عبدالرووف لیوال ||

د طالبانو مشرتابه، هغه طالبان چې د ولس له هرکلی کوونکو اودافغان پوځ له سرتیرو، افسر انوسره يې روغبړاو (سلفې) انځورونه اخیستی خرکوسان او منافقین بللی  ، دا په داسې حال کې ده چې نیمایی طالبان لاتراوسه هم له خپلو خواخوږوسره په کلیو او ولسوالیو کې دزړه خواله اوبانډارکوی اوله سولییزژوند نه خوند اخلی اوبیرته دجګړې ډګر ته دستنیدولپاره زړه نه ښه کوی .

د طالبانو په مشرتابه غږ:

موږستاسو دا غوښتنه چې امریکایان دې زموږله خاورې ووخي  حق بولو- داهغه موخه ده چې ټول ولس یې تاسوسره بدرګه کوی خوددې تر څنګ دې ټکو ته هم باید پام وشی :

زموږ ستر لارښوددبشرناجی حضرت محمد (ص) د اسلام دین په اسلامی سیاست اودیپلوماسی سره په تدریج لومړی په حجاز وروسته په نړۍ کې خپور کړداسلام لمړنې غزوې لکه بدر- احد- خندق- تبوک اونوردجهالت دسرزوری له کبله را پیښې شوې لکه چې اوس تاسو له داعش سره مخامخ یاست اوحتی داوربند په ورځو کې یې په ننګرهار کې څو تنه طالب کرام شهیدان کړل .

آنحضرت (ص) دحدیبې دسولې له تړون څخه وروسته دنړۍ پاچاهانوته دخپل نبوت اوداسلام ددین دخپرولوپه خاطر لیکونه واستول .

دابوسفیان سره دروم دقیصر اوږده مرکه اوپوښتنو دا جوته کړه چې انسانی عقل دسولې ،نرمښت اواستدلال منونکی ده – نه دجګړې غوښتونکی ، نوسره له دې چې هغه امپراتور وو ایمان یې راوړ.

دآنحضرت (ص) بلن لیکونو دستر مصر(مقوقس) ، دحبشې نجاشی ، دبحرین منذربن ساوی ،دایران خسروپرویزاودروم امپراتورقیصرته چې پورته ذکر شو- ټولو دسیاست ،دیپلوماسی اوپرتم منځ پانګه درلوده ، خوتاسو ایله خپلوریبارانواواستازوته ( خرکوسان ) وویل.

د ننګرهار یوې ولسوالۍ ته له ښاره ورغلې یوه مدني فعاله یوه طالب مشر ته د غیرت پګړۍ ور په سروي

لکه څرنګه چې پورته ورته نغوته وشوه دبهرنیانواوکفاروویستل زموږ له خاورې نه ستراوسپیڅلی هدف دی اوولس هم دددې داعې په خاطر تاسو سره ولاړ دی – نودې ته حاجت نشته چې دخپل افغان ورور اوولس وینه تویې کړې راځه لکه دنړۍ سترو مبارزینو په څیر لکه ګاندی او ماندیلا غوندې دسیاست ډګر ته راودانګه اودنورو دغلامی له کړي راووځه ، نړۍ له فکری لحاظه خپله کړه ، دنورو په لمسون  افغانان مه وژنه بې نتیجې تشددپریږده ،دګاندې په څیرچې په عدم تشدد سره یې انګریزدهند په نیمه وچه کې په ګونډو کړ اودماندیلا په څیر دخپلې اودولس دداعې په خاطر دیرش کاله بند ومنه – لومړی سولې ته راشه که بیا نشوه ، جګړه خو آخریني لار ده اوپه هغه صورت کې به سل په سلو کې ولس تاسوسره مل وی.

One thought on “طالبانو ته د خر….اتلاق په کلکه غندو”
  1. خرکوسان د کوټې شورا ده چې ( آی اس آی) له کوټې څخه د ناوې ګانو په څېر کراچۍ ته یووړل ، لومړی یې په کراچۍ کې ځای پر ځای کړل ، بیا یې طالبانو ته امر وکړ چې له حکومت او رعیت سره یو ځای اختر و نمانځي ، وروسته یې پر پاکو را لېږل شویو طالبانو باندې د خرکوسانو نوم کېښود ، دوی د ( آی اس آی ) مزدوران دي او پاک طالبان په ريښتیا سره د الله ددین پلویان دي، خرکوسان هغه څوک دي چې د بل په قو مانده د خپل ملت پر ضد خلک د جهاد په نوم جګړې ته هڅوي او بیا یې پیسې خپله دوی په جیبونو کې اچوي .

ځواب ورکول محمد انور ولید ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *