ملي یووالي د حکومت د موافقې بشپړ تطبیق.»

دا غوښتنې هغو ته ورته دي چې د کابل د وروستیو ورځو مظاهره چیانو کړې وې.

ښاغلي رباني له اجرايي رييس عبدالله عبدالله هم وغوښتل چې په حکومت کې د اسلامي جمعیت ګوند د استازي او کاندید په توګه خپل دریځ ښکاره کړي.

رباني، چې په خپله او د ګوند اکثره غړي یې د حکومت لوړې چوکۍ په لاس کې لري، د مظاهره چیانو وژل کېدا او وروستۍ انتحاري حملې د افغان امنیتي ځواکونو په مدیریت کې د کمزورتیا ښکارندویې وبللې.

12 thoughts on “صلاح الدین رباني وايي، باید د ملي امنیت سلاکار برطرفه شي”
  1. دا فکر کوي چې اشرف غني به ددوی خبره ومني او بیا به د شمال لنډغرو، غلو او بې سوادانو ته موقع په لاس ورشي. دا ارمان به مو نور پوره نشي، او نه به مو بیرته کنګل شوې پیسې په لاس درشي. داسې ښکاري چې ستاسو د ټلوالې زوال راغلی.

  2. خو ټولو نه اول دي د خاین او سپي رباني هډوکي
    دغه ته وایي سپین سترګي ـ او پښتون پريګده چې خوبونه او صبر وکړي ـ محاکمه شي ـ نن یي شفتالو کړوـ

  3. د صلاحدین خپل پلار کانټنیری موبایل حکومت هیر شو، چی ۱۰ کاله یی افغانستان وران کړ خو استعفا یی نه کوله ترڅو چی امریکا ایسته خطا کړ. څه ووایم دا ننی حالت د چپنپوشه جبون زاړه ګیدړ نخرو نتیجه ده. او اوس غنی د عبداله سره داسی واده کړی چی طلاق هم نه شی ورکوی ځکه طلاق کی یی ځان ته یی تاوان دی او که ورسره ژوند کوي وینو یی چی د ملت هډوکی یی هم په دغه ډاکووانو وخوړل

  4. لعنت دپه هغوزانمرگو شی چه ویی نشو کولی داکثافات له مینزه یوسی.

  5. د ربانی زوی هم خبری زده کړی. د ربانی زوی باید شکر اوباسی چی له ټولو بی کفایتیو سره سره د بهرنیو چارو وزیر دی. البته دا چوکی ده ته په لیاقت نه بلکی د معاملی له مخی ورکړل سوی. یو دوست راته قصه کوله چی د طالبانو په وخت کی د ربانی زوی په لندن کی ژوند درلود. چونکه پلار یی د بیت المال څخه ډیری پیسی غلا کړی نو د ربانی کهول ورثه د کار کولو اړتیا نه درلوده. د مشفق په نامه یوه ډم د موسیقی او د موسبقی د حالاتو د غږولو کورس درلود. نو د ربانی زوی خپل وخت په دیځکورس کی تیراوه. خیر کله چی حامد کرزی د ربانی زوی په ترکیه کی سفیر وټکه نو همدی مشفق چی د ربانی د زوی د وموسیقی استاد دی ویلی و. .چی خداوند به این ملک رحم کند که صلاح الدین ربانی واری اشخاص سفیر میشود. یو چا پوښتن تری کړی وو چی ولی د خوا پری بده سوو. مشفق په ځواب کی ورته ویلی وو چی این بچه ربانی در دوه سال همرای من در کورس بود ارمونیم و تبله را یاد ګرفته نتوانست حالی امده سفیر شد. نو د ربانی زوی په دوه کالونو کی دوپړی او باجه او ډمتوب او کنجرتوب یی زدن نکړو او مفکر صاحب وزیر کړو او بیا هم خوشاله ندی.

  6. معلوم میشود که باند جمعیت سخت زیر فشار مشاوران ایران صفوی قرار دارد. چون دولت ایران صفوی تا بحال نتوانسته پروژه های محار آب افغانستان را دولت افغانستان تحت رهبری داکتر صیب اشرف غنی پیش میرود ، بگیرد ، یک بار دیگر بالای بیهویت ها و کم هویت ها را پیش انداخته است.

    برای همه گی معلوم است که باند جمعیت بخصوص لنده غر ان و اوباشهای شورای به اصطلاح نظار صرف به جز دزدی ، چور وچپاول ، تجاوز به ناموس مردم، قتل عام مردم بیدفاع افشار و بلاخره فرار از میدان جنگ و گریختن به کولاب تاجکستان ، هیچ دستاورد ی ندارند که به آن افتخار کنند.

    اینها خوب میدانند که هیچ چیزی از دستشان ساخته نیست، اما مجبورند ، به اصطلاح انگلیسها ” روحِ خودرا بر شیطان صفوی فروخته اند و باید ا وامر باداران ایرانی خودرا تطبیق کنند.

  7. ملا صلاح الدین ربانی خو په خپل ځان عریضه کړېده ، د افغانستان د اسلامی دولت د لوړو څوکیو اختیار له جمعیت اسلامی سره دی او همداراز د ملی وحدت حکومت د 50 سلنه واک له شورای نظار او جمعیت سره دی. بنا پدې ټولو غمیزو کې 60 سلنه شریک دی.
    ملاصیب د اول مهربانی وکړي خپله برخه امنیتی منسوبین د په کلکه مجازات کړی .
    ملاصیب ته په کار ده چې د جمعیت ګوند د صلاحیتونو په چوکاټ کې د افغانستان دولت ته مشوره ورکړی نه امر. هغه اوس د افغانستان د اسلامی دولت د باندینیو چارو وزیر هم نه دی چې له جمهور رییس سره پدې برخه کې مشوره وکړي.
    ټولوته معلومه ده چې جمعیت پدې ورځو کې د ټالیبانو په شان حرکات کوي. د وزیر اکبرخان مینې چاودنه او د سلګونو خلکو شهیدانول او ټپیانول ، د افغانستان په جمهوری ریاست باندې د کودتا او تعرض اقدام او یو ځل بیا د مظلومو هېوادوالو شهیدانول هغه څه دی چې جمعیت له 1371 کال نه پخوا اجرا کول.

  8. If the US really wants peace in Afghanistan it should warn Jamiat people. The Jamiat party is creating problems from the Bon signing.

  9. ولې خپله نه ليرې کیږۍ د جمعیت الفسادلیونیانو! تاسې ټول په افغانستان کې یوه نه روغیدونکې ـ میکروبي ناروغي یاستۍ۰ تاسې په ۲۵ کالو کې څه وکړل؟ صرف غلا، لیونتوب، وژل، د افغان ولس په وینولمبول، د ماشومانو مخ په اوښکومینځل، تاسو د تنکیو ناوو د واده جامې په وینو سرې کړې، تاسوزمونږ روژه او روژه ماتئ په وینورنګ کړ، تاسو موږ ته اخترونه په زهرولړل، تاسې زمونږخمکه او آسمان خپه او په ژړاکړل۰تاسونه په افغانستان کې ځای لرۍ او نه په جهان کې۰ له پیغوره ډکې بوریو۰ د تاریخ تورو پاڼو۰

  10. The Jamiat party is a corruption. They are all murders, thief’s, liers and cheaters. The don’t think about the country but themselves. They are a big problem for our country. The Jamiat is a shame since they will never bring freedom.

  11. آغای ملا سلاح ودین! ۲۵ سال است که مردم بیګناه ومسکین افغان شکارِبازی های پرفریب تان تحت عنوان جهاد در راه دین مقدس اسلام شده اند۰ شما کسانی هستید که صرف منافع شخصی خودوبادارانِ خارجی تانرا درنظردارید۰ شماها وباداران تان هستید که باعث حوادث خونین شهرکابل شدید، شماها بودیدوهستید که شهر کابل را به خرابه و ویرانه تبدیل کردید۰شماومانند شمامخبرین بیکفایت وطوطئه ګران دیګرجایش اینجانیست۰ لطفاً اګروجدان دارید نزد باداران تان بروید،شماها لیاقت زندګی درافغانستان را ندارید۰

ځواب ورکول بارووک سپین زر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *