تاند- د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا رييس ضیاالحق امرخېل له دندې ګوښه شو.

امرخېل ویلي چې په خپله یې استعفا کړي او چا پرې فشار نه دی راوړی.

امرخېل په یوه خبري غونډه کې وویل چې د دې لپاره یې استعفا کړې چې اعتماد رامنځته شي او د انتخاباتو پروسه له ولاړ حالته راووځي.

ده یو وار بیا وویل چې د عبدالله د پلویانو له لوري د ده په نو خپره شوې اډیو جعلي ده.

په همدې حال کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر یوسف نورستاني د امرخېژل پر استعفا خواشیني څرګنده کړه، ویې ویل چې نوموړي په خپله خوښه استعفا کړې ده.

خو نورستاني په عین حال کې وویل چې ښاغلي امرخېل د هیواد ملي ګټو ته په پام استعفا کړې ده.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا له ریاسته د ضیاالحق امرخېل لېرې کېدا د عبدالله عبدالله یوه اساسي غوښتنه وه.

عبدالله نن د امرخېل د استعفا له اعلانه سمدستي وروسته خپلو پلویانو ته وویل:« د امرخېل استعفا ثابته کړه چې زما یوازینی سیال درغلي ده.»

د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم پرون یوه اډیو خپره کړه او ادعا یې وکړه چې دا د فاریاب د انتخاباتو د کمیسیون له یوه مسوول سره د امرخېل ټېلفوني مکالمه ده. امرخېل ته په دې منسوبه شوې اډیو کې، چې سمه نه اورېدل کېږي، غوښتنه کېږي چې پښتانه او ازبک کارکوونکي پیدا کړي.

د امرخېل پرخلاف، چې عموماً په پښتو ژبه ږغېده، د انتخاباتو له پیله د طلوع په شمول عبدالله پلوو رسنیو سخت تبلیغات کول.

طلوع په یوه مرکه کې امرخېل په دې محکوم کړ چې ولي د دوی دري پوښتنو ته په پښتو ځواب وايي.

سره له دې چې د امرخېل پرضد لګېدلي تورونه تراوسه چا ثابت کړي نه دي او د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ویلي چې په دې اړه څېړنې کوي، د ده ګوښه کېدا عبدالله عبدالله ته یو امتیاز ګڼل کېږي خو اوس هم څرګنده نه ده چې عبدالله عبدالله به د انتخاباتو له پروسې اعلان کړی بایکاټ پای ته ورسوي او کنه.

0 thoughts on “ضیاالحق امرخېل د انتخاباتو د کمیسیون د دارلانشا له ریاسته استعفا وکړه”
  1. زه ددی ملی اتل استعفی دولس لپاره یوه ستره ننګونه ګڼړم داشرف غنی دټیم څخه په کلکه غوښتنه کوم چی په پراخو مظاهرولاس پوری کړی ترځو دیوملی اتل دفاع وشی اګرچی دده استعفی دملی ګټو لپاره دی ولی زمونږ مقابل ټیم تل داسی غوښتنی کړیدی چی په هیڅ صورت دمنلو وړندی .بل داچی دادپاکستان او ایران غلام به صباح غواړی چی مونږ دکورونو هم ونه وزو نو ایا دابه ورسره منو ؟؟؟ځکه چی ملی ګټی زیامنی نشی نه داسی استعفیګانی زمونږ نسبی دښمن نورهم زړور کوی ترڅوزمونږ په سر پښی کیږدی.اوخپل ځانونه قدرت ته ورسوی راځی چی نن دحقیقت او واقعت دفاع وکړو او ددی دوس مخه داسی ونیسو چی تل ورته په یاد پاتی شی لکه ددویی تاریخ چی دسقاوو دوخت څخه ورته پاتی دی او خولو خوندیی اوس هم تریخ دی پکتیاوال هغه پکتیاوال دی چی تل یی دملک دتاریخ پاڼی داسی اړوولی دی چی زمونږ تاریخ او هم پری زرین دی او رنګین دی داهغه غلام ټیم چی احمدشاه ابدالی تاریخ نه منی او نشی یی زعملایی او دروند غازی امان الله خان ددوی له لاسه دملک څخه لاړو نن عمرخیل هم دملک څخه وباسی چی صباح دستاسی او زمونږ نوبت هم دی

  2. یعنی دادامعنی لری چه ډبل عبدالله څه چه وایی باید عملی شی ځکه داهغه څوک دی چه داډیرخلک وژلی شی اوبس پښتانه دهمداسی ویده ښه دی

    1. ښاغلی امرخیل !ډیره مننه تا سې خپل اسلا میت او افغا نیت ته وفا دا رې په اثبا ت ورسول.او دګران هیواد دملې ګټو لپا ره تر خپل لوی پوست تیر شولا ست. خو بد بختا نه ډبل عبداالله په بهرنیا نو او کا فرانو با ور کوې او په مسلمانانو افغانانو با ور نه کوې او دپا جهۍ دلا س ته راوړلو لپا ره هر څه کوې که روا وې که نا روا.
      ګرانه امر خیل !!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!! افغانان به ستا سې دغه ښه عمل چې دګران هیواد دعلیا منا فعو لپا ره مواستعفا وکړه هیڅ کله هیرنه کړې. کا شکې ډبل عبدالله هم ستا سې په ډول ښه احسا س درلودلای. اوخپه ما ته یې په انتخا باتو کښې منلې وای. خو ډبل عبدالله دهیواد او هیوا والو په غم کې نه دی.

    2. ښاغلی امرخیل !ډیره مننه تا سې خپل اسلا میت او افغا نیت ته وفا دا رې په اثبا ت ورسول.او دګران هیواد دملې ګټو لپا ره تر خپل لوی پوست تیر شولا ست. خو بد بختا نه ډبل عبداالله په بهرنیا نو او کا فرانو با ور کوې او په مسلمانانو افغانانو با ور نه کوې او دپا جهۍ دلا س ته راوړلو لپا ره هر څه کوې که روا وې که نا روا.
      ګرانه امر خیل !!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!! افغانان به ستا سې دغه ښه عمل چې دګران هیواد دعلیا منا فعو لپا ره مواستعفا وکړه هیڅ کله هیرنه کړې. کا شکې ډبل عبدالله هم ستا سې په ډول ښه احسا س درلودلای. اوخپله ما ته یې په انتخا باتو کښې منلې وای. خو ډبل عبدالله دهیواد او هیوا والو په غم کې نه دی.

  3. دسنګر پریښودل د ملی ګټو دفاع نه ده. بلکی عبدالله خیلو او محقق خیلو ته امتیار ورکول دی او دا امتیاز له ظالمانو سره نور کمک کول دی چی لا ډیر میخونه د خلکو په سرو ور ووهی. د افشارو جنوساید تکرار کړی. د ښاغلی معصوم ستانیکزی ،جمعه خان همدرد او ضیاالحق امرخیل په شان په هیواد مینو خلکو ته توطیی او دسیسی جوړی کړی . تر څو مو لاس کیږی خپل سنګر کلک وساتی. له هیواده او خلکو دفاع د هرافغان ایمانی، اسلامی او قانونی دنده ده. د قانون او بشریت د مدافع ښاغلی ضیاالحق امرخیل په استعفی ډیر خواشینی شوم.

  4. ګرانو وروڼو دا ټوله لوبه د کرزی صاحب ده او همیشه یی ټول پښتانه د یوی ناولی ولسوالی تر خلکو قربان کړی دی هغوی چی یعنی د در واغو د جهاد او مقاومت ډله وایی کرزی صاحب یی منی خو د خپلو مشرانو خبری نه منی

  5. Salam Alikum:
    Mr. Amarkhel has great leadership qualities. I admire his professionalism in management, communication and public relations. He is part of our modern history. I really appreciate his great service for our nation. As a young man, he can come back after the election as a hero. These hooligans from the Northern Alliance are temporary phenomena of circumstances.
    Many thanks for the great work, and you made the right decision to step down at the right time and the right place, Sir! You will be back to shine our future again!

    Wa-salam,
    Mullah Habibullah

  6. سلامونه ملگرو!!!
    اوس خو باید دکابل امنیه قومندان هم استعفاورکړی داد عبدالله لنډِغر چی غوښتل یی دیوڅوروپیوپه مقابل هیوادبحران ته یوسی چی (البته ددوی په نظر)او په محترم امرخیل صاحب تهمت پوری کړی ایادی ته جرم نه شو ویلی؟ اوایاتاسی هغه ویډیوولیده چی دکابل امنیه قومندان د سپینی رایود لیږد په وخت کی دامرخیل صاحب مخه نیسی او بیا یی یوڅوپلورل شوومیډیاګانوته دروغ وایی؟ زماپه نظر سل په سلو کی دروغ او تهمت دی او بل هیڅ نشته، په اخر کی همدومره وایم چی الله ج دی پښتنو ته یو ریشتنی او په پښتو او پښتنومین مشر په نصیب کړی چی دزری زری حساب ورزنی واخلی اوبس.

  7. د افغانستان په تاریخ کی د لومړی ځل لپاره یو لوړرتبه شخص د افغانستان د ملی ګټو د خوندی پاتی کیدو په خاطر خپل موقف قربانی کوی چه دا به د افغانستان په تارخ کی یو خاص ځای ولری او ټول افغانان به پری ویاړی. زنده باد ضیاآلحق امرخیل

  8. د امرخېل صیب دا وښودله چې دی د منصب وړی نه بلکې د وهېواد ګټې په نظر کې ونیولې خو افسوس پر دغو مکارانو چې نه هېواد پیژنی او نه ولس بس یواځې چوکۍ چې دمخه یی هم دا ډول کړنې تر سره کړی مونږ به په اوسنئ نړئ کې داسی کومه کړنه ترلاسه نکړو چې هغه وښیی چې یوه مشر د ریاست جمهوری چوکی ځان پسې سریخ کړې وي او غرو په رغو یی ځان پسی ګرزوی اوس دا هم هغه کړنه ده . امرخیل صیب خو خپل غیرت وښود چې استعفا یی ورکړه خو هغه چې د سروبی د خلکو قانونی حق تر پښو لاندی کړ لګ څه غیرت پکار دی .

ځواب ورکول رحمت الله ځلاند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *