تاند- ولسمشر حامد کرزی نن بریتانیا ته تر روانېدو مخکې د درو وزارتونو لپاره، چې وزیرانو یې په انتخاباتو کې د ګډون لپاره له خپلو دندو استعفاوې وکړې، سرپرستان وټاکل.

د ولسمشر کرزي په جلا جلا حکمونو کې ویل شوي چې ضرار احمد مقبل د بهرنیو چارو وزارت، محمد عارف نورزی د اوبو او انرژۍ د وزارت او محمد اکبر بارکزی د کانونو او پیترولیم د چارو سرپرست وزیران ټاکل شوي دي.

ضرار احمد مقبل، له مخدرو وادو سره د مبارزې تر وزارت مخکې د یوې مودې لپاره د کورنیو چارو وزیر و. د کورنیو چارو په وزارت کې ده ته د یوه بې کفایته وزیر په ستزرګه کتل کېدل. خو د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د ده نومونې ډېر کتونکي حیران کړي دي.

ګومان کېږي چې درې واړه سرپرستان به د کرزي د دورې تر پایه په همدغو چوکیو پاتې شي او ښايي تر پایه ولسي جرګې ته د وزیرانو په توګه د باور رایې د ترلاسه کولو لپاره معرفي نه شي.

همداراز ډګرجنرال کرام الدین کریم د بدني روزنې، سپورت او د المپیک د ملي کمېټې د عمومي رييس په توګه ګومارل شوی دی.

کریم وروسته له دې د المپیک د کمېټې ريیس وټاکل شو چې د دې کمېټې مخکیني رييس ښاغلي اغبر استعفا وکړه.

زلمي رسول د ولسمشرۍ، د انرژۍ پخواني وزیر اسماعیل خان د عبدالرب رسول سیاف د لومړي مرستیال، او د کانونو پخواني وزیر وحید الله شهراني د قیوم کرزي د مرستیال په توګه د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د کاندیدو له کبله دندې پرېښودې.

12 thoughts on “ضرار احمد مقبل د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وټاکل شو”
  1. یاره زه چی فکر کوم د کرزی نه په دا اخر کی سمه وشړیده چی داسی بی کفایته ،کم تجربه او نااهله خلک یی د دریو داسی وزارتونو لپاره سرپرستان وټاکل چی دهیواد اقتصاد پری ولاړ دی ، دومره بس وی

  2. زمونږ هیواد خو هسی هم له قحط الرجال سره مخ دی ، کرزی بابا به دا متخصص له کومه ځایه را پیداکړی وی چی تاسی اوس ورته حیران یاست؟ وایی چی اوښ ته یی وویل چی غاړه د ولی کږه ده ؟ ده ورته وویل چی کوم ځای می سم دی چی ستا می غاړی ته فکر شو. د ړندو حکومت او د حافظ غونډاری دی چی په هرچا وربرابر شو. د باندنیو چارو وزارت خو هسی هم د شورای نظار سهم دی او بل څوک هلته کار نشی کولای له دریوره تر وزیره او له کارګره تر سفیره ټول د پنجشیر او پروان سهم دی که هغه له دوی واخیستل شی نو بیا به کوه بالا میشویم. بل دا چی مقبل صاحب خو د استاد ربانی په اسلامی دولت کی د افغانستان د سفارت اول سکرتر و چی د مشاهد او خیرخواه تر قیادت لاندی یی لږو ډیره تجربه لاسته راوړی ده او اوس دادی د عنقا مرغه بیا د هغه په اوږه کیناست.

  3. وروره اوس وخت د بی سوادو راغلی ، د ولسمشرمرستالی ته بی سواده ځان کاندید کړی نو څه وشوه چه مقبل صاحب د بهرنیو چارو سرپرست وټاکل شو، که هیڅ نلری بیا هم ددولسم ټولګی جعلی بری لیک خو یی په خیبر بازار کی جوړ کړیدی هغه خو پلاس لری

  4. بیشکه کرزی صاحب دا دی یو ځل بیا ثابته کړه چه ډیر بی کفایته کسان دی انتخاب کړل خو ته هم ملامت نه یی د سهامی شرکت همدا قانون وی. والسلام

  5. karzai yaw mahir siyasat wal aw yaw poh insaan dia.har kar che kawee d siyasat pa miyar ye barabar kawee.aw pa de 10 kaloono ke ya sabita krra che rekhtya ham d reyasat shayastage laree.no che da kasaan ye d wazeerano pa toga gomaralee dee no kha ye karree pa taso ye sa?albata liyaqat ba ye laree.

  6. كرزي باندي د نظلار شورا تعويض كري دئ ، هر كار چه كوي د نظار شورا به لويه برخه پكي وي . زه حيران دي ته يم چه هر سه اخر اندازه لري ، خو د كرزي صاحب مصلحتونه ( د كرزي لوي منفي تكي په تيرو ١٢كالونوكي ) هيس اخر نه لري . مننه

  7. خداى دى په دې کړېدلي ملت نور ورحمېږي! يوه جالبه کيسه ده چې يو وخت د ځنګل پاچا د يوې ټوټې غوښې د ساتلو لپاره پيشې، سپى او موږک په دنده ګومارلي وو، نو بيا چې څه شوي وو هغه باندې خو هر څوک خبر دى.
    يو داسې څوک چې په کورنيو چارو او د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په وزارتونو کې ارزول شوى وي او هېڅ ډول مثبت کار يې نه وي تر سره کړى پرته له چور او چپاول څخه…. نو دى به په باندنيو چارو وزارت کې څه کړي؟؟؟؟؟؟ هېواد به خرڅ، چور او چپاول به ګډ او چاپلوماسي انتها ته ورسوي. تيره ورځ د سرپرست وزير صاحب بادار له کرزي سره کتلي وو او مونږ نه پوهېدو چې ولې؟؟؟؟ خو اوس يې پايله راووته!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!! د خداى او ولس لعنت دې په داسې نظام وي، تر څو به مو غولوي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
    نوى سرپرست صاحب د دولسم سند هم نلري او باوري سرچينې وايي چې نړيواله ژبه (چې د باندنيو وزيرانو لپاره اړينه ده) خو پرېږده، دى په ملي ژبو هم نه دى خبر. دشرم ځاى دى ولسمشره!!!!!!!!!!!!!!!!!! ه

  8. ته پرې اوس اپوهېدې موږ پرې يې د ولسمشرۍ په لومړي کال پوهېدلي وه چې کرزی ډېر بې کفایته سړی دی که د د وطن ابادي غوښتی نو جنګ سالار به یې راباندې معاوینان او وزیران نه ټاکل او یوه سمه کابینه به یې جوړه کړې وه هغوي په رښتنې او افغاني مینې دې ولس ته کار کړی وی

  9. السلام علیکم ۰۰۰۰ کیدایشی دضرار احمد مقبل فه ټاکنه کی داسی اسرار وی چی راتلونکو انتخاباتو کی دکرزی فه را یه کار وکړی ۰۰۰او که داسی نه وی کرزی به سخط خطا وتلی وی دا ځکه چی ضرار احمد ته داسی وزارت سفارل دیوی ورخي لفاره هم جفا کاری له وطن او ملت سره دی ۰۰۰او دهمدغو کارو فه هکله ملت له کرزی سخه خفه هم دی ۰۰۰ والسلام

  10. اوریدلی می دی چه زمونږ ښاغلی(عبدالحامد خان کرزی) دپخوا راهیسی یوډول ګولی خوری چه زینکس نومیږی، ښاغلی به دغه ګولی په دیی خاطر خوړلی چه آرام وکړی، اودآرام څخه وروسته یی فکر خوشحاله اوخوښ وی.
    زه چه کله دخپل ښاغلی ځینی ګډی وډی خبری اوفیصلی اورم، نوسمدلاسه می فکر دزینکس ګولو یا تابلیتو ته واوړی، اګرچه اوس خو به ښاغلی ته داسی ګولی پیداکیږی چه دزینکس څخه هم پرمختللی وی، دغه ګولی ځینی وخت انسان داسی حالت ته ورولی چه څه چه یی په خوله راغلل باید هغه ووایی، خویوساعت وروسته بیا انسان پښیمانه وی، که ښاغلی کرزی غواړی چه سالمی اودوطن په خیر فیصلی وکړی نوباید ژر تر ژره دغه ګولی پریږدی.
    دسیاسی مجبوریت او مصلحت په خاطر که ښاغلی ضرار احمد مقبل ته په کور دننه هره چوکۍ ورکړل شی پروا نکوی، مګر دبهر دوتلو سړی ندی اونه به وی.

    په درناوی

  11. که خبره د لیاقت او صداقت وی نو تر ښاغلی مقبل نه د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځی استادان هریو پوهاند دوکتور ودیر صافی او پوهاند نصرالله ستانکزی سل ځله ډیر په اداره ، دیپلوماسی او سیاست کی پوه او وړ کسان دی مګر وایی چی دختر خانه …. است

ځواب ورکول روزالدین ملاخیل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *