احمد ضیا مسعود

تاند- د احمد شاه مسعود ورور احمد ضیا مسعود وايي، حکومت د طالبانو مالي او تسلیحاتي ملاتړ کوي.

احمدضیا مسعود، چې د کرزي د حکومت په لومړۍ دوره کې مرستیال ولسمشر او د ملي یووالي د حکومت په لومړي کال د ښې حکومتولۍ په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی و، وروسته له دې چې پرون ولسمشر غني پاکستان د غزني په جګړه کې په لاس لرلو تورن کړ، نن/شنبه/ په یوه خبري غونډه کې وویل«د تروریستي ډلو په تېره بیا د طالبانو د تمویل او تجهیز یوازینۍ سرچینه حکومت پخپله دی. دوی طالبانو ته وايي چې هیڅ کار درسره نه لرو او کله چې دوی (طالبان) راشي د خپلو پوځي اډو ټولې وسلې ورسپاري. موږ خبر یوو چې حکومت د طالبانو مالي ملاتړ کوي.»

احمد ضیا مسعود دا خبره یوه ورځ وروسته له دې وکړه چې ولسمشر غني پرون /جمعه/ د غزني د سفر په لړ کې د دې ښار په جګړه کې د پاکستان رول ته په اشارې وویل، د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمرجاوید باجوه په لیکلي ډول ژمنه کړې وه چې افغانستان ته به د پاکستاني سختدریځو د اوښتو مخه نیسي.

ده ټینګار وکړ«اوس باید باجوه ځواب راکړي.»

ولسمشر غني د پاکستان لوی درستیز ته په خطاب کې همداراز وویل، ولې پاکستاني سختدریځي د غزني جګړې ته راغلل او ولې یې اوس د پاکستان په روغتونونو کې درملنه کېږي؟

خو د پاکستان د پوځ لوی درستیز د غزني په حملو کې د پاکستان رول رد کړ او دا یې هم رد کړه چې ګنې د یونیم سل پاکستانیانو مړي له غزني څخه پاکستان ته وروړل شوي دي.

احمد ضیا مسعود، چې د نوې جوړې شوې ټلوالې (د افغانستان د ژغورنې لوی ايتلاف) له مشرانو څخه دی، همداراز وویل چې طالبان پر کابل حملې ته تیاري نیسي.

د ضیا مسعود په وینا حکومت د طالبانو له دې پلانه خبر دی خو هیڅ ځوابي اقدام نه کوي.

ده د کابل پر خلکو ږغ وکړ چې د طالبانو د یرغل په وړاندې مقاومت ته ځانونه تیار کړي.

2 thoughts on “ضیا مسعود: حکومت طالبانو ته وسلې او پیسې ورکوي”
  1. ضیا جان!
    اګر معاملات ، فساد و شر انګیزی شما نمی بود امروز ملت آرام و باعزت بدون مداخلات اجنبی ها زندګی میکرد خصوصا معامله اخیر بن که بنام معامله سقاوی ها شهرت دارد شهکار فساد شما در تاریخ معاصر افغانستان است
    همه انواع فساد و رذالت را شما و دوستان منطقوی تان تجربه کردید دیګر چیزی نزد شیطان هم نمانده بګذارید افغانان اصیل لوث تان را پاک وبه ملت مظلوم خدمت کنند انسانیت را شرماندید بس است یا عبدالدینار والدولار

  2. ضیا جان!

ځواب ورکول Dr.Atal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *