تاند، چهار شنبه، د میزان ۱۰مه: پاکستاني رسنیو خبر ورکړی دی چې د ملا غني برادر په مشرۍ به د طالبانو پلاوی په اسلام اباد کې له امریکايي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدنه وکړي.

جیو نیوز ټلویزیون ویلي، اسلام اباد ته بلل شوی طالب پلاوی په دې خبر دی چې زلمی خلیلزاد هم په اسلام اباد کې دېره دی او دوی ورسره د لیدنې لپاره رضایت ښودلی دی.

پاکستاني رسنیو دا هم ویلي دي چې نن به خلیلزاد، پاکستاني چارواکي او طالب مشران ګډه غونډه هم وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې زلمی خلیلزاد تېر ماښام اسلام اباد ته رسېدلی او طالبان نن د دوی د ویاند سهیل شاهین د وینا له مخې اسلام اباد ته روان دي.

پاکستان هڅه کوي چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې ځنډېدلي مذاکرات بیا له سره پیل کړي.

دغه راز طالبان هم تر اوسه چین، روسیې او ایران ته تللي دي تر څو پر امریکا فشار راوړي او د سولې خبرو اترو ته یې بیرته حاضره کړي.

د امریکا ولسمشر ټرمپ وايي، له طالبانو سره یې مذاکرات ځکه لغوه کړل چې دغې ډلې اوربند ته غاړه نه ایښودله.

One thought on “طالبان، خلیلزاد او پاکستاني چارواکي نن اسلام اباد کې ګډه غونډه کوي”
  1. I READ IN AFGHANGERMAN ONLINE;
    TITLE;BY MOKHTARAM GULMARJAAN MANGAL ABOUT KHALILZAD PEACE
    PLEASE ; EVERY ONE CAN READ THAT.
    THANK YOU

ځواب ورکول razmohammed mohmend ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *