تاند(جمعه، د حوت ۲) تاند ته د طالبانو د تنظیمه ريیس شیخ مطیع الله او د ملا عمر د زوی ملا یعقوب ځانګړي پیغامونه ترلاسه کړي چې په کې خپلو جنګیاليو ته وايي، د حکومت ساحې ته لاړ نه شي او له دولتي ځواکونو سره عکسونه وانخلي.

د ملایعقوب په غږیز پیغام کې نوموړی وايي، له امریکا سره د تړون له مخې باید طالبان په خپلو مورچو کې په دفاعي حالت کې اوسي، خو خپل جنګیالي دې د حکومت ساحې ته نه ورپرېږدي.

همدا راز د تنظیمه رئیس شیخ مطیع الله په یو پيغام کې بیا سخته ژبه کارول شوې او ویل شوي چې له طالبانو پرته کې عام خلک د طالبانو له بیرغ او نوم څخه په استفادې د حکومتي ځواکونو خوا ته لاړ شي او عکس ورسره واخلي، نو ودې نیول شي او ودې وهل شي: «د پنځو ولایتونو مسوولانو او ولسوالانو ته باید وویل شي چې که عوامو هم د طالبانو له بیرغ څخه په استفاده له حکومتیانو سره عکسونه اخیستل، ویې وهئ بندیان یې کړئ.»

په دغو پیغامونو کې بیا بیا یادونه کېږي چې له سبا څخه له امریکا سره د هوکړه لیک پر اساس جګړه سړېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت ویلي د نن شپې له دولسو بجو څخه به د نسبي اوربند موده پیل شي او طالبانو بیا له امریکایانو سره په ګډه د دې خبر تایید کړی چې د سولې تړون به د فبرورۍ په ۲۹مه لاسلیک کړي.

طالبانو نن په یوه اعلامیه کې د تشدد د کمېدا اووه ورځنۍ مودې ته په اشارې وویل «اوس به دواړه لوري د توافقنامې د لاسلیک لپاره تر یادې نیټې وړاندې مناسبه فضاء برابروي، د لاسلیک مراسمو ته به د یو شمېر هیوادونو او سازمانونو لوړرتبه استازي دعوتوي، د بندیانو د خلاصون لپاره به لازم ترتیبات نیسي، د هیواد له بېلابېلو جهتونو سره به د بین الافغاني مذاکراتو زمینه مساعدوي او بالآخره به د ټولو بهرنیو ځواکونو په وتلو او د افغانستان خاوره د چا د امنیت په خلاف نه کارولو سره به په ټول هیواد کې د سرتاسري سولې لپاره لار هواروي.»

خو دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ځینې حکومتي سرچینې وايي، افغان حکومت تر هغو د طالبانو بندیان نه خوشي کوي چې طالبان د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شوي نه وي.

طالبان چمتو دي چې د حکومت په ګډون له افغاني خواوو سره خبرې وکړي خو د حکومت په حیث د افغانستان له حکومت سره خبرو ته تیار نه دي.

خو له دې سره سره ډېر افغانان خوشبینه دي چې د تشدد د کمښت په اووه ورځنۍ موده کې به درې واړه خواوې (حکومت، طالبان او بهرنیان) له ژمنې سره سم تشدد ونه کړي او د سولې د خبرو او د امریکا – طالبانو د موافقې لپاره به لاره هواره کړي.

One thought on “طالبانو خپلو کسانو ته ویلي، د تېر اوربند په شان د حکومت ساحو ته مه ځئ”
  1. د طالبانو د اعلامیی لحجه د صلحی لحجه نه ده او داسی لحجه ده لکه چه یو پردی ملت ته وینا کوی او یا دوی په یوه پردی دولت پوری تړلی وی ، که دوی صلحی او د افغنانو سالمیت ته مخلص وای نوبه یی مکمل اوربند اعلان کړی وای لکه څنګه چه اشرف غنی د اوربند آمادګی اعلان کړه ، هغه متل دی چه اختر پټ میړه نه دی چه تیر شی داو دا چه لمر په دوو ګوتو نه پټیژی ، دطالبانو د صلحی د ادعا رښتیا او درواغ په ژر راووزی

ځواب ورکول یفتلی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *