طالبانو د سه شنبې په شپه د کابل ختیځ د قابل بای سیمه کې د بهرنیو د یو کمپ مخې ته ډیره درنه چاودنه وکړه، دا چاودنه دومره درنه وه چې تر لس کیلو مترۍ پورې یې کورونه لړزولي او د شاوخوا کورونو شیشې یې ماتې کړي دي.

د لومړنیو مالوماتو له مخې په دې چاودنه کې ټول قربانیان ملکي وګړي دي، له دې کبله چې د دې کمپ شاوخوا کورونه یې ویجاړ کړي او پر لارو او سړکونو کسان یې یا شهیدان کړي او یا ټپيآن دي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې لیکلي چې د بهرنیانو په کمپ یې برید کړی او د بهرنیو تر څنګ یې داخلي غلامان وژلي دي، د طالبانو له اعلاميې ښکاري چې ټول هغه کسان چې له طالبانو سره نه دي، غلامان دي او طالبانو ته یې د وینې تویول ثواب ښکاري.

طالبانو په دې برید کې ځکه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې چې د دې کمپ لپاره داسې تدابیر نیول شوي چې لس ټانکر موټرونه پرې برید وکړي، هیڅ بهرنۍ پکې نه وژل کیږي.

بهرنیان د دې کمپ دننه زرې کوټو کې اوسیږي او د کمپ دننه رسیدل اسانه نه دي، له څو کمربندونو باید تېر شې او بیا به کمپ ته رسیږې.

دا چاودنه چې ویل کیږي چاودیدونکي توکي په غټ موټر کې ځای په ځای شوي و، شاوخوا یې ډيره سیمه تخریب کړې او کورونو کې یې کسان زیانمن کړي دي.

طالبانو په اعلامیه کې ویلي چې ټولو خلکو باندې یې غاړه خلاصه کړې چې د نظامي او دولتي سیمو کې دې نه ګرځي او نه دې هم بدوباش ولري، نو د طالبانو له اعلاميي ښکاري چې باید د کابل ښآر څخه کابلیان کډې بار کړي او همداسې یې پریږدي.

ځکه د کابل ښار ټولو دولتی ادارې او نظامي مرکزونو سره خلک اوسیږي او اړتیا ده چې په لارو هم تګ راتګ وکړي.

طالبان چې اوس یې د جګړې په ډګر کې ماتې خوړلې او د ځانمرګو بریدونو پلانونه یې هم هدف ته نه رسیږي، نو داسې ځآیونو کې چاودنې کوي چې یواځې ویره خپره کړي او له ملکي وګړو قرباني واخلي.

د طالبانو دا لومړنۍ برید نه دی چې له ملکي وګړو قرباني اخلي، تر دې وړاندې یې د کورنیو چارو وزارت پخوانی ودانۍ سره د جمهوریت روغتون سره برید وکړچې پکې ۵۰۰ کسان شهیدان او ټپيآن شول، د دې برید نږدې ټول قربانیان هم ملکي وګړي و چې مسوولیت یې طالبانو اخیستی و.

اوس له طالبانو لار ورکه ده، طالبان هڅه کوي خپل غچ له ملکي وګړو واخلي او په دې سره افغان حکومت ترفشار لاندې راولي او یا خپل زور وښيي.

طالبان چې اوس د جګړې په ډګر کې تر سخت فشار لاندې نیول شوي، له ځانمرګو بریدونو بله لار نه ده ورپاتې، ځانمرګي بریدونه یې هم هدف ته نه رسیږي او داسې به بریدونه کوي چې ملکیان یې قرباني وي.

طالب یوه بهرنۍ پروژه ده، او بهرنۍ استخباراتي کړۍ هیڅکله افغانانو باندې رحم نه کوي او یواځې غواړي چې د افغانانووینه توی شي او خلکو کې ویره خپره شي، طالبان یواځې د ویرې خپرولو چانس لري او نور به هیڅ هدف ته نه رسیږي.

One thought on “طالبانو ته ملکیان مباح الدم دي| سید عبدالله پاچا”
  1. بهرنی غلامان، یواځی دلته نه بلکی تاسی سره اکثریت لری ، ځینی دلایل یی دادی:
    تاسی هر څوک وژنی لکه غټ،واړه،ښځی،سپین .ږیری،ملکیان او حتی معیوبین او د کودکستان ماشومان.
    عام وژنه او په مجموع کی ژوی ختمول په غزواتو کی هیڅ سابقه نلری او دا د شر پسند ادارو غلامی ده .
    جنګ چی هر څومره زیاتیږی غلامی هم ورسره فراخیږی مخکی مخالفین یواځی د آی-اس-آی د غلامی لومه کی ګیر وو خو اوس د ایران د آیت…. ، د کی-جی-بی او نورو لومو کی نښتی دی چی دومره لومی د دوی اهداف تضعیفوی او نشی کولی چی د دومره غلامیو حق اداء کړی او خپل اهداف ترلاسه کړی چی نتیجه به د تباهی دوا م وی
    ښه لاره د امت د کړکیچونو دحل دپاره هغه ده چی قرآنکریم راښودلی او هغه داده:
    فان تنازعتم فی شیء فردوه الی الله والرسول ان کنتم تؤمنون بالله والیوم الاخر….
    نه هغه مغرض او جاهل دوستان چی خپلی لومی او اهداف لری او نه مفید حل ته ژر رسیدی شو

ځواب ورکول Mujahid ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *