عمري عملیات

تاند- وسله والو طالبانو د هر کال په شان د افغانستان او امریکايي پوځیانو خلاف پسرلني عملیات اعلان کړل.

طالبانو سږني عملیات د خپل پخواني مشر د درنښت لپاره «عمري عملیات» نومولي دي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي:« څرنګه چي د نوي پسرلي په رابرېدو سره یو ځل بیا د جهادي ارادې او عملیاتو د تجدید وخت رارسیدلی د افغانستان د اسلامي امارت مشرتابه نوي جهادی عملیات ددې خوځښت د مؤسس او لومړني زعیم مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په نوم باندې په تفاؤل سره د عمري عملیاتو په نوم اعلانوي.»

د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي چې دا عملیات له نن /سې شنبې/ سهار ۵ بجو څخه پیل شوي دي.

طالبانو د تېرو کلونو په شان د سږ کال د عمري عملیاتو په ترڅ کې د انتحاري، نفوذي او وسله والو بریدونو د کولو ترڅنګ پر افغان چارواکو  د چریکي بریدونو یادونه هم کړې ده.

د افغانستان حکومت د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو اعلان بې اهمیته وباله ویې ویل چې دا څه نوې خبره نه ده.

په عین وحت کې د افغانستان دفاع وزارت د شفق په نوم د طالبانو بر ضد عملیات پیل کړي دي.

طالبان هر کال خپلو عملیاتو ته، چې په پسرلي کې یې اعلانوي، یو نوم ورکوي. تېر کال طالبانو خپل عملیات «عزم» نومولي و.

په وروستیو کې داسي هیله په غوړېدو وه چې ښايي طالبان د خپلو پسرلنیو عملیاتو تر اعلانولو وړاندې د سولې په پروسې کې ګډون ته تیاري وښيي.

د ځینو راپورونو پر اساس، د افغانستان په جنوب کې د طالبانو تر ټولو غښتلي قوماندان ملا عبدالقیوم ذاکر د دې ډلې مشر ملا اختر محمد منصور ته وړاندیز کړی چې د افغانستان له حکومت او بهرنیانو سره خبرې وکړي.

په خینو نورو راپورونو کې دا هم ویل شوي چې قوماندان ذاکر په هلمند کې د افغانستان له حکومت سره خبرې پیل کړي دي.

دا رپورونه د طالبانو رسمي سرچینو تایید کړي نه دي.

7 thoughts on “طالبانو خپل پسرلني عملیات اعلان کړل”
  1. دا دی بیا د افغانستان ورانولو ژمنه تازه شوه
    بیا د بیوزله افغانانو د وژلو، وهلو، شهیدانولو او محرومولو ژمنه تازه شوه
    طالب مشران دې په پاکستان او نوره نړۍ کې مزي کوی
    په نوم به یې پاکستان او ای اس اس په افغانستان کې ناتار جوړ کړی

    دا دی سږ کال بیا زموږ سلګونه ښوونځي تړلی. او زرګونه پښتانه ماشومان له علم او پوهی محروم دی

    الله پاک دي نور په دې ولس ورحمېږي
    الله پاک دې زموږ جاهلو او د پردیو په لومو کې ښکیلو طالبانو ته هدایت وکړي

    الله پاک دي امریکا او د هغوی مزدور پاکستان تبا کړي، چې په خپلو مرستو او رهبرۍ سره یې په افغانستان جګړه توده ساتلی او خپلو موخو ته رسیدل غواړي

  2. طالبانو دتیرو لسو کلونو راهیسی په مختلیفو نومونو عملیات وکول چی په حقیقت کی کومه لاس ته راورنه نده درلودلی بیله دی چی مسلمان وژنه وکری او خپل باداران خوشاله کی. الله ج دی ظالمان تباه کی

  3. له ده نه مخکی یی څه غول کړی چی اوس به یی وکړی بغیر له دی چی یو غریب نه سر پری کړی او د جاسوس ټاپه پری ولګوی او دی ښار به منځ کی انتحاری حمله وکوی او څو کراچیوانان شهیدان کړی او بیا ووایی چی الحمدلله شل یهودان مو ووژل ددوی کوم کار اسلامی او انسانی ده

  4. انشاالله چي د تورمخوپنجابيانو دغلامانو دا ارمان به پوره نشي چي كوم ولايت ته سقوط وركري خداي به يي وشرموي لكه سنگه چي شرميدلي دي نور به سه وكري بيا به بي گناه خلك ووژني مكتبونه به وسيزي كلينكونه به وران كري لاري او پلونه به په بمونو والوزوي ترسو خپل بادار پنجاب خوشحاله كري.

  5. غیر حق په نا حقه دیوه مظلوم انسان وژنه لکه ټول اومت (محمد)ص وژل دی نو چه دښکارهور سره نشی جنګیدای زور دپه خوار غریب کراچی وان باندی رسیږی په هغه مظلومو چه په یوه ډوډی مړی پسی سرګردان ګرزی دیته انسانیت نه ویل کیږی بلکه دانسانیت وژل دی په اصل کی جنک دځناورو کاردی تا ته خدای څومره غټه ژبه درکړی دڅه دپاره ؟تاته خدای مغز درکړی دڅه دپاره ؟تاته خدای سترګی درکړی دڅه دپاره؟ او که مسلمان وی عقیده لری دقیا مت په ورز به ستا اندامونه پر تا شاهد وی پریږدی غیر حق وزنی سره جوړ شی دا څومره وختونه تیر شول بیا هم هیڅ همداسی نور وختونه به هم تیر شی غیر حق ورانی قتل وغیرهوغیره بل هیڅ شیپه لاس نه درزی په حقیقت کی هم تاسونه په تنګ یو او هم دولت نه داړه خواوو موږ ته چل جوړ کړی تاسو خپلو منڅو کی سره جوړ یی ..

  6. زماپه نظر داټول شرارت دطالب تر نوم لاندي دآمريکاه او دهغه مزدر تقلبي هيواد چه دهم دې مقصد لپاره ئې پيدا او تقويه کوي پاکستان جنګ دئ او په دې جنګ کي دپاکستان اوردو او سي آئ اې متخصيصين له خوا څخه پر مخ بيول کيږي او يو څو افراطي ګروپونه چه دوهابي عربستان او آمريکاه په مرسته تغذيه کيږي ګډون کوي او نوم ئې هم پاکستان ائ ايس آئ پر ايږدي عمري

    سوله په ګدائې سره نه راځي.دسولي لپاره بايد دښمن په ګونډو ګړو.ترمخه چه دښمن په ګونډو کړو موږ ويوه سالم حکومت ته ضرورت لرو چه دفساد چور چپاول او افراط ګرائې څخه خلاص حکومت وي او دسولي لپاره يو خاص ميکانيزم او ستراتيژي ولري او واقعآ دسولي لپاره کار وکړي.

    دلته په دولت کي داسي آفکار او اشخاص موجود دي چه سوله نه غواړي که سوله وسي داتوت فروش به بيا وزير نه وي خردوان به معاون داجرائيه رئس نه وي او داسي نور پليط اشخاص………په دولت کي.
    موږ عادي خلګو ته پکارده چه ديوې سالمي ادارې لپاره بي له کوم تبعض دوطن پرستو تر شاه او دهغو ملا وروتړو تر څو يو سالم حکومت او دولت په وجود راسي بيا به ددې نا اعلان سوئ جنګ په مقابل کي او دپاکستان او ايران په مقابل کي مخصوص علمي اوډيپلوماتيک ډيپارټمينټونه ولرو چه په څه ډول ددوئ سره خپل مناسبات ولرو او څنګه دهر ډول تعرض په وخت کي دهيواد دفاع وکولائ سو .داوس لپاره جنګ تپ او تلاش داردو او پوليس وينه تويدل دغدارانو او دهغو په خدمت کي ده نه دملت او دوطن.
    لازمه ده چه ددې غدارانو او داړه مارانو څخه لاس پر سر سو .مننه

ځواب ورکول Bashir Ahmad Bashar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *