تاند- د غور ولایتي اداره وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو او داعشیانوترمنځ په روانه جګړه کې د دواړو خواوو په لسګونو جګړه مار وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د غور امنیه قوماندان غلام مصطفي محسني نن /دوشنبه/ رسنیو ته وویل، د طالبانو او د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې ترمنځ د غور ولایت د مرکز فیروز کوه په شمال کې له څو ورځو راهیسي جګړه روانه ده.
د غور ځینې اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي وايي چې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ جګړه له یوې اوونۍ راهیسي دوام لري.
د ولایتي شورا غړي او امنیه قوماندان وايي چې جګړه وروسته له دې ونښته چې د داعش غړیو د مرغاب په سیمه کې د اډې د جوړولو ترڅنګ د جګړه مارو د جلب و جذب هلې ځلې پیل کړې.
د دوی په وینا د داعش دا هلې ځلې سبب شوې چې طالبان پرې برید وکړي.
ددوی دغه راز وايي، تراوسه پورې په دې جګړه کې د دواړو خواوو په لسګونو کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د غور چارواکي وايي چې د داعش غړي وروسته له دې غور ته ورغلي چې په ننګرهار کې وځپل شول.
د طالبانو او داعشیانو ترمنځ دا جګړه په داسي حال کې روانه ده چې تېره شپه د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ته نژدې د رباط په سیمه کې سخته نښته وشوه او د دواړو خواوو لږترلږه ۱۰ تنه ووژل شول.
د طالبانو د ملا رسول او ملا هیبة الله د ډلو ترمنځ د افغانستان په لوېدیځ کې هم په ځلونو خونړۍ نښتې شوي دي.
په غور کې پر داعشیانو بمباري شوې
له بلې خوا د غور د والي ویندوی وايي چې پرون مازدیګر په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو په غور کې د داعش پر یوه مرکز په هوايي برید کې لږترلږه ۱۵ داعشیان ووژل.
عبدالحی خطیبي وايي، د ناټو الوتکو له فیروز کوه ۱۲۰ یا ۱۳۰ کیلومتره لېرې پر رغسکن کلي بمباري وکړه. د خطیبي په وینا د دغه کلي اوسېدونکو تېر کال له داعش سره بیعت کړی وو.
جګړه ماران په خپله سرتمبه ګۍ، غفلت او جهالت کې ډېر وړاندې تللي دي
د لوط پیروانوته اعلان: حوری خلاصی شوی دی خو ډیپو کی یوڅه غلمان شته، تشویش مه کوی، عجله وکړی او ورودانګی چی سبابه دا هم خلاص وی ههههه
امریکایان د داعش په پلوۍ او روسان د طالبانو په پلوۍ ، د افغانستان په میدان سره ښکر په ښکر دي
مونږ پورې نړیوال خاندي او وایي چې د افغان په ځمکه مرغان مرغان وژني، سپي سپي وژني آو انسانان انسانان وژني.
انشآالله اخر به هم د حق او باطل جلا کوونکی ډله ظهور کوی دهغه وخت 950 غلامان او درباری ملایانو نه به سره په توره وهی اللهم انصرلاسلام ولمسلمین
خدای نور هم برکت درکری