ضیا مسعود

تاند- د ښې حکومتدارۍ په برخه کې د ولسمشر محمد اشرف غني ځانګړي استازي احمدضیا مسعود په یو لړ څرګندونو کې، چې ځینو کتونکو غیرمسوولانه بللې، له سولې سره کلک مخالفت کړی دی.

احمدضیا مسعود د شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې طالبان د پاکستان استازي وبلل، ویې ویل چې هغوی د پاکستان په نیابت جګړه کوي او هیڅکله سوله نه کوي.

ضیا مسعود همداراز وویل:«له طالبانو سره سوله یوه کاملاً نامعقوله خبره ده او د پاکستانیانو ګټو ته د موقع ورکول دي. له یوې تالي څټې او ترهګرې ډلې سره سوله تر اوسه پوري د نړۍ په هیڅ ځای کې شوې نه ده او زموږ په هیواد کې اوسنۍ جګړه د پاکستانیانو جنګ دی، نه د طالبانو.»

د ضیا مسعود څرګندونې د سولې د شورا د موجودیت په شمول د سولې د خبرو لپاره له طالبانو څخه د افغانستان د حکومت ټولې غوښتنې له پوښتنې او شک سره مخامخوي.

ده په عین حال کې وویل چې د افغانستان جګړه اوږده او نیابتي ده.

مسعود دا هم وویل چې طالبان د پاکستان د ګټو لپاره جنګېږي نو ځکه دا جګړه به اوږده وي او د سولې د میکانیزمونو له لارې به حللاره ونه لري او پکار ده چې اوږدې جګړې ته تیار واوسي.

احمد ضیا مسعود دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د پاکستان صدراعظم د امریکا په سفر کې وویل چې هیواد یې تیار دی د طالبانو او افغان حکومت د استازو د خبرو لپاره امکان برابر کړي.

تر نوازشریف مخکې د دغه هیواد د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز او د بهرنیو چارو وزارت هم څو ځلي وویل چې اسلام اباد په هغه صورت کې چې د افغانستان حکومت وغواړي تیار دی چې له طالبانو سره د خبرو لار هواره کړي.

د سږ کال د جولای په اوومه د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې لومړنۍ خبرې هم، چې اسلام اباد ته څېرمه په مري ښارګي کې وشوې، د پاکستان په هڅه او منځګړتوب ممکنې شوې وې.

15 thoughts on “ضیا مسعود، له طالبانو سره د سولې د خبرو مخالفت وکړ”
  1. د سولی عالی شورا پدی اوږده موده کی ونه توانیده چی افغانستان ته سوله راوړی مګر هرکال په میلیونونو دالره بودجه دی شورا ته ورکول کیږی.
    ترټولو ښه وړاندیز دادی چی د سولی شورا منحله او د هغوی نیمایی بودجه د معارف یا ښوونی اوروزنی وزارت ته ورکړل شی تر څو نوی ښوونځی پری جوړ او شاګردانو ته کتابونه پری چاپ او یوه مجهزه مدرنه مطبعه ورته جوړه کړی او یو څه پاته پیسی د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته ورکړی ترڅو د ملی اردو او ملی پولیسو صفوف پری ډک او هغوی ته پرخپل وخت معاشونه ورکړل شی.

  2. د سولي شورا تر اوسه هیڅ لاسته راوړنه نه ده لرلې زما په اند مهمه دا ده چي تر هرڅه وړاندي د سولي شورا وتړل سي
    له بل طرفه د سولي په خبرو کي د پاکستان راګډول هم هیڅ ګټه نه لري ځکه نه هم پاکستان د باور وړ دی او نه هم طالبان
    د پاکستان پرله پسې غوښتني چي طالبان د دولت سره سولي ته کښېنوي د ویري او شک وړ دي ځکه پاکستان هیڅلکه د افغانستان لپاره ښه نیت نه لري
    لنډه دا چي د طالبانو ناسور د سولي له لاري نه بلکي د ښه حکومتولۍ، قوي اردو او پولیسو د لرلو له لاري له منځه تللای سي

    له بل پلوه که څه هم زه د احمدضيا مسعود د خبرو سره سل فیصده موافق یم دهغه پر ښه نییت هم شک لرم. احمد ضیا مسعو او همفرکره یې ددې وطن د خیر لپاره د طالبانو او پاکستان ضد اواز نه پورته کوي بلکي په سر کي نوري نشې لري اوبه خړوي او ماهیان نیسي

  3. آفرین پنجشیریه. خپله طالبان ولی خبروته نه چمتو کیږی چه پاکستان وایی مونږ یی خبروته چمتو کوو. بوه بله خبره چه په دغه طالبانو کی به یو څه داسی کسان هم وی چه هغوی به افغانی طالبان وی او به غواړی چه وطن یی داسی وران شی. نو د هغوی دپاره باید څه پروګرام هم باید ولرو. بله داچی شاید روسانو څه ناڅه مسعودیان ته کوم شین لایت ورښودلی وی چه داسی خبری کوی

  4. دده خبري كاملا مسولانه دي. دا رشتيا ده چي طالبان د بي ناموسه پاكستانيانو تالي ستي مزدوران دي. او افغانان پدى كي شك نه لري

  5. ضیا مسعود یا شه کم عقل دی اویا بیا کوم باداریی دمکی ورکړی ده ځکه داخبره کوی او نه غواړی چی. دی کابل خلک ارامه ژوند وکړی او دیی شورای نظار ګته په نارامی کښی ده چی چور چپاول او غارت ته دوام ورکړی او دی جګړی ځامن هم ندی دی زور راتلو په وخت کښی بیا غرونه ځان پسی چپه کوی

  6. احمد ضيا صاحب
    شما رأست ميگويد كه طالب نو كر پاكستان است مگر شما اينرافراموش نكند كه برادر شما قهرمان احمدشاه مسعود زمانكه إز افغانستان فرار كرددروقت حكومت شهيد داود خان دروازه اي ايس اي تك تك كرد وخودرا به پاكستان تسليم نمود وجاپاى را براى پاكستانى ها در داخل افغانستان باز كرد در ان وقت طالب نه بود أين بزرگترين خيانت در تاريخ افغانستان به شمارميرود سپس خسر مرحوم شماربانى بدون اجازه اي آيس اي تشناب رفته نمى توانيست اگر شما أين دونفررا نوكرران پاكستان خطاب كنيد من همراى شما كاملا هم نظر هستم در غيران شما هم درشك هستيد

  7. په سوله کی ژوند دهر انسان حق دی او سوله دافغانستان دټولومظلوموخلکو دزړه لکومی هیله او د انسانی ژوند خاص ضرورت دی ،

  8. دا چی ضیا مسود به له کومی زاویی داخبری کړی وی بیله خبره ده خو بدون له شکه چی طالبان د خپلو شپو نه دی پدی منی چی طالبان له اوله بیا تر نن پوری خپلواک نه وو او نه دی.
    نو کله چی یو څوک خپلواک نه اوسی سوله به ورسره څنګه وشی؟

  9. دې پردوپالو ـ ټول عمردپاکستان تالي وروڅـټـل لکه اوس چې دروس اوامریکې(انګریز)شنه ډالر څټۍ !۰۰۰ دوی سره دافغان ملت غم نشته ،دوي په سوله څه پوهیږئ اودوی ددین اومذهب په لاره اصلاً تللي نه دي۰ددوی ښځې او لورانې په لندن ،فرانس اوامریکه کې ناستې دي ،خو مونږ ئې په پردو ټوټې،ټوټې کړو۰دا ټول د مــکــنــاتـــــن بچي دي۰

  10. که سوله شرعی ضرورت وی نو باید په شرعی طریقه ترسره شی چه مؤثره او پایښت ولری .که موپه یاد وی لس کاله مخکی د حکومت مخالفین او طالبان دومره محسوس او مؤثر نه ووخو مع الاسف دبن انحصاری تړون او وروستنی ۱۳ کلن فساد او جنایات دحکامو نور هم ملت یی ورټو دملت او حکومت واټن زیاد شو فساد اوج ته ورسید بالمقابل دا اعظمی فساد ټول په مظلوم ملت تحمیل شوی او لا دوام لری نو زه نبوهیږم یو څوک چه ملګری یی دشلو کالو نه زیات سابقه د ظلم ، فساد او جنایت لری او ملی پایه یی دلاسه ورکړی ،او دفساد او اوسنی مصیبتونو اساسی عامل اود ملی خدماتو ظرفیت او سابقه هم نلری او د ملی اردو ،پولیسو او امنیت وسایل او امکانات ترډیره خپلی ډلی ته انتقال او ذخیره کړی چه یوه نمونه یی ددوی داخلی نفاق په نتیجه کی بمبارد شوه او بلی خواته ۲۲۵ میلیون ډالره یواځی په روغنیاتو کی ،دسلو زرو نه زیات خیالی امنیتی پرسونل چه کلنی حقوق او امتیازات یی دمیلیاردونه اوړی او سلګونی نوری مرداری چه غیرتی او معزز ملت یی تر ټولو فاسد په نړی کی معرفی کړ داهم ددوی دانحصاری فاسدی اداری ،خبیثه ثمره وه دا ملت دښمنه مفسد قهرمانان څنګه کولی شی جنګ ته دوام ورکړی؟
    دا خبره هغه حاکم سره ښایی چه مجاهد فی سبیل الله او مجاهد ګونه حکومت کړی وی اوکرکټریی ولری ،حال دا چه په تیرو ۱۴ کالو کی دغه ډول دمجاهدینو د امتیازاتو غلو ،کوم کارونه چه کړی انسانیت ور باندی شرمیږی .
    اوس او هر وخت ملت ، مسلمان حاکم او ملی ،عادل حاکم غواړی نه رسمی غله او ملت شرموونکی .

  11. هغه د دری ژبی متل چی د شعر په ژبه راغلۍ او داسی دۍ:عاقبت زاده ً ګرګ،ګرګ شود««»»ګر چه با آدمی بزرګ شود. او پښتو انډول یی داسی دۍ: خړسپۍ د لیوه ورور دۍ.کچیری موږ څوارلس کاله وړاندی بیرته شاته وګورو نو به ووینو چی کله د بهرنیانو (امریکی اواییتلافیانو) د درنو بمباریو په پایله کی طالبان په فزیکی ډول د افغانستان څخه ووتل او قدرت واګی دبن د جوړ جاړی په پایله کی منځمهالی اداری ته وسپارل شوی نو پوره دری کاله کراره کراری وه او دغه شمالی ټلواله دمړ ژواندی حالت څخه لومړۍ ژوندۍ او بیا په واک کی شوه. مګر په دغو دریو کالونو کی څه وشول؟ لومړۍ د یونس قانونی شخصی بندیخانه چی د آریوب سینما تر څنګ وه او تر رسوایۍوروسته وتړل شوه. په نوموړی شخصی بندیخانه کی یی ټول پښتانه بندی کول او وروسته لکه د پاکستان آی اس آی په امریکایانو اوانګلسانو پلورل. دوهم :د ژباړندویانو پوسیله د پښتنو ځورول او امریکایانو ته د طالب او القاعدی پنامه ورپیژندل ، پدی ځای کی د یادونی وړګڼم چی تر اوسه هم په ګوانتانامو داسی پښتانه شته چی هیڅ تومت ندۍ ورباندی وارد شوۍ دا ځکه چی د همدی شمالی ټلوالی لخوا امریکایانو دغرض او کینی له مخی په ګوته شوی وو.دریم: په غیر مستقیم ډول د هغه ناولی ایتلاف ژوندی کول کوم چی دطالبانو په لاس دکابل دنیولو نه وروسته په خنجانو د روسیی د استخباراتو د وزیر په مشرتابه جوړ شوۍ وو او موخه یی د طالبانو مخنیوۍ وو.څلورم: په ټولیزه توګه دغربیانو په مرسته په پښتنو پسی هر اړخیزه را اخیستنه او هغوی د سیاسی ډګر نه ګوښه کول چی لا له پخوا څخه دغه کړنه د شوروی اتحاد لخوا هم په مخ بیول کیده او د امریکایانو په وخت کی یی نرو زور هم واخیست. دغی ټولو کړنو په لوی لاس پښتانه وسلی ته مجبور کړل. لنډه یی پر دی چی هغه اولینی دری کاله چی باید دملی پخلاینی لپاره کارول شوی وای هغه د شمالی ټلوالی لخوا په پښتون دوښمنۍ او پښتون ځپلو کی تیر شول او په پایله کی پښتانه مجبورشول چی یو ځلی بیا د ننګ او ناموس پخاطر وسلی ته لاس کړی او چی يو ځلی پښتانه د جګړی ډګر ته ور کوزشی بیا یی ایل کول د چا د وس خبره نده. او دغه ناولی لړۍ همداسی ادامه لری. مګر شمالی ټلواله او هزاره لږکیو لدی طلایی وخت څخه ښه ګټه تر لاسه کړه او اوس دوی ته جګړه تر سولی ښه ده،ځکه کور د پښتانه پکی سوځی او ګټی یی دوی خوری. او په پای کی هغه د دوی هیلی او موخی په یوه پښتو متل کی کی رانغاړم کوم چی وایی: زه د وم لالۍ دوی! یو ګوډۍ اوړه د وی! نور که نه وی !نه د وی . یانی دوی د وی او واک د وی ،ورسره ډالراو امریکا د وی سوله که نه وی نو نه د وی. نو په همدی خاطر دوی سوله سبوتاژ کوی. دا ځکه د شمالی ټلوالی سیاسی او اقتصادی ژوند په میلیټاریزم نغښتۍ دۍ او همدا دوی دی چی د پنځمی ستنی رول لوبوی، خور نه خوری او هم یی له توبری څخه.

  12. هغه د دری ژبی متل چی د شعر په ژبه راغلۍ او داسی دۍ:عاقبت زاده ً ګرګ،ګرګ شود««»»ګر چه با آدمی بزرګ شود. او پښتو انډول یی داسی دۍ: خړسپۍ د لیوه ورور دۍ.کچیری موږ څوارلس کاله وړاندی بیرته شاته وګورو نو به ووینو چی کله د بهرنیانو (امریکی اواییتلافیانو) د درنو بمباریو په پایله کی طالبان په فزیکی ډول د افغانستان څخه ووتل او قدرت واګی دبن د جوړ جاړی په پایله کی منځمهالی اداری ته وسپارل شوی نو پوره دری کاله کراره کراری وه او دغه شمالی ټلواله دمړ ژواندی حالت څخه لومړۍ ژوندۍ او بیا په واک کی شوه. مګر په دغو دریو کالونو کی څه وشول؟ لومړۍ د یونس قانونی شخصی بندیخانه چی د آریوب سینما تر څنګ وه او تر رسوایۍوروسته وتړل شوه. په نوموړی شخصی بندیخانه کی یی ټول پښتانه بندی کول او وروسته لکه د پاکستان آی اس آی په امریکایانو اوانګلسانو پلورل. دوهم :د ژباړندویانو پوسیله د پښتنو ځورول او امریکایانو ته د طالب او القاعدی پنامه ورپیژندل ، پدی ځای کی د یادونی وړګڼم چی تر اوسه هم په ګوانتانامو داسی پښتانه شته چی هیڅ تومت ندۍ ورباندی وارد شوۍ دا ځکه چی د همدی شمالی ټلوالی لخوا امریکایانو دغرض او کینی له مخی په ګوته شوی وو.دریم: په غیر مستقیم ډول د هغه ناولی ایتلاف ژوندی کول کوم چی دطالبانو په لاس دکابل دنیولو نه وروسته په خنجانو د روسیی د استخباراتو د وزیر په مشرتابه جوړ شوۍ وو او موخه یی د طالبانو مخنیوۍ وو.څلورم: په ټولیزه توګه دغربیانو په مرسته په پښتنو پسی هر اړخیزه را اخیستنه او هغوی د سیاسی ډګر نه ګوښه کول چی لا له پخوا څخه دغه کړنه د شوروی اتحاد لخوا هم په مخ بیول کیده او د امریکایانو په وخت کی یی نرو زور هم واخیست. دغی ټولو کړنو په لوی لاس پښتانه وسلی ته مجبور کړل. لنډه یی پر دی چی هغه اولینی دری کاله چی باید دملی پخلاینی لپاره کارول شوی وای هغه د شمالی ټلوالی لخوا په پښتون دوښمنۍ او پښتون ځپلو کی تیر شول او په پایله کی پښتانه مجبورشول چی یو ځلی بیا د ننګ او ناموس پخاطر وسلی ته لاس کړی او چی يو ځلی پښتانه د جګړی ډګر ته ور کوزشی بیا یی ایل کول د چا د وس خبره نده. او دغه ناولی لړۍ همداسی ادامه لری. مګر شمالی ټلواله او هزاره لږکیو لدی طلایی وخت څخه ښه ګټه تر لاسه کړه او اوس دوی ته جګړه تر سولی ښه ده،ځکه کور د پښتانه پکی سوځی او ګټی یی دوی خوری. او په پای کی هغه د دوی هیلی او موخی په یوه پښتو متل کی کی رانغاړم کوم چی وایی: زه د وم لالۍ دوی! یو ګوډۍ اوړه د وی! نور که نه وی !نه د وی . یانی دوی د وی او واک د وی ،ورسره ډالراو امریکا د وی سوله که نه وی نو نه د وی. نو په همدی خاطر دوی سوله سبوتاژ کوی. دا ځکه د شمالی ټلوالی سیاسی او اقتصادی ژوند په میلیټاریزم نغښتۍ دۍ او همدا دوی دی چی د پنځمی ستنی رول لوبوی،هم یی له آخور نه خوری او هم یی له توبری څخه

ځواب ورکول Fahim ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *