تاند- د لومړي ځل لپاره به د طالبانو په مرکچي پلاوي کې څو ښځې هم برخه ولري.

ټاکل شوې ده چې د روان اپریل په ۱۹ – ۲۱ د طالبانو، حکومت او نورو افغان سیاستوالو ترمنځ په قطر کې غونډه جوړه شی.

د طالبانو ویندوی د دوشنبې په ورځ تایید کړه چې د دوی په پلاوي کې به یو شمېر ښځې هم ګډون ولري.

د طالبانو له لوري دا پرېکړه د دې غورځنګ په لیدلوري کې د لوی بدلون ښکارندويي کوي ځکه چې دې ډلې پر افغانستان د واک په موده کې ښځې له خپلو لومړنیو حقونو بې برخې کړې وې.

د سولې په خبرو کې د ډېرو نړیوالو او افغانانو یوه اساسي غوښتنه دا ده چې باید له طالبانو څخه د ښځو د حقونو په اړه ضمانت واخیستل شي.

د ګارډین بریتانیايي ورځپاڼې د راپور له مخې، د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وویل«د قطر د دوحې په غونډه کې به د طالبانو په پلاوي کې ښځینه استازي هم وي.»

ده د ښځو د نومونو او شمېر په اړه څه ونه ویل خو یو شمېر نور طالب سرچینو ویلي چې د طالبانو په ۲۵ کسیز پلاوي کې به ۷ تنه ښځې وي.

همداراز د افغانستان په ۱۵۰ کسیز پلاوي کې به (حکومت او له حکومته دباندې افغانان) ۴۰ ښځې برخه ولري.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د طالبانو په پلاوي کې د شاملو ښځو په اړه وویل«دا ښځې د طالبانو د جګپوړو مشرانو له کورنیو سره خپلوي نه لري، دوی عادي افغانانې دي، د افغانستان له داخله او بهره هغه ښځې دي چې د اسلامي امارت ملاتړ کوي.»

د قطر خبرې به غیررسمي وي او طالبانو ویلي چې دا خبرې به په دې معنا نه وي چې دوی د افغانستان له حکومت سره خبرې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان څخه قطر ته په تلونکې ۱۵۰ کسیز پلاوي کې به ځینې وزیران، والیان او نور چارواکي شامل وي.

د ګارډین پر اساس، د طالبانو ویندوی ویلي چې دوی د ښځو په اړه خپل هغه دریځ بدل کړی چې په نوي یمه لسیزه کې یې له واک ته رسېدو وروسته خپل کړی و.

ذبیح الله مجاهد وايي چې نجونې تعلیم ته هڅوي او د اسلام په چوکاټ کې د ښځو حقونه مني.

4 thoughts on “طالبانو تایید کړه چې د قطر په خبرو کې به د دوی له لوري ښځینه استازې هم برخه ولري”
  1. د هالیووډ او بالیووډ د سناریو لیکونکو به ادې………… چي دا ډول فلمی سناریووی ابداع او جوړی کی
    ددې رومانتیکو او ډراماټیکو او رئالیسټی سناریو ابداع کوونکی هغه کسان دی کوم چي یوه نیمه پېړۍ ئې پر موږ په غیر مرئي او غیر محسوس توګه حکومت کړی دی
    همدا تېره ورځ د فراه ولایت په مربوطاتو کی د نجونو مکتب په بمونو والوزل شو
    فکر کوم د همهغه مکتب سرمالیمان( سرمعلمان )شاید ددې ښځینه هیئت غړی وی!!!!!!!! عجب سناریو ده
    یا عزرائیله
    که څه هم پوهیږو چي ته یو مامور ئې او معذور
    خو
    که درته ممکنه وی یو څو ورځی لا د ژوند کولو فرصت رابخښه چي نوری هیښوونکی سناریووی هم ووینو

  2. سلامونه ! یاره هر څوک دې چې وی – زموږ په سر اوسترګو قبول دی خودکرزی دحکومت مافیایی له فساد نه ډکه ډله ـ چې دچرګوړو په شان دکرزی تر چپنې لاندې راغونډ شوی هیڅ چا ته دې منلو وړ نه دی

  3. هه هه هه په زړه پوری او د تاييد وړ خبره ده، خو کله کله چي يو کار ناڅاپي ۱۸۰ درجی بدل او ښه لوري ته روان شي، انسان هک و پک شي چی دا څنګه امکان لري؟ بيا هم پوښتنی ډيری راپورته شوي چی د تالب په استازو کی ښځی استازی قطر ته ليږل کيږي؟ آيا تالبانو تحريک مينځ کی داسی ښځی شته چی دومره زده کړه او پوهه ولري؟ آيا تالبان همغه ندي چی سړکونو کی يي د خلکو ښځی په متروکو وهلی؟ داسی خو به نه وي چی دوی د پکستان د تابعيت لرونکي ښځی مرکچي په توګ بيايي؟ د ښځو مخونه به هم نه ښکاري. د دوی لحجه، کړه وړه، بک ګرونډ او کورنی نومونه بايد وښودل شي او دا هم ووايي چی په کوم پاسپورټ سفر کوي؟ د پکستان او که افغانستان؟

  4. فکر کوم دا دائ ايس ائ يو تاکتيکي پلان دئ چه هدف ته درسيدو په خاطر ئې داسي يو اعلان کوي

ځواب ورکول Abdul ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *