تاند، پنجشنبه، د میزان ۱۱مه: د ملا برادر په مشرۍ پاکستان ته، د قطر د سیاسي طالبانو تللي پلاوي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره کتلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وايي، طالبان چې شاه محمود قریشي یې هرکلي ته ورغلی و، په پاکستن کې خپله لومړۍ ناسته د پاکستان د آی ایس آی له مشر جنرال فیض حامد، استخباراتي جنرال سهیل حامد، شاه محمود قریشي او د بهرنیو چارو وزارت له څو نورو چارواکو سره کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د آی ایس آی له مشرانو سره د طالبانو د ناستې جزیات نه دي ورکړي خو د شاه محمود قریشي له قوله یې لیکلي دي چې نوموړي د افغان بحران به سیاسي حل ټینګار کړی دی.

شاه محمود قریشي ویلي، پاکستان د افغان سولې لپاره غوره رول لوبول غواړي او هیله من دی چې ټول لوري به د سولې د مذاکراتو بیا پیل لپاره تمایل ښکاره کړي.

طالبانو تېره ورځ خبر ورکړی و چې د ملا غني برادر په مشرۍ یې یو پلاوی د اسلام اباد د حکومت په رسمي بلنه پاکستان ته سفر کوي.

3 thoughts on “طالبانو اسلام اباد کې لومړۍ ناسته د آی ایس آی له مشرانو او خارجه وزیر سره وکړه”
  1. ریښتیا هم دا به یې لومړۍ (ناسته) وي، نورخو ټول عمریې ورسره په (ولاړه) تیر کړی دافغانستان پرضد

  2. ریښتیا هم دا به یې لومړۍ (ناسته) وي، نورخو ټول عمریې ورسره لکه کرایي عسکر په (ولاړه) تیر کړی،عسکر چیرې دمې ته وزګار وي

  3. طالبانو ته یوه یادونه . تاسو د پاکستان په مرسته او ملاتړ د افغانستان واکمنۍ ته ورسېدئ او هغوي هم له تاسو سره هرډول نظامي ، اقتصادي او سیاسي ملاتړ وکړ ، ستاسو سفیر ملا عبدالسلام ضعیف په اسلام برباد کې رسما خپله دنده سرته رسوله ، خو چې ضرورت ورته پېښ شو پاکستان ستاسو سفیر امریکا ته تسلیم کړ. پاکستان خپلې ټولې نظامي هډې د د طالبانو دښمن ته ورکړې.
    اوس هم پاکستان خپل مقصد لري ، هغه به ستاسو پرسر له امریکا او نورو هېوادونو ډېرې اقتصادي مرستې ترلاسه کړي او تاسې به بیا پر چا خرڅ کړي.
    بنا نور لجاجت او سرتنبه ګي پرېږدئ . راشئ د افغانستان له دولت سره مخامخ خبرې وکړئ او خپل ولس ته سوله راوړئ. نور خپل ولس په یو او بل نوم مه وژنئ. د سولې پر راتګ سره به الله ج او د افغانستان خلک له تاسو راضي شي اود دواړو رضایت ستاسو بریا ده .

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *