ځینې پښتانه د طالب له وحشته او بربریته وېرېږي، فرمایشونه او فرمانونه یې مني، خو ځینې بیا د طالب د وېرې له امله نه، بلکې د هغو وهمي عقایدو له امله د طالب ناروا او غیر انساني فرمایشونه او فرمانونه مني، چې په پېړیو پېړیو ورته تلقین شوي.

دا دواړه ډلې زموږ د ټولنې واقعیتونه دي. لومړۍ ډله وحشت او زور ته تسلیم دي، او دوهمه ډله خلک وهم، او خرافاتو ته.

دوهمه ډله خلک ظاهراً داسې برېښي چې په خپله رضا او قناعت طالب مني، خو په حقیقت کې، د دوی وېره، تر لومړۍ ډلې ډېره ژوره او اساسي ده.

په بل عبارت، انسان په دوه ډوله وېرول کېدای شي. یا په وحشت او زور، او یا په وهم. په همدې ترتیب، قومونه هم، په دوو طریقو اېلېږي، یا په وحشت او یا په وهم.

وهم څه دی؟ وحشت څه دی؟ راځئ چې د یوې لنډې پرتلې له لارې د وحشت او وهم د توپیر ځيرنه وکړو.

ځینې وایي، وهم خپله ډول وېره ده، هغه وېره چې اسباب یې واقعي نه وي، او ځینې نور بیا وایي چې د وېرې غیر واقعي لامل ته وهم وایي. د دواړو ځینې تفاوتونه داسې دي:

وحشت په ظلم، او خشونت په زړه کې ځای نیسي، خو وهم، د ناسالمو عقایدو او افکارو د تلقین، وعظ او ابلاغ له لارې.

وحشت د بزدلو، او ډارنو خلکو لپاره وي، زړور او غښتلي ولسونه نشي اېلولای، خو وهم بیا په زړور، او بزدل، یو ډول اغېز کوي.

وهم ته خلک په غیرشعوري ډول تسلیمېږي، خو وحشت ته تسلیمېدل، که څه هم غیراختیاري وي، خو غیرشعوري نه وي.

وحشت حقیقي دی، او وهم معمولاً، ظنی او غیرحقیقي دی.

وحشت مهالېنی دی، موقت دی، خو وهم د نسلونو نسلونو میراث دی.

د وهم ریښه، د اخوندانو په تاریخي تلقیناتو، او تعلیماتو کې ده، او د وحشت ریښه په جګړه، خونریزۍ، او نورو کې.

لنډه دا چې وحشت وحشت دی، وهم وهم دی، او نننی طالبیت د وحشت، او وهم ګډوله ده. وهم خپرول د مذهبکارو، کاهنانو، پيرانو، راهبانو، پنډتانو، او له خرافاتو څخه د ګټه اخیستونکیو دایمي حربه ده چې خلک پرې له دننه څخه اېلوي، او د وهم خپرولو له لارې د ولسونو له انرژۍ، او منابعو څخه کار اخلي.

ډارن، محافظه کار، او بزدل خلک په وحشت ډارول کېږي، خو د زړورو او په جنګي او رزمي برخو کې آزمویل شويو قومونو ته بیا وحشت کار نه ورکوي.  د دوی چاره بیا وحشت نه، بلکې وهم ده.

وهم د ډېرو مغرورو قومونو د بخت تختې را نسکوروي، او ډېر مغرور ورمېږونه د روحانیت، پیرتوب او ملائیت په بهانه خسیسو او لوېدلیو چلبازو انسانانو ته خم کوي.

افغان یو سرلوړی قوم و. غلیمانو په زور، او وحشت اېل نه کړای شو، بیا یې پر افغانانو د خپلو پلانونو د ور تپلولو لپاره پر دې ویاړمن ولس د وهم او خرافاتو ایلچیان یعنې، حضرتان، پیران، او اسلامي پنډتان (اخوندان) را لښکر او نمبر کړل. ویاړلې افغانه ښځه، چې د غرور، او همت سمبوله وه، د همدې وهمي ایلچیانو په فرمایش په چادرۍ غوندې سیار زندان کې ایساره، او د هغې وجود له ټولنې څخه تقریباً مسخ کړای شو.

کله چې د پکتیکا ټېسر پر سر، شپږ فټه لوړ، هډور، تنور انسان په کابل کې د قدسوخته، چومبولک مخې، چوغ سترګي پیر دروازې ته ورځي، په دروازه کې یې سر خم کوي، او دری څلور متره د پیر تر قدمونو په ځغاسته، او کوپه ملا ورځي، او پر لاسونو یې ور پرېوځي، علت یې نه له پیره وېره، نه د پیر احترام، او نه له پیر سره مینه ده، بلکې د پیر موهومه (پر وهم بناء) لویي ده.

د پیر مرید ته چې د پیر د خباثتونو ووایې، نو لومړی خبره یې دا وي چې مه کوه، وبه ښویېږې، خوله به دې کږه شي، مېنه به دې سپېره شي، کور به دې ګډ شي، خاورې به دې په سر شي.

په کلیو کې د اخوند او طالب حماقتونه یواځې د دې وهم له امله زغمل کېږي چې ګواکې دا خلک دیني او مذهبي تقدس لري، او که یې بې احترامي وشي، نو دوزخ دی، ماران دي، لړمان دي، او که نور هیڅ نه وي، د ټولنې لخوا محکومیت دی.

ډېر کله یوه وېره، یا یوه عقیده عقلاً د توجیه وړ نه وي، خو وهماً او ظناً موجوده وي.

که کله د شپې په تیاره کور کې وېرېدلي یاست، هغه وېره مو یواځې د تیارې له امله وي، او تاسې سره له چې پوهېږئ، له تیارې وېره کول بې معنا دي، خو بیا هم خپل ډار او وهم نشئ مهارولای، او بیا هم ډارېږئ. هلته ډار ستاسې کم عقلي، ناپوهي، یا ناخبري نه، بلکې ستاسې د وهم له امله ده.

موږ پښتانه ملایانو په بېلابېلو وهمونو ککړ کړي یو.

له دې ډول وهمونو څخه یو وهم، د طالب د مخالفت له امله د بد عاقبت وهم دی.

پښتانه د طالب رذالت، خباثت، ظلم، وحشت، غلامتوب، حماقت، بې عفتي، او بې ناموسي په خپلو سترګو ګوري، مني یې، او عقلاً یې درک کوي، خو مړه طالب ته لا هم شهید وایي. د طالب مړي ته شهید ویل هیڅکله له دې امله نه دي چې ګواکې د هغه په زړه کې لا هم طالب ته ځای شته، یا پښتون پر طالب خوشال دی، یا یې سپېڅلی ګڼي.

ټول یې ویني چې د پښتانه په سیمه کې تر طالب بد اخلاقه کرکټر نشته، چې له غلا، اختطاف او قطع الطریقۍ نیولې، تر لواطت، جبري ودونو، او نورو اخلاقي ناخوالو، ټولې د طالب ټېکه دي، خو د طالب د شهادت تصور لا هم پر ذهنوننو حاکم دی.

وهم همدې ته وایي چې د یو چا عقل مغلوب، او کومه پټه او غیرمنطقي وېره، چې عقلي او دیني اساس نه لري، غالبه شي. پښتانه په عقلي لحاظ قانع دي چې طالب زهر قاتل دی، خو د هغه په اړه د پښتانه قضاوت لا هم د هغو ملایي وهمي افکارو ښکار ده چې له وړوکوالي او له پېړیو پېړیو ورته زرق شوي دي.

دا وهمونه یواځې د پښتانه پر سیاسي پرېکړو نه، بلکې د هغه پر ټول ژوند حاکم دي. تعویذونه، دمونه، څاښتونه، پېریان، شیشکې، غول بېابان، او … د وهم د قاموس ځینې ډېر کارېدونکي اصطلاحات دي.

د وهم ریښه، د اخوندانو په تاریخي تلقیناتو، او تعلیماتو کې ده، او د وحشت ریښه، د چریکي جنګ په نامه د افغانستان خلاف د آی ایس آی په اعلان شوي تش په نامه جهاد کې ده.

د مدني انسانانو دنده، یواځې د وحشت، یعنې حقیقي وېرې خپرونې پر خلاف د مبارزې نه، بلکې، د وهم، یعنې غیرحقیقي وېرې د خپروونکیو خلاف د مبارزې هم ده.

موږ تر هر جنګ وروسته د وحشت تداوي کړې، او وهم مو هماغسې پرېښی دی. دا ځل که وحشت تداوي کېږي، وهم باید برابر تداوي شي، او د ملت له زړونو د غیرحقیقي او خرافاتي وېرو ریښې و ایستل شي.

15 thoughts on “طالب، د ژور وهم او شدید وحشت ګډوله”
  1. Qarar said!

    Deyra shkweley pe manteq welarha likena dey kerhey da. Allah dey tofiq darkrhi. De dey tolo darmalena pe pohena aw salema rozena key da. Yawazanai shai chey ma deyr zawrawi hagha zmong de toleney rhanda aqida da. Dasy tolena key manteq ta de beylareytob ya kofer pe sterga gori.

  2. ښاغلی قرار صاحب ستاسو تحلیل کاملا پر ځای دی .
    له همدی امله دوی کوشش کوی چی ښوونځی وران کړی ، ښوونکی ووژنی او خلک له جوماتونو ، جرګو او حجرو منع او د عصری او نورو دینی تعلیماتو له زده کړی بی برخی کړی او د ملت د پوهولو مخه ونیسه په افغانانو کی نفاق واچوی او که څوک وغواړی چی خپل ولس په پوهه او تدبیر سره رهبری کړی نو په مقابل کی ورته د شلغمو په تول پښتانه کاندیدان له اوږدو ږیرو سره را ولمسوی او یا د ټولټاکنو په شان سرنوشت تعیینوونکو اقداماتو مخه ونیسی او په مقابل کی نه تنها تحریم بلکه تهدید او وحشت هم ملګری کړی.

  3. ځینې وایي، وهم خپله یو ډول وېره ده، هغه وېره چې اسباب یې واقعي نه وي، او ځینې نور بیا وایي چې د وېرې غیر واقعي لامل ته وهم وایي.

    قرار خانه، ډیر ښه فلسفی تعریف دی ورکړی دی. زه فکر کوم چې وهم خپله لکه تا چې لیکلي دي یو قسم ژوره وېره ده خو دا نه منم چې سبب یې واضح نه وي. کېدای شي د وهم سبب واضح وي.

  4. د وهم ریښه، د اخوندانو په تاریخي تلقیناتو، او تعلیماتو کې ده، او د وحشت ریښه، د چریکي جنګ په نامه د افغانستان خلاف د آی ایس آی په اعلان شوي تش په نامه جهاد کې ده.
    د مدني انسانانو دنده، یواځې د وحشت، یعنې حقیقي وېرې خپرونې پر خلاف د مبارزې نه، بلکې، د وهم، یعنې غیرحقیقي وېرې د خپروونکیو خلاف د مبارزې هم ده.
    موږ تر هر جنګ وروسته د وحشت تداوي کړې، او وهم مو هماغسې پرېښی دی. دا ځل که وحشت تداوي کېږي، وهم باید برابر تداوي شي، او د ملت له زړونو د غیرحقیقي او خرافاتي وېرو ریښې و ایستل شي.

  5. ښا غلي قرارصیب،تاند او لوستونکو ته سلامونه او ښې پيرزوینې . درونداو منلی ورور قرارصیب! لیکنې مو لولو او په لوستلو یې خوښي احساسو .داچې یو چا خو د پښتنو د راویښولو دپاره کلکه اراده کړیده په اوسنیو شرایطو کې داهم لویه خبره ده. خو که څه هم پوهیږم چې دیوې پښتنې دپاره په ټولنه کې د ګډون کولو او یا د خپل نظر دڅرګندولو هیڅ حق نشته ،خو بیا هم د الله تعالی په توکل زړورتیا کوم او غواړم ستاسو نه یوه ګیله وکړم. لمړی خو دا چې په پښتو کې یو متل دی وایي (اوښه کومه یوه دې سمه ده چې غاړه دې کږه ده) سمه ده طالبانو هم زور زیاتی کړیدی،خو تاسو مهرباني وکړۍ مونږ ته یې راوښایاست چې په تیرو نږدې څلورو لسیزو کې څوک ښه وه،چا وطن جوړکړیدی، چاپه رقمونو پښتانه بې نومه،بې ژبې،بې کوره او بې وطنه نکړه؟؟؟ دا خو به راسره منۍ چې پښتنو اسلام هیڅکه پوره عملي کړی ندی ، نه داسلام نه خبر دي .خو زما اصلي ګیله داده چې هرکله او دهر چا دپاره پښتنه ښځه د نیوکو یوه وسیله ګرځول شویده. کله بهرنیان نارې وهي چې د ښځو حقوق او کله بیا خپله دا خبره کوو. دښځې دپاره حقوق مو ټول په څادري پورې رالنډ کړیدي (که څادري یې په سر کوله حقوق نشته او که یې لرې کړه نو حقوق پیدا شول) زما په اند خو د پښتنو ښځو حقوق پخپله زمونږ لوستو او روڼ اندو ورورونو د پښو لاندې کړیدي . دبیلګې په ډول یې په همدې تاند کې کتلی شۍ .(په سلو کې نهه نوي )د ورونو لیکنې او تبصرې دي،ځکه چې خویندې د دې نه ویریږي: که زه چیرته خپل نظر څرګند کړم ،هسې نه چې کوم ورور راته ښکنځل ولیکي، په بد نوم مې یاده کړي اویا…… په هر صورت زما په اند دښځو حقوق د هغوۍ نظر ته اهمیت ورکول دی .چې دا کار په افغانستان کې تر اوسه هیچا ندی کړی .که یې کړی وی نو زه فکر نکوم که یوې مور همدا غوښتلي وی چې زوی دې خپل ورور ووژني ،یا دې ځان مړکړي ،یادې وطن په وینو ولړي. دموکراسي په یوه ټولنه کې د همغې ټولنې د غوښتنو سره او د همغه ټولنې د خلکو پواسطه رامنځ ته کیږي ،نه دا چې د بهر نه راوړل کیږي. او اسلام پخپله د ازادۍ او سوکالۍ دین دی . البته که څوک پې ځان پوه کړي او عملي یې کړي. د یوې ښځې د پاره پرده کول پدې معنی ندي چې هغه په هیڅ شي نپوهیږي ، اویا ټیکری د هغې ماغزه هم د ویښتانو سره پټوي او دکاره یې وباسي . باور وکړۍ چې د اسې نده ښځه د پردې سره سره ټوله دنیا ویني او په هر څه پوهیدلی شي . او په دې اړه مې یو شعر (امریکا ته د یوې افغانې پیغلې پیغام) په نوم لیکلی ؤ چې په دعوت ویب پاڼه کې مې ورکړی ؤ،دلته یې یو څو بیته لیکم . ډیره مننه چې زما د حق غوښتنه کوې == د څادري لرې کولو چې غوښتنه کوې==خو ته او خدای(ج) که به همدا دموکراسي بولې===نارې وهې او دا د ښځو ازادي بولې=== آزادي دا وه چې جګړه مې په کاله کې نوی===جوړې مورچلې مې د کور په دیواله کې نوی====پلار مې په سمه ټوپک څنګ کې ګرځولی نه==ورور مې د غره نه میزایل رااورولی نه ===چې دوۍ هم ستا په شان په لاسته راوړنو بوخت وی===څه نوې زده کړې یې کولی په څیړنو بوخت وی …… په پای کې غواړم ووایم چې ستاسو په لیکنو کې ډیر تاثیر دی ،پدې خاطر ستاسو د یوې پښتنې خور په صفت درنه هیله کوم چې قلم مو د پښتنو د راویښولو سره سره د هغوۍ د یووالي د پاره وکاروۍ .او په همدې ډول مې طالبانو ته هم د زړه له کومې دعا ده چې الله تعالی دې نور د جنګ او وژلو نه زړه تور کړي چې نور د بې ګناه انسانانو د زړه ازا ر وانخلي . ځکه چې دوچو د کبله لامده هم سوزي.

    په زخمي ،زخمي ،زړه او ځیګر افغانستان کې د تلپاتې سولې او ارامۍ په هیله

    پښتنه مینه او درنښت ستاسو یوه خور
    ز هیله ب

  6. موږ همداسې بت شکنو لیکوالو ته اړتیا لرو
    د قرار صاحب منطق، قوي استدلال او حقیقت ته وفادارې لیکنې تابوګانې او بوتان ماتولای شي.

  7. Grani khor Z hela B.
    Khori salamona , Khudai pak mo patamana lara!
    khor jani da drusta da chi pa tero 4 lasizo ki hicha ham sha na di kari.
    wali de talibano mushkil de tolo na khatar nak aw nawalai da. zaka chi taliban aw mualyan de gran Islam pa nama ham afghanistan aw ham afghanan khusansan pashtana bad nam kawi.
    taliban aw mullayan koshish kawi hatta zamong tarikh maskha kri, wa gora de patki , chadari, khwalai aw pato na e sa jor kra???
    wa gora de islam pa nama zamong qawmi masharan aw maktabona warnawi.
    manana

  8. قرارصیب زما په فکر پښتانه د طالب له وحشته نه ویریږی، بلکه ددی څخه ویریږی چه په دغه تیرو دری نیمو لسیزو کی مونږ ولی په نښه شوی یاستو، ولی مودغه کورنی اوبهرنی دښمن په چل ول وژنی، ولی دا اوږد جنګ نه ختمیږی اوولی کړیږواوورخ په ورځ کمیږو.
    وګوری دخلقیانو په وخت کی روسانو زمونږ ډیر پښتانه مړه کړه اوحتی دخلق دګوند خینی لوړ پوړی چارواکی یی هم په مرموز ډول مړه کړل، دمجاهدینو اوطالیبانو دحکومت په دوره کی هم دپښتنودوژلو ښکار جاری وه، اوپه اوس وخت کی خودپښتنو غښتلی ککری او سټی ختمی شوی.
    امریکا هم وای چه د پښتون په هر کور کی یوطالیب دی، انګریزان، پاکستانیان اوایرانیان هم ښکاره چغی وهی چه د پښتون په هر کور کی یو طالیب اوزمونږدښمن دی، په داخل دحکومت کی پښتون هم په امن نه دی اوپه پلانی اوخصوصی ډول په نښه کیږی، دبلی خوا ناپوهه اوبی خبره طالیبان هم په کمین کی ناست دی اوفقط پښتون وژنی اوځان وژنی کوی.
    نوداحالت ډیر ویروونکی اونه زغمونکی دی ځکه دواړوخواووته د پښتون نسل په ختمیدو روان دی، زمونږ پښتون که خوشحاله وه غټه چوکۍ اوډیری پیسی یی لرلی هغه هم دتروریست او کافر لغات زمزمه کوی، اوچه ژوند یی خراب وی، وړه چوکۍ اوکمی پیسی ولری دهغه خبره اواواز څوک نه اوری.
    لنډه داچه خدای دي دحکومت لوړ پوړو چارواکو ته اوهم دطالیبانو لوړ پولو چارواکو ته هدایت وکړی چه وپوهیږی اوپدی فکر وکړی چه دپښتون وژنی سلسله نوره ختمه کړی،
    قرار صیب زمونږ دخلکو یو بل مشکل دادی که په حکومت کی ورته ښه چوکۍ اوښه معاش پیداشو نو بیا ټوله ورځ دحکومت صفت کوی اوهم وای چه امریکایان خو دملګرو ملتو په مشوره راغلی دی، اوکه په حکومت کی یی چوکۍ ټیټه شوه اومعاش یی هم کم شو نو بیا دحکومت بده وای او افغانستان دامریکایانو لخوا اشغال شوی اودطالیبانو جهاد په حقه ګڼی. همداسی په طالیبانو کی هم ځینی خلک شته چه ورته نظر لری. همداسی په سیاسی کارشناسانو، پوهانو، مشرانو او لیکوالانو کی هم ورته نظر لیدل کیږی.
    خدای تعالا دي ما اوتا او زمونږ ټولو خلکو ته ښه پوهه ورکړی چه ددغه سپکو سپورو څخه لاس واخلو.
    په اخرکی دایوه خبره دطالیبانو ځینو چارواکو ته کووم چه پښتانه به تاسو په هیڅ وخت کی ونه بخښی. ځکه که نوروخلکو دپښتون کور په توره شپه اوچل ول وران کړه مګر تاسوبیا مخامخ په سپینه ورځ اوپه شخوسترګو وران کړه.
    والسلام

  9. محترمه قرار صاحبه! له وړوکوالي څخه د افغانستان د ډېرو ليکوالانو او شاعرانو له اثارو سره سخته مينه لرم خو په ټولو کې د اروښاد ګل پاچا اولفت له ليکنو سره ډېره مينه لرم ځکه چې د هغه کتابونه د افغاني ټولنې څه چې د انساني ټولني هينداره ده خو تاسو محترم په هغې هم ورواړوله 🙂 تاسو زموږ د يويشتمې پيړۍ ګل پاچا اولفت ياست.
    زموږ د بدمرغۍ اصلي ريښي مو د لمر په شان روښانه کړې. کور مو ودان

  10. په دې اخيري ۳۵ کلونو کي افغانان د دولتي تروريزم قربانيان دي ، صرف هغه اجيران چي دې بشري ضد عمل ته استخداميږي تغير کوي.
    بېره او وحشت د تروريزم اساسي مشخصات دي ، ب الخصوص د دولتي تروريزم.
    افغانان د جهان د زړه ورو اتنکي ګروپو څخه شميرل کيږي،ځکه نو مکار دولتي تروريزم خپلو اهدافو ته د رسيدو پخاطر په مختلفو تاريخي شرايطو کي د افغان او اسلام په جامه کي اجيران را لېږلي دي ،چي په افغانانو کي دبېري او وهم فضا ترويج کړي او داسي وحشي اعمال تر سره کړي چي بشريت څو سوه کاله نه دي ليدلي .
    پرون مي يو انډيوال د هرات څخه په تليفون کي ويل : د کندهار هرات لار باندي د دولت مخالفين د سپرليو پښې ګوري ،که د چا پښې تڼاکي وي ،دا سړی دولتي سړی دی ځکه چي په بوټو يې پښې تڼاکي سويدي او بايد پخپله جزا ورسيږي…
    په ۱۳۵۸ه ش په دوبي(اوړي)کي د کندهار څخه کابل ته پر لاره کابل ته نژدې د وردګ ولايت په دشت ټوپ کي د هغه وخت د حکومت مخاليفينو چي نوي را پيدا سوي وه څو سرويسان درلي وه چي زموږ اعظمي ترانسپورټ سرويس هم ورته ودريد،توپکوال سرويس ته را پورته سوه او څو کسه يې تا( کښته)کړه، موټروان د خپلو سپرليو پخاطر استدلال ور سره وکړ خو توپکوالو ويل ، چي دا خلقيان دي دا بايد مردار سي ډريور ورته وويل چي تاسو ځنګه پوه سواست ؟ توپکوالو ورته وويل، چي موږ خلقيان پر پزه پېژنو!!!
    ټولو سپرليو زارۍ ورته وکړي خو توپکوالو نه د خدای په روی او نه د قرآن په روی خلګ پرې نښودل.
    د شر او فساد وحشتونه، اوسني ۱۲کاله د شمالي او پنجابي ټلوالو وحشتونه … دا ټول د دولتي تروريزم د ښامار محصول دی چي اوس يې لکۍ غوڅه سويده او زهر يې نور هم خطرناکه سويدي.
    ټولو پر وطن مينو ليکوالانو ته د حقايقو په سپړلو کي بری غواړم.
    د خپلواک او سمسور افغانستان په هيله!
    صابرارمان

  11. موږ هغه لیکني لولو او خوښوو چې ټولني ته مو په قوي منطق ډاډ ورکوي
    دا ځواک په ځینو خاصو لیکوالو کې شته ، چې په هغو کې یو هم قرار دی .
    ژوند ژوند قراراه

  12. ډیرمحترم لیکوال صاحب اوتبصره کونکوته تاسوداوایاست چی طالبان په کمین کښی ناست وی خپل پښتون ورور وږنی اوخپل ځان هم وږنی محترمووړنو دادکمین ناسته له افغانانو لپاره نده داناسته دیر غلګرولپاره ده موږ یی په خپلوسترګووینوچی ملی اردو ځواکونه پر دی لارتیرسوی دی خوطالبانو حمله نه ده ورباندی
    بل تاسو وایاست طالب چی مړشی تاسوورته شهیدوایاست داستاسو خبره داسلام سره ټکرلری ځه طالب مخامخ دسرو کوفارو سره په جکړه اخته دی ستاسو دشهید نوم هم نه پربیزوکیږی تاسو څنکه مسلمانان یاستی
    ښه محترمه له تاسو څخه یوسوال کوم سوال داکه دامریکایانو په بمبارکی عام افغانان مړه شی تاسو هغوته څوایاست
    هغه مړه بولی که شهیدان

ځواب ورکول mail ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *